ژباړن: محب‌الله زغم

۳. «بل» زموږ په ذهن کې

مخکې یاده شوه چې د مسلمانانو نوی شعور «بل محوره» دی او په دې شعور کې ډېر څه د «بل» پر وړاندې له عمل او عکس العمله راټوکېدلي دي. «بل» هغه دی چې زموږ او د هغه تر منځ د متفاوتو هویتونو پوله پیدا کېږي او پردیتوب زېږوي. موږ پر هغه څه چې د دې دېوال هاخوا ته دي، چندانې نه یو خبر او د «بل» دنیا زموږ لپاره پردۍ، مبهم، ناڅرګنده او ناپېژندلې ده ځکه خو راته وېروونکې ښکاري. دغه «بل» زموږ پر وړاندې ولاړ دی او زموږ هویت ننګوي. که د هغه پر وړاندې غلي او بلاتکلیفه پاتې شو، او ورنه په شا شو، زموږ امنیت به رانه واخلي ځکه چې زموږ وجودې پولې له خطر سره مخ کوي. موږ مجبوره یو چې ځانونه ورته تیار کړو او د هغه د هر تېري پر وړاندې دفاع ته چمتو شو. دا چې د دې تقابل منطق د جنګ او دښمنۍ منطق دی نو لازمه نه ده چې تل د هغه برید ته منتظر پاتې شو او دفاع وکړو، بلکې کولای شو او کله کله لازمه ده چې موږ وار ړومبی کړو او پخپله برید وکړو چې هغه دفاعي حالت ته مجبوره کړو. همدا ده چې زموږ او د «هغه» تر منځ رابطه، د جنګ او دښمنۍ رابطه شي. موږ له «هغه» سره معامله او راکړه ورکړه نه کوو ځکه چې په جنګي فضا کې له بري پرته بل لومړیتوب نه وي. که هغه د سولې او دوستۍ پیغام راولېږي، باور ورباندې نه شو کولای ځکه کېدای شي کوم چل په کې وي. د احتیاط په پار، بهتره ده چې منفي احتمالاتو ته لومړیتوب ورکړو او پر دې فکر وکړو چې «هغه» به په دې کار کې څه مطلب ولري. تر هغې پورې چې زموږ لانجه ختمه شوې نه وي، د وضعیت بدلېدو او د خپل دریځ تغییرولو ته اړتیا نه وینو.

دا د موږ او «بل» د کیسې فرضي سناریو ده. دلته زموږ لپاره «بل» هغه دی چې د نوي تمدن په قالب کې راڅرګندېږي او غرب بلل کېږي. «بل» کېدای شي ګڼ وي او هندو، بودایی، اسیایي تمدنونه، افریقايي ملتونه، او ان د استرالیا او لاتینې امریکا بومي وګړي هم راونغاړي. خو د تاریخي تحولاتو پر اساس، اوس زموږ لپاره «بل» غرب دی. غرب یانې هغه تمدن چې اصلي ټکي یې له یهودیت، مسیحیت او د یونان او روم د لرغونو تمدنونو له پاتې شونو رغېدلي دي او تر رنیسانس او مډرنیزم وروسته رامنځته شوي بدلونونه چې نوې دنیا یې رامنځته کړې، هم په کې زیات شوي دي.

زموږ په ذهن کې دغه «بل» له هغه تصویر/تصویرونو څخه راټوکېدلی چې له «هغه» مو اخیستی دی ځکه چې زموږ نړۍ، د تصویرونو نړۍ ده. موږ په فردي او ټولنیز ډګر کې خپل ژوند د هغو تصویرونو پر اساس تنظیموو چې د ځان، بل، نړۍ، ژوند، تاریخ، طبیعت او ماورأالطبیعته یې په ذهن کې جوړوو. دغه تصویرونه هم کېدای شي د محسوسو او ملموسو واقعیتونو عیني تصویرونه وي، هم کېدای شي زموږ په خیال، او توهم کې راټوکېدلي ذهني تصویرونه وي او هم کېدای شي د دواړو ډولونو ترکیب اوسي.

د مسلمانانو په نوي شعور کې، «بل» محوري او مرکزي ځای لري او زموږ اکثره تصمیمونه، دوستۍ، دښمنۍ، هدفونه، او سټراټیژۍ پر همدې اساس رامنځته کېږي. موږ او د غرب تمدن، اسلام او غربي تمدن، د شرق او غرب رابطه، د اسلام او فرنګ رابطه، او داسې نور اصطلاحات ټول هغه تعبیرونه دي چې زموږ د پېر د سرلارو په جمعي شعور کې پر دغه اساسي عنصر دلالت کوي. (1)

خو، زموږ په ذهن کې د «بل»/غرب تصویر مختلف پوړونه لري. که چېرې د دې قضیې تاریخي، فرهنګي، فلسفي، وګړپوهنیز، ټولنپوهنیز، ارواپوهنیز او نور اړخونه له پامه وغورځوو او یوازې یې دیني یا سیاسي اړخ په پام کې ونیسو نو ورسره د خپلې رابطې په جوړولو کې به تېر وتي یو. له «هغه» سره زموږ د اړیکې څرنګوالي زموږ د ذهني، مالي، ټولنیز، سیاسي او فرهنګي ځواک زیاته برخه له ځان سره بوخته کړې ده. (2)

دا چې ولې په تېرو دوو پېړیو کې د اسلامی نړۍ د رنیسانس لپاره هلو ځلو لا مطلوبه بریا نه ده لرلای او موږ یې له کړکچېن وضعیته نه یو ایستلي، ګڼ داخلي او خارجي دلیلونه لري. یو دلیل یې دا دی چې موږ له بل سره د تقابل په ستومانوونکي څرخ راګېر شوي یو چې دواړو ته ګران تمام شوی خو موږ ته لا زیات ګران پرېوتی دی. د فقید مراکشي فیلسوف، محمد عابر جابري په وینا، دا چې زموږ رنیسانس د غرب تر رنیسانسه له زیاتو ستونزو سره مخ شوی دی، یو عامل یې په دې بهیر کې د «بل» عیني او ذهني حضور دی چې د رنیسانس پر لوري او خوځښت نېغ په نېغه اثر لري. (3)

موږ کولای شول او کولای شو چې دا تصویر له سره وګورو او پوه شو چې دا کیسه څومره رښتیا ده او څومره زموږ په درد لګېږي. باید دې ته وګورو چې دغه له پېچلیو عیني او ذهني عواملو رغېدلي تصویرونه چې میتودولوژیک نقد ورباندې نه دی شوی، د تمدني بیارغاونې پر لاره زموږ له حرکت سره اړخ لګوي که نه. لومړی باید دې ته پام وکړو چې زموږ په ذهن کې د «بل» تصویر څو پوړونه لري او له څرنګه رغېدلی دی.

د دې تصویر لومړنی پوړ، د دین په اساسي نصوصو پورې اړه لري چې په قران مجید، نبوي حدیثونو او له یهودو او مسیحیانو سره د مسلمانانو د مخامخ کېدو په لومړنیو خبرونو کې راغلي دي. د قران مکي ایتونه چې د مقدس متن زیاته برخه جوړوي (4)، د «بل» په اړه له دښمنۍ ډک دریځ نه لري. په هغه پړاو کې تر ټولو زیاته لانجه له هغو مشرکانو سره وه چې له اسماني دینونو سره اړخ نه لګوي. په دې وخت کې، که د اهل کتاب/ یهود او مسیحیت ذکر کېږي، یا د هغوی تایید خبره کوي او په ابراهیمي سنت کې د اسلام لرغونې شجره راپېژني او یا داسې سوکه نقد ورباندې کوي چې حساسیت نه راپاروي.

خو، د قران په مدني ایتونو کې د «بل»/ اهل کتاب پر وړاندې تر پخوا تونده غاړه کارول کېږي او دا غاړه په سیاسي او نظامي ډګرونو کې له وضعیت سره سم کله لوړېږي او کله ټیټېږي. اکثره مسلمانان چې د قران متن د ایتونو له تاریخي سیاق/ شأن نزول پرته لوستي دي، د «بل» یا اهل کتاب په اړه راغلي ایتونه تعمیم کړي دي او ترتاریخ او زمانه یې اړولي دي. دوی دا خبره هېره کړې ده چې دا ایتونه د هغو خاصو پېښو په اړه دي چې د تاریخ په یو خاص پړاو کې پېښې شوې وې. زموږ په ذهن کې د «بل» په اړه د تصویر همدغه پوړ تر ټولو پخوانی او ژور پوړ دی چې د قران له برسېرن تلاوت او د کلیشه يي تفسیرونو له تکرار سره، په نویو تاریخي مناسبتونو کې بیا بیا رابرسېره کېږي. پر دې ایتونو زموږ فهم نېغ په نېغه د هغو تفسیرونو تر اغېزې لاندې دی چې له خورا پخوا څخه په میراثي بڼه راپاتې دي او چا د دغو تفسیرونو وار له مخې فرضونه له سره نه دي ارزولي. نن سبا همدا چې له «بل» یانې اهل کتاب سره مخ کېږو، زموږ په ذهن کې همدغه پوړ ځان راښيي او د نننیو پېښېدونکو حوادثو پر وړاندې زموږ لید تر اغېزې لاندې راولي. په تېرو سلو کلونو کې په هاغه تاریخي دورې پورې اړوند ایتونه په کراتو په اوسنیو حوادثو پورې تړل شوي دي. ان زموږ د ځینو دیني ډلو او جماعتونو په باور له «بل» سره زموږ ډیپلوماټیکي اړيکي هم د داسې ایتونو پر اساس تعینېږي، لکه دا یو: “و لن ترضی عنک الیهود و لا النصاری حتی تتبع ملتهم” (5) یانې: او هېڅکله به یهودیان او مسیحیان له تا راضي نه شي مګر دا چې د هغوی د دین پیروي وکړې. یا دغه آیت: “و من یتولهم منکم فإنه منهم” (6) یانې: او په تاسو کې چې هر څوک له هغوی (نامسلمانانو) سره دوستي وکړي، د هغوی دی. د دغو ډلو له خوا همداسې ډېر نور ایتونه هم د دښمنۍ په بڼه کارول شوي دي.

د «بل»/ اهل کتاب په اړه زموږ د ذهنیت بل پوړ د اسلامي فتوحاتو په دورې پورې اړه لري چې د مسلمانانو د دویم خلیفه له وخته پیل شوه او د اموي خلیفه ګانو تر دورې پورې وغځېده. دې وخت کې مسلمانانو د شرقي روم له امپراتورۍ سره سختې جګړې تېرې کړې. تر دې دې مخکې، د مدیترانې شاوخوا سیمې د څو پېړیو لپاره په مسیحي – رومي تمدن پورې اړه درلودې. تر دې فتوحاتو وروسته د مدیترانې جنوب شرقي او جنوب غربي نیمه د مسلمانانو خاوره شوه او د «بل»/ اهل کتاب د نفوذ حوزه د مدیترانې شمالي برخو ته راکمه شوه. د سیاسي او نظامي تقابل په کلونو کې داسې سیاسي ادبیات رامنځته شول او داسې لید یې رامنځته کړ چې د «بل» په اړه زموږ د ذهنیت دویم پوړ جوړوي. خبره تر دې بریده رسېدلې وه چې «غزو روم» ته ورتګ د مسلمانانو په تاریخ کې په یو لوی فضیلت بدل شو او ځینو دیني عالمانو او سرلارو هڅه کوله چې دا فضیلت له لاسه ورنه کړي. د عبدالله ابن المبارک مشهور شعر چې تر ننه پورې هم د جهادي ډلو له خوا ویل کېږي، د همدې چلند یادونه کوي:

یا عابد الحرمین لو أبصرتنا

لعلمت أنک فی العبادة تلعب

من کان یخضب خده بدموعه

فنحورنا بدمائنا تتخضب (7)

یانې: اې هغه څوک چې د حرمینو په خاوره کې په عبادت لګیا یې، که موږ دې لیدلي وای، پوه شوی به وې چې ته له عبادت سره په ساتیرۍ اخته یې …  هغه څوک چې اننګي یې په اوښکو رنګول کېږي، پوه دې شي چې زموږ مرۍ زموږ په وینو رنګول کېږي.

په دې برخه کې زموږ د ذهنیت درېیم پوړ، د صلیبي جګړو د ترخو او وینلړلو پېښو څخه رامنځته شوی دی چې تر ننه پورې د دواړو غاړو په جمعي حافظه کې هماغه پیاوړی پاتی دی. دغو جګړو چې نږدې یوه پېړۍ وغځېدې، د دواړو خواوو تر منځ یې د دښمنۍ فضا اوج ته ورساوه. دې سره له «بل» سره زموږ اړیکو د وینو رنګ واخیست او له «بل» سره د اړیکي د هر ډول پله د جوړولو لاره یې راوتړله. صلیبي جګړې د مقابل لوري په نظر د خپلو له لاسه تللیو نیمايي ځمکو بېرته نیول وو او زموږ لپاره وحشیانه او ویجاړوونکی برید.

زموږ د ذهنیت څلورم پوړ، په هغو وختونو کې راوټوکېد چې موږ یې د استعمار په نامه پېژنو. دا هاغه مهال و چې اروپايي پرمختللي او صنعتي هېوادونه د منځني ختیځ، افریقا، د هند براعظمګي، او سویل ختیځې اسیا خوا ته رامات شول. دغه ستره تاریخي پېښه له لوړو ځوړو سره مله وه او پراخې اغېزې یې لا تر اوسه دوام لري. په دې دوره کې د تر استعمار لاندې هېوادونو د پانګې او اوومه توکو یوه برخه لوټ تالان شوه، ظلمونه وشول او جګړې وشوې نو په دې اساس پولې رامنځته شوې، نوي ملي هویتونه راوزېږېدل، نوې دښمنۍ او نوې ملګرتیاوې ورغېدې. په حقیقت کې داسې نوې نړۍ رامنځته شوه چې په رامنځته کولو کې یې د استعماري ځواکونو ګټې له اساسي عاملونو څخه وو. په دې منځ کې تر ټولو لویه مسأله د اسلامي نړۍ په زړه کې د اسراییل د دولت جوړېدل وو چې دا کار د غرب په مستقیمه مرسته او ملاتړ وشو او تر ننه پورې هم د ژور او خطرناک کړکېچ منبع ده.

اوس که د دې پدیدې یانې د «بل» په اړه زموږ د ذهنیت د رغېدلو کُلیت ته وکتل شي، وبه وینو چې د دې بهیر په ځینو پړاوونو کې د «بل» په اړه یوازې منفي خبرې نه دي شوې بلکې ځینې مثبتې خبرې هم په کې لیدل کېږي. مثلاً، په لومړي پوړ کې چې د دیني نصوصو پر اساس رامنځته شوی، د هغو ایتونو او حدیثونو تر څنګ چې له اهل کتاب سره د دښمنۍ خبره کوي، په ځینو موردونو کې اعتراف هم شوی دی چې هغوی ټول یو شان نه دي او ځینې یې ښه خویونه او نیک صفتونه لري، مثلاً دغه آیت: مثلا این آیه: لیسوا سواء من أهل الکتاب أمة قائمة یتلون آیات الله آناء اللیل و هم یسجدون. یؤمنون بالله و الیوم الآخر و یأمرون بالمعروف و ینهون عن المنکر و یسارعون فی الخیرات و أولئک من الصالحین. (8) د فتوحاتو په تاریخي دوره کې هم، وروسته تر هغې چې اسلامي امپراتوري د خپل اقتدار اوج ته رسېدلې وه، د «بل» علمي میراث ته په ښه نظر وکتل شو او د مسلمانانو ژبو ته راوژباړل شو. دې وخت کې هڅه وشوه چې د دې راکړې ورکړې په مټ اسلامي تمدن بډای شي. دا د دې شي نښه ده چې هاغه مهال «بل» یو مخ شریر نه ګڼل کېده.

د استعمار په دوره کې قضیه لا پېچلې شوه ځکه چې له «بل» سره زموږ اړیکو په څرګنده توګه متناقضه بڼه غوره کړه. له یوې خوا، غرب د امپریالیست، لوټمار، او د شرارت د سېمبول په بڼه وپېژندل شو نو دا داسې دښمن و چې له ماتولو پرته یې بله لاره نه وه. له بلې خوا، غرب د پرمختګ، پوهې، نظم، قانون، قدرت او ثروت د سېمبول په توګه هم وپېژندل شو چې ورسره د اړیکو جوړولو ته زوړنه تخنېدل او کله کله له دې پرته بله چاره نه وه. لومړی تصویر د کرکې سبب کېده او خلک یې مبارزې ته هڅول او دویم تصویر د نزدیکت او اړیکو او کله کله د دوستۍ عامل. نه د غرب هغې ښېګڼې د دې سبب کېدې چې له استعماره لاس په سر شي چې د نورو زړه ارام ومومي او نه د غرب عیبونه د دې سبب کېدل چې وشو کولای یومخ اړیکي ورسره پرې کړو. د نړۍ شرایط هم دا ځل هغسې نه وو چې څوک دې له چا بې نیازه وي او یواړخیز تصمیم ونیوای شي. نه استعمارګر کولای شول په ارام زړه خپل راج چلولو ته ادامه ورکړي او نه استعمارېدونکي کولای شول چې ځان له هغه بې نیازه وګڼي او اړیکي ورسره پرې کړي.

د غرب په اړه زموږ متناقض تصویر، زموږ د سرلارو د دریځونو ترمنځ هم د جدي تناقضاتو سبب شوی دی او کله کله یې سختې داخلي شخړې رامنځته کړې دي. هغوی چې د غربي تمدن مثبتونو اړخونو ته کتل، ویل به یې چې موږ هم باید همدا لاره په مخ کې ونیسو او زموږ د ملتونو د پرمختګ یوازینۍ لاره همدا ده. خو په بله خوا کې بیا هغه کسان وو چې د غرب استعماري او پراختیاغوښتونکي تمایلات یې تر نظر لاندې وو. دوی ته د ژغورنې لاره مبارزه ښکارېدله، دا که منفي مبارزه وي لکه د غربي محصولاتو له پېرلو ډډه کول، که مثبته وي لکه مخامخ او بې باکه مقابله.

دا ځل نو د «بل» یا غرب په اړه زموږ ذهنیت تر بهرني بُعد سربېره، کورنی بُعد هم مومي. مانا دا چې په بهر کې له غرب سره له مقابلې سره هممهاله، د ځینو ډلو له خوا له هغو بهیرونو سره هم مقابله پیلېږي چې د دوی په باور، په کور دننه د غربي فرهنګ په دودولو او د هغوی د نفوذ په پراخولو لګیا دي. کله خو له کورنیو بهیرونو سره مقابله ورته لومړیتوب ښکاري. په مقابل لوري کې بیا هغوی چې غرب ته یې تمایل درلود، د دې لیدلوري مخالفان یې د ارتجاع او وروسته پاتې والي مدافعان ګڼل چې د شرقي ملکونو د پرمختګ خنډ ګرځي. دغه لانجې هم مسلمانانو ته ګرانې پرېوتې او لا ختمې شوې نه دي.

د یادولو ټکی دا دی چې د «بل» په اړه زموږ د اوسني ذهنیت په رغېدو کې د «بل» میتودولوژیکه مطالعه نقش نه دی لرلای. مانا دا چې زموږ د فکري سرلارو تر منځ شوي بحثونه د داسې ځانګړې پوهې د رامنځته کېدو سبب نه دي شوي چې د نورو پوهو په شان خپل میتودیک اساسات ولري. دغه بحثونه اغلباً ایډیالوژیکه بڼه لرلې ده. په مقابل لوري کې یانې زموږ په اړه د «بل» یا د غرب لیدلوري له امله ورو ورو یو علم رامنځته شو چې استشراق یا ختیځپوهنه نومېږي. ختیځپوهنې له خپلو ګڼو څانګو سره هڅه کوله چې زموږ په اړه خپل شناخت زیات کړي. دې نوې پوهې د غرب په اکاډیمیکو محیطونو کې ځان ته لاره پیدا کړه، ګڼ کتابونه یې راوپنځول او څېړنې یې رامنځته کړې چې زموږ په اړه د غرب د ذهنیت مهمه برخه جوړوي. (9)

دا سمه ده چې پر ختيځپوهنې عمده نیوکې شوې دي. یوه نیوکه دا ده چې دا پوهه د حکومتونو د استعماري هدفونو او د کلیساګانو د مذهبي هدفونو په چوپړ کې پاتې شوې ده او علمي بې طرفي یې نه ده ساتلې. بله دا چې د غربیانو په دې لید کې یو ډول غیرعلمي شی انګېرنه (هغه لید چې هر څه ته د شي په سترګه ګوري او انسان هم ورته شی ښکاري) لیدل کېږي چې د ډیالوګ او مفاهمې پر مخ لاره بندوي نو نګه او بې عیبه پوهه ورنه نه بودېږي. همدارنګه ویل شوي دي چې ختیځپوهنه له داسې قضاوتونو سره تار لري چې ریښه یې په تاریخي دښمنیو کې ده او د ډیرو ختیځپوهانو څېړنې د صلیبي جګړو او نورو تاریخي پېښو تر اغېزو لاندې راغلې دي چې دا شی له بل سره دښمني او له بله وېره زېږوي. (10)

دا چې دغه نیوکې څومره پیاوړې دي او دا چې د ختیځپوهنې ټولو څېړنو ته ګوته نیول کېدای شي که نه، جلا بحث غواړي خو لږ تر لږه دا واقعیت څرګندوي چې مقابل لوري د خپل شناخت او پوهې د زیاتولو په خاطر دغه پوهه رامنځته کړې ده او په دې کار کې یې له اکاډیمیکو وسیلو استفاده کړې ده، ان که د دوی نیتونه نامطلوب او غرضي هم وي.

سره له دې چې په دې وروستیو کې زموږ ځینو متفکرانو لکه حسن حنفي بلنه ورکړې ده چې د غربپوهنې یا «علم الاستغراب» په نامه یوه پوهه دې رامنځته شي خو په دې برخه کې د «بل» په اړه زموږ پوهه تر دې دمه له نیمګړتیاوو او فقره ځورېږي. تر حسن حنفي مخکې هم ځینو مسلمانو متفکرانو د غربي تمدن د پېژندلو په اړه ځینې کتابونه کښلي دي خو دغه هڅې فردي وې او تر اوسه په دې نوم کومه پوهه نه ده رامنځته شوې. څه چې د «بل» په اړه زموږ انګېرنه ورنه رغېدلې ده، ایډیالوژیک مبحثونه دی نه اکاډیمیکه پوهه. (11)

زموږ ځینو ایډیالوژیکو بهیرونو شرق/ اسلامي نړۍ د غربیانو قرباني ګڼلی او داسې ادبیات یې راپنځولي دي چې په هره لویه او وړه چاره کې د بل توطیه دخیله ګڼي. د دې انګېرنې پر اساس مقابل لوری مطلق شر دی حال دا چې انسان او هر انساني محصول په ندرت سره مطلق شر یا مطلق خیر اوسېدای شي او اغلباً خیر و شر سره خوا په خوا وي. انسانپېژندنه راته وايي چې انسان نه ملک (پرښته) دی، نه دېو او څه چې د انسانانو په عالم کې پېښېږي نه یومخ ښه وي، نه یومخ بد. د چا د ښېګڼو په خاطر باید د هغه عیبونه هېر نه کړو او د چا بدګڼې باید زموږ سترګې د هغه پر ښېګڼو پټې نه کړي. د توطیې په تیورۍ کې دغسې لید نشته او مقابل لوری مطلق دېو انګېرل کېږي چې د هغه هرڅه شر وي، ان که ځینې کارونه یې ظاهراً ښه هم ښکاره شي خو په باطن کې به تاواني او بد وي.

زموږ په هېواد کې دغه غرب دښمنه ادبیات هم د چپي ایډیالوژیو له خوا رواج شول او هم د ځینو مذهبي ډلو له خوا او نتیجه یې دا شوه چې د غرب د پېژندلو لپاره هېڅ جدي هڅه ونه شوه. کله چې علمي شناخت نه وي نو ځای به یې داسې شناخت ونیسي چې پر مخکینیو قضاوتونو او سیاسي جنجالونو ولاړ وي. دا ډول پېژندنه چې له میتودیکي نیمګړتیاوو سره مله وي، د تصمیمونو او دریځونو مبنا ګرځي او خبره یې د سیاسي، نظامي، فرهنګي او … په بُعدونو کې تر ملي سټراټیژیو پورې رسېږي. د دې شي نمونې د عربو په ملتپالو نظامونو او د ایران په انقلاب کې لیدای شو. فلسطیني ټولنپوه، هشام شرابي په دې اړه وايي چې دا په دې ټولنو کې د پلارواکۍ پر ضد انقلاب نه و بلکې د تجدد او عصري کېدو پر ضد انقلاب و. کله چې سټراټیژۍ د وار له مخکې فرضیو پر اساس جوړېږي، دغه سټراټیژۍ سختې ایډیالوژیکې او له علمي ملاتړه بې برخې وي نو سړی وار له مخکې پوهېږي چې دا به څرنګه نتیجه ورکوي. مختلفو ایډیالوژیکو نظامونو دا خبره ثابته کړې ده.

له بلې خوا، هغه لویې سیاسي – ټولنیزې کړنې چې ایډیالوژیکه او بل دښمنه بڼه ولري، همدغسې غبرګونونه راپاروي او د بل په ګټه تمامېږي. د بل غبرګون به هم ایډيالوژیک وي او اساس به یې له بله وېره او له بل سره دښمني وي. بل هم د داسې مفکورو په تولید او د داسې بحثونو په دودولو لاس پورې کوي چې د مقابل لوري له هڅو سره یو شان وي. په دې اخ و ډب کې د مقابل لوري بل دښمنه دریځ دلته له اسلام سره دښمني ګڼل کېږي او ویل کېږي چې موږ خو په حقه وو نو دا سند په لاس ورځي چې د خپلې ایډیالوژۍ لپاره لا نور زیات پېرېدونکي ومومي. په دې توګه په دواړو خواوو کې د کرکې او ډار د تولید معیوب څرخ په څرخېدو شي او جمعي شعور له وسوسو سهر مخ کوي.

په دې منځ کې بیا ځینو متفکرانو ته معلومېږي چې موږ هم د ناروغۍ په تشخیص کې تېر وتي یو او هم یې په درملنه کې. دوی پوهېږي چې له داسې تفکر سره موږ خپل دروني عیبونه هم له بله ګڼو او نه غواړو خپلې نیمګړتیاوې ومنو. له داسې طرز فکر سره د تفکر، اخلاقو او سلوک په برخو کې زموږ پر تېروتنو نقد نه کېږي او سمېږي هم نه نو ورځ تر بلې مو تېروتنې لاپسې زیاتېږي.

زموږ ځینو متفکرانو له هماغه پیله دې خطر ته متوجه وو او د خپل دروني وضعیت د سمولو اړتیا ورته ښکاره وه. دغه متفکرانو به ویل چې اول به خپل دروني وضعیت سموو او بیا به له بل سره غږېږو، که نه نو له بله سره مقابله ګټه نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *