تاند- وال ستریت ژورنال ورځپاڼې د شنبې د ورځې په ګڼه کې د ځینو افغانانو له لوري ایمرجنسي یا د عاجلو خدماتو څانګې ته د مزاحمو ټېلفونونو په اړه په لیکنه کې ویلي چې افغانان د عاجلو خدماتو په څانګه کې د مینې په لټه کې دي.

ورځپاڼه وايي، د فېسبوک او انترنیت په عصر کې ځیني افغان نارینه لا هم له نجونو سره د تار پیدا کولو په هیله له زړې شېوې کار اخلي.

ورځپاڼه وايي چې دا شمېر افغانان د ایمرجنسي څانګې اپراتورانو ته ټېلفون کوي او ورته وايي چې «راباندې ګرانه یې.»

د کابل د پولیسو او ایمرجنسي خدماتو څانګه وايي چې اپراتورانو ته یې د ورځې شاوخوا ۷۰ مزاحم ټېلفونه کېږي.

د ایمرجنسي خدماتو یوې کارکوونکې فتانه یلدا وال ستریت ژورنال ته ویلي، په ځانګړي ډول بې سوادان زیات مزاحمت کوي، موږ دوی ته وایو چې ۱۱۹ شمېره د عاجلو حدماتو لپاره ده، مصروفه یې مه ساتئ.

یوې بلې اپراتورې (ویدا) وویل، ځیني ټېلفون کوونکي ملنډې وهي، مثلاً وايي چې غوا یا پسه یې ورک شوی دی، چې کله ورته ووایم، چا غلا کړی، په ځواب کې وايي:«ته پولیسه یې باید راته پیدا یې کړې.»

لیلما فاروقي، چې په دې مرکز کې یې ۸ کاله کار کړی، وايي، سره له دې چې نارینه پوهېږي چې په دې ډول څوک موندلی نه شي خو دوی یوازې له پردیو نجونو سره له خبرو خوند اخلي.

دا وايي، مزاحم ټېلفون کوونکي وايي:«ستا ږغ مې خوښېږي، راځه چې سره ملګري شوو، د ټېلفون شمېره دې راکړه.»

لیلما وايي چې غوږونه یې له ډول خبرو ډک دي.

د ګڼ شمېر مزاحمو کسانو شمېرې بلاک شوي. وال ستریت ژورنال وايي، کله چې یې د بلاک شویو کسانو د لیست له مخې، ځینو ته ټېلفون وکړ، هیڅ یوه دا خبره نه منله چې د ټېلفون له لارې یې څوک مینې ته دعوت کړي دي.

ورځپاڼې ته د غزني اوسېدونکي حسین وویل:«ما هیڅکله ۱۱۹ شمېرې ته ټېلفون نه دی کړی.»

حسین، چې دوکاندار دی وايي«دا ډول مزاحمت د اسلام ضد عمل دی.»

ځینو نورو هم ۱۱۹ شمېرې ته له زنګ وهلو انکار وکړ خو دا یې ومنله چې له یو شمېر پردیو نجونو سره یې وروسته له دې خبرې کړي چې لومړی هغو ورته ټېلفون کړی دی.

ځینو مزاحمانو اعتراف کړی چې په ځلونو سپک شوي دي. د دوی په منځ کې یو هم د کابل پوهنتون یو محصل دی، چې ورځپاڼې یې نوم نه دی خپور کړی. ده وال ستریت ژورنال ته ویلي چې «یوې نجلۍ ته ټېلفون وکړ، هغې سپکې سپورې راته وویلې.»

د ایمرجنسي خدماتو نارینه اپراتوران وايي چې ځیني نجونې هم د مزاحمت لپاره ټېلفون کوي.

د ذکرالله په نوم اپراتور وویل:«یوه ورځ یوې ښځې زنګ وواهه، ویې ویل، غواړم چې درسره ملګرې شم. ما ورته وویل چې لطفاً دا شمېره په دې خبرو مصروفه مه ساته.»

One thought on “وال ستریټ ژورنال: افغانان په موبایل ټېلفون نجونو ته مزاحمت کوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *