تاند- والوو (Volvo) کمپنۍ روانه اوونۍ د لومړي ځل لپاره اتومات الیکترونیک بس په سینګاپور کې وازمویه.

دا بس ۱۲ متره اوږد دی او ۸۰ تنه سپرلۍ پکې ځاییږي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د والوو دا بس، چې هیڅ مضر ګاز نه خپروي، د ورته پیترولي بسونو په پرتله په سلو کې ۸۰ لږ انرژي مصرفوي.

د والوو دا یو منزله بس (Volvo Electric 8900) د سینګاپور د نانیانګ د ټکنالوژۍ په پوهنتون کې ازمویل شو.

دغه پوهنتون هم د دې بس په جوړولو کې ونډه لرلې ده.

په بل پړاو کې به دا بس په عمومي لارو کې تجربه شي.

د سویډن والوو کمپنۍ د سینګاپور د ټکنالوژۍ په پوهنتون کې د دې اتومات الیکترونیک بس د ازموبلو لپاره یو ښارګوټی جوړ کړی دی.

په دې ښارګي کې د عادي ښارونو په شان څلورلارې، اشارې، ترافیکي نښې، د بس تمځایونه او د پلیو د تېرېدو لارې جوړې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *