تاند- وال ستریت ژورنال ورځپاڼې د یکشنبې په ګڼه کې لیکلي، جنرال دوستم، چې د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي په جنسي ځورونې او وهلو تورن دی، په وروستیو ورځو کې ځان ته بله ربړه هم جوړه کړه.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، دوستم د لویې څارنوالۍ له لوري د ده د ساتونکو د نیولو لپاره د لېږل شویو پولیسو مخه نیولې او د کابل په یوه ستراتیژیکه غونډۍ کې یې دوې پوستې نیولي دي.

د وال ستریټ ژورنال راپور وايي، ښاغلي دوستم پولیس پرې نښودل چې د ده ساتونکي د احمد ایشچي د قضیې په تړاو ونیسي.

ورځپاڼه وايي چې دې مسلې له دغه پخواني جګړه مار سره د ولسمشر غني اختلاف نور هم زیات کړی دی.

راپور زیاتوي چې د دوستم ملېشو پر وزیراکبرخان مېنه دوی ستراتیژیکې پوستې نیولې دي.

چارواکي وايي چې د ۷۰۰ او ۱۰۰ تنو ترمنځ ملېشه د جنرال دوستم ساتنه کوي او له همدې کبله له څو اوونیو راهیسي پولیس د ده د نهو متهمو ساتونکو په نیولو نه بریالي کېږي.

دوستم د ایشچي د نیولو، وهلو او جنسي ازار تورونه ردوي خو دې ته حاضر نه دی چې په خپله یا یې ساتونکي د څارنوالانو پوښتنو ته ځواب ووايي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *