واکدارانو د غم کرښې له کوم ځای څخه درته شروع کړم، ځکه چې زموږ غم پیل او پای نه لري، چې د بابا، لالا، ګاونډیان، راډیو او تلویزیون خبرونو ته چې غوږ شم، تل راته د مرګونو پيښو کیسې کوي، اوس مې غمونو او خپګانونو لا شعور ته لاره پیدا کړې، تل مو له اوښکو څخه سترګې ډکې وي، اوس داسې انګېرم، چې خوشحالي به نه وي، هسې به دغه نوم را پیدا شوای وي، یا خو به د خوشحالي په نامه یو څه وي، خو موږ هیواد کې به نه وي، یا خو چې موږ دا کومه خوشحالي کوو او خوشحالي ورته وایوو، دا خو به یوه کاذبه خوشحالي وي.
لږ مخکې د ګاونډو چغو او ژړاګانو له خوب څخه راوېښ کړم، مرګ او غم سره دومره عادي شوی یم، اوس چې کومې کرښې باسم، هغه یو ځوان لکه چنار، د ګاونډي جنازه مې مخکې راته کېښودل شوې ده، زه خپل لیکل کوم، دلته اوس له غم څخه څوک چغي وهي، څوک ځان وهي، څوک له خدای مرګ غواړي، حتا ځینې خو له غم څخه دلته خاندي. یو بوره مرکۍ چې اوس مې ور وکتل، په یو لاس یې د کټ بازو یې نیولی، په بل لاس خپل مخ په زوره زوره په څپېړو وهي، بل سپین ږیری چې سپین ګڼ باڼه لري، له غټو سترګو یې د مخ په ګونځو کې اوښکې راروانې دي، په سپینه ږیره یې ترې لاندې رابحېږي، د شهید زوی په مخ ور غورځېږي، بیا د شهید په اندامونو ورغړي، اوښکې ځان ځمکې ته رسوي، خدای ج څخه د مغفرت دعا دې شهید ته غواړي، خو شهید هغه دنیا کې حورې لمځوي او لوبوي.
یو ځوان چې زما په مټ یې سر اېښی و، داسې یې په لړزېدلي غږ خبرې راته شروع کړې: دوښمن فکر کوي موږ به تسلیم شو، څه ښه خیال یې لېدلی، موږ شپږ ورورڼه په ملي اوردو کې یوو، یو ورور مو شهید شو او ورسره اووه که اته نفره نور افغاني پوځیان شهیدان شول، تر هغه به له دوښمن سره وجنګېږم، تر څو چې ګران هیواد کې امن راغلی نه وي او یا خو به موږ ټول شهیدان کوي.
له دې خبرو سره یې یو خوځښت راکې پیدا کړ، هغه مینه یې راته څرګنده کړه، چې یو زوی یې له مور سره لري، ځکه چې هیواد لکه مور همداسې وي. څوک چې په مور غیرت نشي کولای، هغه په هېڅ غیرت نشي کولای خو افغانانو تل د غیرت په جام کې اوبه څښلې دي نو تل به غیرت کوي، لکه چې کړی یې دی. خو له دې خبرو سره یو دم هغه څه ذهن ته راته راغلل، چې تیره ورځ د ګردیز ښار کې څلور پولیس شهیدان شوي ول، د روژې روزماتی یې کاو، چې یو غلچکی برید په وشو، په مرمویو یې سوري سوري کړي و، په وینو یې هغه مبارک روزماتي ډوډۍ تکه سره کړه. همداسې د ګردیز څو پیښې راپه زړه شوې.
له ځان څخه مې پوښتنې وکړې چې ولې دوښمن موږ سرتېري همداسې شهیدان کوي؟ په دومره چورت او مېړانه سنګر ته ځي، لکه چې د مور څخه دفاع کوي، بیا هم دوی وژل کېږي، دا چې جنګ کې پوره مهارت هم لري؟
په عقل مې زور راوست، هغه همدا ویل: په دې جنګ کې د خان او پاچا زوی نه دی مړ شوی. واکداران عقلي خلک نه دي، که عقلي خلک وای دوی به سم او صحیح مدیرت کړای وای. ولې واکداران چپ دي؟ ولې وینې نه ګوري؟ عقل نه لري؟ موږ چارواکي جواب لري او کنه؟که لري یې، منطقي خبرې دې وکړي، که نه لري استعفا دې ورکړي.