ژباړه: عبدالله عابد

سرچينه: شینهوا خبري آژانس

چينايي ځوانان مطالعې او کتاب لوستلو ته د خلکو د هڅولو په موخه د پلازمينې بیجینګ په يو واټ کې سره راټول شول او د یونيم ساعت لپاره يې دغه واټ د خلکو د تګ راتګ په مخ بند کړ.

دغو ځوانانو، چې شمير يې ۵۳ تنو ته رسیده، د یونیم ساعت لپاره واټ تړلی وساته او دا وخت یې یوازې او يوازې پر مطالعې او د کتابونو پر لوستلو تیر کړ.

دغه کمپاین ته ” پریږدئ چې مطالعه واټونه ونیسي” نومول شوی دی. دغو ځوانانو د یو انلاین ګروپ د چټ (تماس) له لارې لومړی خپله خبره يوه کړه او بیا په واټ کې سره راټول شول.

2د شویو نظرپوښتنو یا سروې ګانو له مخې د ۲۰۱۴ کال په لړ کې چینایانو په اوسط ډول ۴۵۶ عنوانه کتابونه، ۶۵۰۳ ورځپاڼې او ۶۰۷ عنوانه مجلې لوستي خو سروې زیاتوي چې ډيری چينایان بیا د مطالعې له دغې کچې څخه راضي نه ښکاري او ټينګار کوي چې باید مطالعه لا زياته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *