په کوڅه کې څوک نه ښکاریدل. واوره د شپې پيل شوې وه او لاهم څپک څپک وریده، خو د ختیځ لور ته د ځنګله په سر وریځې لږ سره نرۍ شوې وې او داسې ښکاریدې لکه د سپینې پردې شاته چې تت څراغ لګیدلی وي.
له لرې یوه سپي رامنډه کړه. تور غټ سپی و. حیرانه شوم چې څه وکړم. دورې هورې مې وکتل هره خوا واوره وه، څه نه ښکاریدل چې راویې خلم. چې سپی رانژدې شو په غپا شو خو مخته نه راته. د کوڅې له کونجه یو سړی راښکاره شوه سپي ته یې ورنارې کړې. سپي لکۍ وخوځوله او ځوړند غوږونه وررهي شو.
چې دې سړي ته ورنژدې شوم. ده د سپي په خوله کې د اوسپنې قفسچه ورواچوله. دلته په پراګ کې خلک هغه سپو ته چې داړل کوي یا د اوسپنې او یا هم د پلاستیک یوه قیزه ډوله جالۍ خولې ته وراچوي.
دغه سړي ته مې وویل:
– له دې سپي سره دې احتیاط کوه خطرناکه دی
سړي له جیبه خوراکي څه راوایستل او د جالۍ له غارو یې د سپي خولې ته ونیول، بیا یې راته وویل:
– ما واوره توږله، ورخلاص و دی وتلی و
چې څو ګامه ترې مخکې شوم. دې سړي راغږ کړل:
– که څه مرسته وکړې
– پیسې نه لرې؟
– حکومت همدومره راکوي چې زما خرڅ وشي سپی مې وږی دی
– خو مه یې ساته
ده د سپي پر سر لاس تیر کړ:
– په دې ټوله دنیا کې له دې سپي پرته څوک نه لرم چې پیسې نه راکوې دغه خو مه وایه
– ما څو میده پیسې ورته ونیولې
ده د سپي په غوږ کې څه وویل او سپي رامنډه کړه زما په پیښو کې ورغښت.
«- حکومت همدومره راکوي چې زما خرڅ وشي سپی مې وږی دی
– خو مه یې ساته
ده د سپي پر سر لاس تیر کړ:
– په دې ټوله دنیا کې له دې سپي پرته څوک نه لرم چې پیسې نه راکوې دغه خو مه وایه»
رښتیا هم لکه څنګه چې پسرلي صاحب یې انځور کاږي؛ د بوختي او سرمایه پالي نړۍ یوه ناځوانه خاصه دا ده چې، د ټولني وګړي
د عمر په پای کې کرار کرار له فردي او تر ډیره هم ټولنیزي خواخوږۍ او را شه درشي څخه، ځان بې برخي احساسوي او ددولتي ماشین د بیرو کراسۍ څپي یې په مخه اخلي.
خټین انسان کله چې ځان د نورو له نظره لویدلی او ګوښی وویني، بیا د ژویو و ملګرتیا ته زړه ښه کوي، پناه ور وړي او دزوندانه جنازه پرخبلو اوږو بار د سپیانو او پشیانو په ملتیا تر منزله رسوي، خپله خوښي او غم ورسره ویشي او خپله سپوره ټکله د ناچارۍ له مخي له خپلو بې باکه، مینه ناکو، مینه والو سره ویشي!
«- حکومت همدومره راکوي چې زما خرڅ وشي سپی مې وږی دی
– خو مه یې ساته
ده د سپي پر سر لاس تیر کړ:
– په دې ټوله دنیا کې له دې سپي پرته څوک نه لرم چې پیسې نه راکوې دغه خو مه وایه»
رښتیا هم لکه څنګه چې پسرلی صاحب یې انځور کاږي؛ د بوختي او سرمایه پالي نړۍ یوه ناځوانه خاصه دا ده چې، د ټولني وګړي د عمر په پای کې کرار کرار له فردي او تر ډیره هم ټولنیزي خواخوږۍ او را شه درشي څخه، ځان بې برخي احساسوي او ددولتي ماشین د بیرو کراسۍ څپي یې په مخه اخلي.
خټین انسان کله چې ځان د نورو له نظره لویدلی او ګوښی وویني، بیا د ژویو و ملګرتیا ته زړه ښه کوي، پناه ور وړي او دزوندانه جنازه پرخبلو اوږو بار د سپیانو او پشیانو په ملتیا تر منزله رسوي، خپله خوښي و غم ورسره ویشي او خپله سپوره ټکله د ناچارۍ له مخي له خبلو بې باکه، مینه ناکو، مینه والو سره ګډوي!