ژباړن: محب‌الله زغم

۱. نواندي، نوی زېږون

نوی فکر، په ساده او لنډه توګه یانې له نویو علمي ابزارو او نويو میتودونو سره فکر کول، یا د هغو موضوعاتو په اړه چې په مډرنې نړۍ پورې اړه لري، فکر کول. دا پدیده د بل نسبتاً لوی بهیر یوه برخه ده چې دا بهیر نوپالنه بلل کېږي. د دې بهیر پیل له هاغه وخته شوی چې شرقي ملکونه د غربي تمدن له مظاهرو سره مخ شوي دي.

د نوفکرۍ بر خلاف، نوپالنه د فکر تر ډګره او د اهل فکر تر کړنو ورهاخوا پراخه لمن لري. نوپالنه د ژوندانه نوي سبک ته هر ډول تمایل، د نوې زمانې له محصولاتو استفادې ته لېوالتیا او د دودیز ژوندانه له سبکه لرې کېدل رانغاړي. خو، نوفکري بیا نسبتاً محدوده مانا لري او یوازې په فکري قضیو پورې اړه لري. نوفکري هغه فکري هڅې رانغاړي چې د شرقي – اسلامي هېوادونو د متفکرانو له خوا ترسره شوې دي چې نوې تیوري ګانې او تازه فکري بحثونه رامنځته یا طرحه شي.

هغه مبحثونه او موضوعات چې نوفکري بلل کېږي، اصلاً په وروستیو پېړیو کې له رامنځته شویو کړکېچونو څخه د اسلامي هېوادونو د راوتلو لپاره رامنځته شوي دي. دغه کړکېچونه له ټولو هڅو سره سره لا هم په ډېرو برخو کې روان دي.

په کُلي توګه د اسلامي ملکونو کړکېچ د هغو هېوادنو څنډې ته کېدل دي چې یو وخت د تمدن مرکز او په نړۍ کې د قدرت محور و. دغه ملکونه هاغه مهال په اقتصادي، نظامي، علمي او نورو برخو کې تر نورو بر وو خو نن سبا څنډې ته شوي دي او په مصرفي، کمزوري او په نورو پسې تلونکي ملتونو بدل شوي دي. اوس دغه هېوادونه د ژوندانه په ډېرو برخو کې په نورو پورې تړلي او نورو ته اړ دي او یا له کمزورۍ او مهمو نیمګړتیاو ځورېږي. کړکېچن وضعیت د دغو هېوادونو مقام له فعال لوبغاړي څخه د منفعل ګوډاګي کچې ته راټیټ کړی او دغه ټولنې یې په داخلي او خارجي ډګرونو کې سختې زیان منونکې کړې دي.

دا یوازې نواندان نه دي چې په دې کړکېچ پوه شوي دي او دا یې منلي دي چې د اسلامي هېوادونو وضعیت سم نه دی او باید د خلاصون لاره ورته ولټول شي، بلکې په دې اړه د ټولو ډلو او لوریو تر منځ یو ډول اجماع شته. څه چې نواندان له دودیزو او بنسټپالو ډلو ېلوي، له کړکېچ سره د مقابلې لارې چارې دي.

په تاریخي لحاظ، نو اندي تر نوپالنې وروسته راغلې ده. کله چې په نولسمه میلادي پېړۍ کې د اسلامي ملکونو لکه د عثماني ترکیې، مصر او ایران ځینې حاکمان او رهبران پوه شول چې په نظامي لحاظ کمزوري دي او جنګي وسلې یې بې کارې دي، پرېکړه یې وکړه چې هم خپل پوځیان په نویو وسلو سمبال کاندي او هم یې د روزنې میتود سم کړي. دا په اسلامي نړۍ کې د نوپالنې لومړنۍ هڅې وې. خو همدا چې دې ملکونو د ځان پر مخ دا لاره پرانیستله، ژر پوه شول چې یوازې د جنګي وسلو نوي کول د دوی بې شمېره ستونزې نه شي حل کولای او باید چې ډېر نور وسایل او امکانات هم ترلاسه کړي. دا چې په ټولو برخو کې د نویو وسایلو واردول اسانه نه وو او پرته له دې چې کسان ورته ورزول شي، کارول به یې هم له ستونزو ډک وي نو د نویو علومو د زده کړې فکر ورپیدا شو. همدا و چې د عصري ښوونځیو جوړول ورته مهم شول.

د دغو هڅو بېلګې دا دي: په مصر کې د 1816 او 1844 کلونو تر منځ د عصري زده کړو او اداري اصلاحاتو په برخه کې د محمد علي پاشا هڅې، په عثماني ترکیه کې په 1839 کال د «تنظیمات» د قانون اعلانول چې موخه یې سرتېرو د جلب او جذب، زده کړې، د قوانینو اصلاح، د بسنټونو اصلاح، او د فساد پر وړاندې د سیستماتیکې مقابلې هڅې وې، په قاجار په دوره کې په کال 1851 د دارالفنون د مدرسې تاسیس، او په هند کې په کال 1875 د علیګړ د پوهنتون جوړول. سره له دې چې هر لومړنی کار ځینې نیمګړتیاوې لرلای شي، د نوپالنې په لوري دغه حرکت نه انکارېدونکې اغېزې وشیندلې.

په ټولو اسلامي هېوادونو کې دا باور یو رنګه نه و چې په غرب په تېره بیا په اروپا کې د غوړېدليو عصري علومو زده کړه مهمه ده. ځینو اسلامي ملکونو له هماغه پیله د علومو هغه څانګې چې د ورځنیو چارو او صنعت په درد لګېدې، په خپلو تدریسي پروګرامونو کې شاملې کړې. په ځینو هېوادنو کې لکه په سعودي عربستان، یمن او د هند براعظمګي په ځینو برخو کې د ریاضیاتو، کیمیا او فیزیک په شمول د هر ډول نوې پوهې، پر وړاندې ان د شلمې پېړۍ تر پیله مقاومت روان و او یوازې به د لوړو طبقو ځینې ښاري کورنۍ په اهمیت ورته قایلې وې.

د وخت په تېرېدو سره او د اړتیا په وجه، د اسلامي ملکونو درسي پروګرامونه نوي شول او ځینې نوي علوم ورزیات شول. د دې علومو زیاته برخه اساسي علوم لکه ریاضیات، ساینس، کیمیا، فیزیک او د دې علومو توابع وو چې بې له هغو د طب، انجینیرۍ، صنعت، تجارت او نورې څانګې زده کړه ناممکنه وه. د دغو علومو اهمیت د مسلمانو هېوادونو د سیاست او تعلیم ټولو یا اکثرو چارواکو ته څرګند و او ورسره مقابلې ته اړتیا نه وه.

خو ځینې نور علوم چې اصطلاحاً بشري او ټولنیز علوم بلل کېږي، دومره بختور نه وو او چندانې ارزښتمن ونه ګڼل شول. یو علت یې دا و چې ځینو صاحب نظرانو علوم پر دوو (ناپلوي او پلوي) ډلو وېشلي وو. مانا دا چې د ریاضیاتو او ساینس په څېر علوم هېڅ ایډیالوژیک، مذهبي او فرهنګي رنګ نه خپلوي نو هېڅ مذهب او فرهنګ ورسره ستونزه نه لري خو ځینې نور بشري علوم بیا داسې نه دي او لږ تر لږه دا نیوکه پرې کېدای شي چې د صاحب نظرانو د ځینو مذهبي باورونو یا فرهنګي تعلقاتو څرک په کې لګېږي.

په بله وینا، کله چې د ریاضیاتو په اړه یوه نظریه وړاندې کېږي، هرڅه پسې وګورې دا پته نه شې لګولی چې د دې تیورۍ خاوند یهود و که مسلمان، مسیحي، بودايي … خو که د ټولنپېژندنې په اړه یو مبحث وي، دا به چندانې سخت کار نه وي چې له مذهب، ایډیالوژۍ یا خاص فرهنګ څخه د نظریې د څشتن اغېزمن کېدا نښې نښانې ومومې. د دغو صاحب نظرانو په نظر، د داسې علومو په زده کړه او بابولو کې باید پوره احتیاط وشي چې ناپلوي نه دي او د مذهبي یا فرهنګي اغېزو بار وړای شي.

بله وجه یې دا وه چې په علمي لحاظ د بشري او ټولنیزو علومو ځینې یا ډېرې برخې لکه فلسفه، ژبپوهنه، تاریخ او داسې نور د قدرت او ثروت په جګړه کې نېغ په نېغه نه په کارېږي او که پانګونه ورباندې وشي، سملاسي ګټه ورنه نه بودېږي. خو برعکس هغه نور علوم بیا د وسلې جوړولو، صنعت او تولید، تجارت، مدیریت او نورو برخو کې په مستقیمه توګه کارېدای شي.

له ټولنیزو علومو سره د تبعیض یا بې مهرۍ بل عامل، له ځینو نویو علومو سره نابلدي وه. دغه علوم د مسلمانانو په تېر تاریخ کې نه وو پېژندل شوي یا بد معرفي شوي وو او په بد نظر ورته کتل کېدل، مثلاً فلسفه او عقلي علوم چې زموږ په تاریخ کې له فقیهانو او اهل حدیثه رانېولې تر متصوفانو او اهل عرفانه پورې مختلفو ډلو پرې بریدونه کړي دي.

دغه او ښايي نور غټ او واړه عاملونه سبب شول چې په مسلمانو هېوادونو کې د نوپالنې بهیر ابزاري نوپالنه اوسي او ونه غوړېږي او نواندي چې د نویو علومو د راتلو او د هغوی د میتودولوژیکې زده کړې محصول وه، په پراخ بهیر وانه وړي.

خو دا په دې مانا نه ده چې په دې ملکونو کې هېڅ نواندی نه دی څرګند شوی او د نواندۍ هېڅ مبحث نه دی رامنځته شوی. حقیقت دا دی چې د اسلامي ټولنو ځینې رهبران او فکرمن خلک ان له نوې نړۍ سره د مخامخ کېدو له هماغه پیله پوه شول چې دا سمه ده چې ابزاري علوم خپل اهمیت لري خو داسې نه ده چې بشري او ټولنیزو علومو ته دې اړتیا نه وي. دوی پوهېدل چې که د بشري علومو پر نظري اړخ تکیه ونه شي، هر ډول ژور تحول به له ماتې سره مخ شي.

همدا وجه وه چې له هماغه پيله ځینو مسلمانو متفکرانو – که له دغو علومو سره اشنا وو که نه وو – لازمه وګڼله چې ځینې اساسي مقولې دې په ژوره توګه وسپړل شي. دوی ځیني مبحثونه رامنځته کړل لکه:  ازادي، د استبداد نفي، د اتباعو ترمنځ برابري، د ولس او حاکمانو ترمنځ رابطه، د دولت او ملت مفاهیم، مشروطه نظام او د پادشاهانو د واکونو محدودول، د درې ګونو قواوو بېلوالی، د ثروت عادلانه وېش، د دولت له لوري د لومړینو خدماتو وړاندې کول، له جنسیتي، فکري، توکمیز او نورو تبعیضونو سره  مقابله، د دین او قدرت د بنسټونو تر منځ د رابطې بیا تعریفول، د پردیو علومو او فنونو پرمخ د لارې پرانیستل، د خپل او بل تر منځ د اړیکو بیانول، فکري اوفرهنګي تحولاتو ته تاریخي نظر، او ګڼ نور موضوعات. په دې برخه کې ځینو متفکرانو ځکه اهمیت موندلی چې دغه مبحثونه یې رامنځته کړي او پر فکري تحولاتو یې اغېز شیندلی. په دې ډله کې  خیر الدین تونسي، رفاعه طهطاوي، سید احمد خان، سید جمال الدین، عبد الرحمن کواکبي، محمد عبده، علي عبد الرزاق، میرزا نائیني، اقبال لاهوري، مالک بن نبي، شکیب ارسلان، علال فاسي، علي شریعتي، محمود محمد طه، مصطفی سباعي، فضل الرحمن، عبدالکریم سروش، نصر حامد ابوزید، محمد عابد جابري، محمد غزالي، جمال البنا او ځینې نور متفکران یادولی شو چې د فکري ډګر اکثره څېړونکو ته اشنا دي.

د فکرونو د نوي کولو او ځینو مقولو ته د بیا کتنې په لړ کې، د دغو شخصیتونو د هڅو په دوام دې ته اړتیا ولیدل شوه چې پر سیاسي – ټولنیزو بحثونو سربېره، فکري – الهیاتي مبحثونو ته هم بیا کتنه وشي ځکه چې د دیني فکرونو د ځینو برخو له اصلاح کولو پرته د ټول فکري بهیر او فرهنګ اصلاح ناممکنه یا خورا ستونزمنه وه. همدا وه چې هم د شریعت د ځینو مسایلو په اړه لکه د اجتهاد بیا پيلول، د شریعت مقصدونو ته پام، د فقهي مذهبونو د تقلید له بنده تېرېدل او نور مسایل رامنځته شول او هم پر اعتقادي – کلامي مبحثونو جدي او ښايي توند بحثونه وشول مثلاً د توحید مفاهیم او د هغوی ټولنیزې ګټې، د قضا او قدر مفهوم ته بیا کتنه، د ختم نبوت په قضیه کې نغښتو مفاهیمو او دلیلونو ته کتنه، د ځینو دیني مسایلو سېمبولیکوالی، د ځینو شرعي احکامو تاریخي – عرضي ګڼل لکه د مرییتوب، د ښځو حقونو، د اولوالامر د نقش په اړه راغلي احکام.

واقعیت دا دی چې نواندي یوازې په یوې خاصې فکري حوزې پورې اړه نه لري بلکې کولای شي سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې، دیني، اخلاقي، ادبي، هنري او نورو حوزې راونغاړي. خو د خاصو اسلامي هېوادونو مخینې او تاریخي تجربې ته په کتو سره، په تېره بیا دا چې د شته کړکېچونو یو بُعد، د هویت بحران دی نو دیني نواندي یوه ډېره حساسه قضیه وه او لا هم ده ځکه چې دین د مسلمان مېشتو ټولنو د هویت عمده برخه ده او له کړکېچه د دې ټولنو د رایستلو په برخه کې هره هڅه په یو نه یو ډول سره له دین او مذهب سره غوټه وي.

له دین سره د تعامل ستونزه او حساسیت په دې کې نغښتی چې دین د نورو پدیدو برخلاف، له قدسي او ماورأالطبیعي امر سره تړاو لري. پر دې سربېره چې اساساً قدسي او ماورأالطبیعي چارو ته د متعارف عقل لاس نه رسي او نه شو کولای چې د نورو پدیدو په شان له دین سره هم د معمولو میتودونو په وسیله تعامل وکړو، په دې برخه کې هره نوې طرحه د مقدساتو پر ساحې او د هویت پر خورا اساسي عنصر د تعرض وېره له ځانه سره لري. نو تر نورو ډګرونو د دین په اړه د نویو طرحو پر وړاندې غبرګون خورا سخت وي.

مثلاً، په تېره یوه پېړۍ یا لا زیاته موده کې د ادب په ډګر کې د نواندانو او دوداندانو تر منځ سخت تقابل روان و خو له دین سره د دې پدیدې د ماهیتي توپیر په وجه، دغه تقابل هېڅکله د لفظي مشاجرو له پولې نه دی اوښتی او هېڅکله په لارو کوڅو کې د شخړې او د ټولنیزو بلواګانو یا سیاسي تحولاتو سبب نه دی شوی. همدارنګه په نورو ډګرونو کې هم د نواندانو او دوداندانو مخامختیا په همدې حد کې پاتې شوې ده. خو دیني نواندي بیا متفاوت برخلیک لرلای دی. د دیندارو او غیردیندارو او همدارنګه د دیندارو د مختلفو ډلو تر منځ تقابل د مرګ او ژوند د قضیې په رڼه راڅرګند شوی او وینې ورباندې تویې شوې، کورونه وران شوي او زندګۍ بربادې شوې دي.

هغه کشمکش چې د دین او مذهب پر محور رامنځته شوی هم یې د مسلمانو ټولنو په ننه کې درز پيدا کړی او هم یې د مختلفو ډلو تر منځ پر یو بل د خورا سختو تهمتونو او بریدونو لاره هواره کړې ده. دا سمه ده چې پر نورو مسایلو د کشمکشونو پر موجودیت سترګې نه شو پټولی او په نورو ډګرونو کې هم ځینې خونړي کشمشکونه تېر شوي دي خو د دین پر سر د شخړې په دواړو داخلي او خارجي جبهو کې جګړه د مسلمانو ملکونو په وروستي تاریخ کې تر ټولو سختې جګړې بلل کېږي. دغه جګړې تر یوې پېړۍ له زیاتې مودې وروسته لا هم له خلکو دردونکې قربانۍ اخلي.

ویلای شو چې د مسلمانو متفکرانو نواندي دې باور ته رسېدلي وو چې اسلامي نړۍ خپله د تمدني راپرځېدنې دوره تېروي او له دې کړکېچن حالته په بري سره وتل داسې لوی تحول ته اړتیا لري چې اصطلاحاً رنیسانس بلل کېږي. د دې لیدلوري پر اساس، مطلوب تحول به تر هغې پورې رانه شي چې د مسلمانانو فکري بنسټ او د مفکورو ساختمان بدل نه شي او باید داسې لاره ولټول شي چې د وروسته پاتې فکرونو او وروسته پالنې په وجه راپیدا شویو نیمګړتیاوو او ناتوانیو نه خلاصون ومومي. د نواندانو په باور، د ژغورنې لاره فکري اساساتو ته بیا کتنه، د تېر فرهنګي میراث بیا سپړنه او په نویو علمي ابزارو له هغو څخه استفاده، د اعتقادي مفاهیمو مقام او ډلبندۍ ته بیا کتنه، په عامه توګه فکري بیارغاونه او په خاصه توګه د دیني فکر بیارغاونه لازمي دي چې دا ټول نواندي بلل کېږي. له دې لیدلوري څخه نواندي د مسلمانو ملکونو د رنیسانس اساسي لاره ده.

د کړکېچنو او تېرېدونکو شرایطو په وجه، په تېره بیا د نولسمې پېړۍ په اخرو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې له استعمار سره د مخامخ کېدو په دوره کې او همدرانګه د جغرافیايي واټنونو په وجه د نواندۍ رهبرانو او سرلارو له یو بل سره مستقیمې اړیکې نه لرلې نو ځکه د فکر د نوي کولو لپاره کومه جامع طرحه رامنځته نه شوه چې ټول نواندان ورنه د اسلامي نړۍ د رنیسانس لپاره د تګلارې په حیث کار واخلي. البته هغو شرایطو په پام سره که داسې طرحه جوړه شوې هم وای، ښايي طبیعي به یې نه شوه لرلای ځکه چې ان د اروپا د رنیسانس او دې ته ورته نورو لویو تحولاتو لپاره هم کومه جامع تګلاره نه وه. حقیقت دا دی چې لوی تاریخي – تمدني بهیرونه په مصنوعي ډول نه شو طرحه کولای او د هغوی په جوړښت کې ګڼ لوی او واړه عوامل برخه اخلي نو په اسلامي نړۍ کې د نوپالنې او نواندۍ بهیر ته زموږ دغه لید هم د قضاوت په نیت نه دی او باید چې نه وي.

څه چې موږ اوس ورته اړتیا لرو د دې تجربې کتنه ده چې له یوې خوا په دې لاره کې له ترسره شویو هڅو سره اشنا شو او له بلې خوا د امکان تر بریده د دغو مقولو او مفاهیمو د رامنځته کېدو سیاسي، فرهنګي او ټولنیز عاملونه وپېژنو او که چېرې نیمګړتیاوې په کې وي، ورباندې پوه شو چې د خپل راتلونکي مسیر د رسمولو لپاره له دې بډایې تجربې څخه ګټه واخلو. په دې لحاظ، د نواندۍ او ورپورې تړلیو تحولاتو پېژندل، د یوه امت د زېږېدنې او د یوه تمدن د بیارامنځته کولو د څرنګوالي پېژندل دي.

تر هغې پورې چې زموږ د سرلارو جمعي شعور له دې پدیدې سره په میتودولوژیکه بڼه اړیکه پیدا نه کړي او له عواطفو او احساساتو پرته دا تجربه ونه سپړي، دا به ستونزمنه وي چې د اصلاح او روښانتیا په لاره کې له جدي تېروتنو ډډه وشي ځکه چې د راتلونکي په لوري د سم حرکت لپاره پر تېرو تاریخي تحولاتو پوهېدا لازمه ده او یوازې د فیزیکي تحولاتو پر تاریخ پوهېدا نه، بلکې د فکرونو او اعتقاداتو پر تاریخ پوهېدا هم پوره مهمه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *