تاند- د چین خبري اژانس سینهوا وايي، لکه چې د طالبانو جګړه کافي نه وه چې زورورې واروې او سختې یخنۍ د افغانانو په تېره بیا د جګړې له لاسه د کورنیو بې ځایه شویو مصیبتونه نور هم زیات کړل.
اژانس وايي، یوه څلوېښت کلن بې ځایه شوي افغان، چې میراجان نومېږي، د جمعې په ورځ ورته وویل:«نن داسي هیڅ شی نه لرم چې خپله خیمه پرې توده کړم، دومره خواړه نه لرم چې د ماشومانو نس پرې موړ کړم. د هوا سړوالی زموږ مصیبت لا زیات کړی دی.»
د کابل ښار د چمن حضوري په یوه موقتي خیمه کې دېره میرا جان وویل:« له دې ټولو ستونزو سره سره واورو ته خوشاله یم ځکه چې وچکالي به ورسره ختمه شي او د هیواد کروندګر به ګوندي ښه حاصل واخیستلی شي، خو دا هم حقیقت دی چې تر کروندګرو هم بېوزله خلک، لکه موږ چې په کمپونو او خیمو کې اوسو، د واورو له لاسه لا زیات په تکلیف کېږو.»
میراجان، چې اوو تنو ته نفقه برابروي، همداراز وویل:«هیڅ راز کار نه لرم، زما ورځینی کار دا دی چې په کثافاتو کې داسي شی ومومم چې ګوندي په درد وخوري او په څو افغانیو یې وپلورم خو اوس چې واورې اوري، نور دباندې وتلی او دا ډول شیان موندلی نه شم.»
د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته تر شپږ ملیونه زیات افغان کډوال له پاکستان او ایرانه افغانستان ته بېرته ستانه شوي خو د افغانستان حکومت د ملیاردونو ډالرو مرستو له ترلاسه کولو سره سره د ورغلیو کډوالو د ستونزو د حل کولو لپاره ډېر کوچني ګامونه هم نه دي اخیستي. د مهاجرو په نوم یې یو- نیم ښارګوټی جوړ کړی خو د کورونو نومرې یې د نامشروع پیسو په وړاندې عموماً په غیرمستحقو کسانو وېشلي دي.
دا په داسي حال کې ده چې د ډېرو شنونکو په باور په ایران او پاکستان کې د مهاجرو موجودیت د افغانستان په کورنیو چارو کې د دغو هیوادونو د لاسوهنې لپاره لاره پرانستې ده.
میراجان د چین سینهوا خبري اژانس ته ویلي چې ۱۲ کاله پخوا له پاکستانه خپل هیواد ته راغلی، له هماغه وخته په خیمې کې اوسي او ورځ په ورځ نهیلی کېږي چې هیڅکله به هم سم کار ونه مومي.
میراجان وايي چې په کثافاتو کې دومره بیا استعمالېدونکي وسایل موندلی شي چې په سل افغانیو وپلورل شي او دا دومره پیسې دي چې یو ماشوم یې پرې درس وویلی شي. دی وايي چې درو لوڼو او یوه زوی یې د بېوزلۍ له کبله درس او ښوونځی پرې ایښي دي.
سینهوا خبري اژانس وايي چې د میراجان ترڅنګ په زرګونو نورې کورنۍ شته چې د طالبانو د جګړې له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، کارو بار او د ماشومانو زده کړې ورڅخه پاتې شوي او اوس په ډېرو سختو شرایطو کې په موقتي کمپونو کې اوسي.
الحمد الله ډیر لوی او ښکلی هیواد لرو ، غرونه، سیندونه ، کروندی ، ځنګلونه ، دشتی ، معدنونه او هرڅه پکی شته . د نړۍ نور خلک غواړی دلته زمونږ له شته طبیعی امکاناتو نه پوره ګټه واخلی . اما مونږ خپلو هیواد والو ته یوه نمره مځکه چی کور او سرپناه پکی جوړه کړی نشو ورکولای. په میلیونونو افغانان لا په پردیو هیوادونو کی مهاجر دی او د مغرضو ګاونډیانو له لاسه زمونږ په هیواد کی اوربل او مونږ پکی سوځو. داد مهاجرینو وزارت څه په درد خوری او څومره بودجه ورته هرکال منظوره کیږی. زما وړاندیز راتلونکی ولس مشر ته دادی چی په لومړی قدم کی دا وزارت منحل او د دوی بودجه هغو راستنیدونکو مهاجرینو او کډوالو ته د کور جوړولو لپاره تخصیص کړی چی د پردیو له اسارته ځانونه خلاصوی او خپل هیواد ته راځی. هم به له بدو ګاونډیانو نه خلاص شو او هم به مو هیواد اباد کړی وی.