تاند- د امریکا د پلورنځیو مشهورې کمپنۍ والمارت د سږ کال د هالو وین (Halloween) یا د ټولو مقدسانو ورځ لپاره د پښتون بابا (Pashtun Papa) جامې راایستلې وې خو د دې لپاره یې ټولې کړې چې د دوی دا کار توکمپالنه یا په یوه ځانګړي ملت پوري ملنډې وبلل شوې.
هالووین د لوېدیځوالو، په تېره بیا امریکایانو یوه دودیزه مېله ده چې د اکتوبر په یو دېرشمه شپه (چې سبا یې د نوومبر لومړۍ وي) جوړېږي. په دې شپه په ځانګړي ډول ماشومان او ځوانان عجیب و غریب او په عین حال کې ډاروونکي کالي اغوندي، مخونه رنګوي، له ځانونو ښیښکې جوړوي، کور په کور ګرځي، چاکلېټونه او شېرینۍ ټولوي.
د دوی دا دود، چې د پښتنو سپین ږیرک ته ورته والی لري، پر امریکا سربېره په ایرلنډ، سکاټلنډ او کاناډا کې هم ډېر عام دی. ویل کېږي چې دا دود دوه زره کاله پخوانی دی او امریکا ته سکاټلنډي او ایرلنډي مهاجرو وړی دی.
سږ کال والمارت د یوه ږیرور پښتون ماډل، چې څپلۍ یې په پښو دي او کمیس پرتوګ یې اغوستي دي د خپلو پلورنځیو په ویترینونو کې ایښی و. خو والمارت دا ماډل وروسته له دې لېري کړ چې ورته وویل شول چې له دې د توکمپالنې بوی ځي او یو لوی ملت ته سپکاوی ګڼل کېدای شي.
والمارت دا ماډل لېري کړ خو ویې ویل چې تر دې پخوا یې د سیکانو او عربي شېخانو ماډلونه پلورولو ته وړاندې کړي ول.