د هلمند مدني ټولنې غړيو له هلمند والي سره په ليدنه کې هغه سره ژمنه وکړه چې په ښو کارونو کې به يې ټينګ ملاتړ کوي.
دوی له والي د پوهنتون د ودانۍ ،د پوهنيز بهير د سمون او د عدالت د پلي کېدو غوښتنې وکړې.
د هلمند والي ژمنه وکړه چې دغلته د موجوده ستونزو پر هوارۍ به له هلمند مدني ټولنې او قومي مشرانو سره په ګډه کار کوي.
د هلمند مدني ټولنې د بېلابېلو کمېټو مشرانو او غړيو د هلمند والي سره په ليدنه کې دغلته په روانو حالاتو خبرې وکړې او د خپلو ترسره شويو فعاليتونو په اړه يې هغه ته مالومات ورکړل.
د دغې ټولنې د بهرنيو اړيکو د کميسون مشر آغا محمد قريشي وويل، په ۱۳۹۱ل کې د هلمند مدني ټولنې بنسټ په داسې حال کې کېښودل شو، چې چا مدني ټولنه نه پېژندله.
هغه وويل، په تېرو څلورو کلونو کې يې پر بېلابېلو ملي موضوعاتو تر سلو ډېر رسنيز کنفرانسونه ورکړي او ۱۰۲ خبرپاڼې يې استولي چې هره خبرپاڼه يې تر ۱۸۰۰ ډېرو رسنيو ته رسېدلې.
آغا محمد قريشي وويل، پر سياسي او ټولنيزو موضوعاتو د هلمند مدني ټولنې د غړيو تر ۱۸۷ ډېرې مقالې د پښتو پر معتبرو ويب پاڼو او يو شمېر نورو ژبو خپرې شوي دي.
د هلمند مدني ټولنې نورو غړيو په خپلو خبرو کې هلمند پوهنتون ته د ودانۍ د جوړېدو، پوهنيز بهير کې د فساد د مخنيوي او پر دولتي ملکيتونو د شخصي ښارګوټو د جوړېدو د مخنيوي ټينګې غوښتنې وکړې.
دغه راز دوی له والي سره ژمنه وکړه چې په ښو کارونو کې به يې کلکه ملا ورتړي خو په ناقانونه کارونو کې يې بيا پر وړاندې ودريږي او هر ډول مبارزه به ورسره کوي.
د هلمند والي حيات الله حيات وويل، له تېرو څو کلونو راهيسې د هلمند مدني ټولنې فعاليتونه څاري، دده په خبره يادې ټولنې د ټول هېواد په کچه په ټولو ملي مسايلو کې تر نورو لومړی خپل اواز پورته کړی.
نوموړی وايي، د هلمند مدني ټولنې سره به په ګډه کار کوي او د دغې ټولنې د غړيو په مشوره به هغه ستونزو ته په ګډه لار لټوي چې دلته شتون لري.
والي وويل، د پوهنتون د ودانۍ د جوړېدو لپاره به سر له اوسه هڅې پيل کړي، د پوهنې په برخه کې به نوښتونه او سمښتونه رامنځته کړي او ټولې هغه دولتي ځمکې به له غصب خلاصې کړي چې زورواکو خېټې پرې اچولي دي.
د هلمند والي چې نزدې دوه اونۍ وړاندې يې دغلته دنده پيل کړه، وايي د هلمند اداره له ګڼو ستونزو ډکه ده چې د ټولو ستونزو د هوارۍ لپاره به بنسټيز کار کوي.