د واک لړۍ له کورنۍ څخه پيل تر پاچاهۍ رسېږي. د واک په هر مقام کې مخالف لوری موجود وي. انساني ژوند ته په کتو سره هېڅ داسې واک او واکدار نشته چې مخالف او رقيب ونه لري. مثلاً: ښځه د واک د اخيستو په هڅه کې غواړي چې مېړه د ځان تابع کړي. ننګورکوشش کوي چې خواښي له واکه وغورځوي. د کلي مشر، د قوم مشر، د ولايت مشر او د هېواد مشر هم په مقابل کې داسې څوک لري چې د ده د پرځولو او د واک د اخيستلو هڅه کوي. حتی د انسان په يکي يوه وجود کې دننه هم له دريو خواو څخه د واک پر سر تر مرګه شخړه روانه وي. د انسان داخل چې د انسانيت (عقل)، ملکيت (عشق) او حيوانيت (طبعيت) له دريو قواو څخه جوړ دی د پرلپسې جنګ له امله بې توزونه وي. هره يوه قوه هڅه کوي چې د وجود واک په لاس کې واخلي او وجود په خپله خوښه روان کړي. مګر بختور هغه وجود دی چې واک يې د انسانيت په ګوتو کې وي.
د واک د لاس ته راوړلو په موخه انسان په لښتيو لښتيو انساني وينې بهولې او بهوي يې. واک يو ډول نشه لري، هوبهو لکه د شرابو نشه. څوک چې د واک په شرابو روږدی وي ټول عمر يې هم د لېونتوب اثر له سره نه ووځي. د واک په نشه روږدی شوی کس هڅه کوي چې په هره توګه وي بايد خپله نشه ترلاسه کړي. يعنې ده ته د واک په مقابل کې د هېچا ژوند او ابرو هم نه دي مهم. نو په دې ډول يې د واک په نشه کې خپل عقل له لاسه ورکړی وي.
په اوسنۍ نړۍ کې چې د واک د ترلاسه کولو په خاطر کومې وژنې کېږي دا کومه نوې خبره نه ده. که انساني تاريخ ته وکتل شي پوی به شو چې خلکو د واک د ترلاسه کولو يا د واک د ساتلو په موخه څومره خپل پردي وژلي. څو کاله وړاندې د بينظير بوټو ورور د خپلې خور (بينظير بوټو) د حکومت په بند کې ووژل شو. دا ځکه چې د واک د اخيستلو هڅې يې کولې. له دې پېښې څخه څه وخت وروسته د مشرف په دوره کې چې کله بينظير بوټو د واک د بيا اخيستنې زورورې هڅې پيل کړې نو ووژل شوه. په همدې ډول د افغانستان تاريخ هم کتلی شئ.
له پورته ياد شوي واک پرته يوبل ډول واک هم شته چې د شخړې او دعوې پر وخت يې مرکه يا جرګه له ښکېلو خواوو څخه اخلي. البته دغه واک جرګه په زور نه اخلي بلکې د ښکېلو خواوو خوښه ده چې د شخړې د حل کولو په خاطر يې ورکوي او که نه. دغه واک دوه ډوله دی چې يو ته « توی وړی واک» او بل ته «په چواک واک» وايي. د توی وړي واک په اړه ښاغلي کاروان يو چاته ويلي:
دغه مې چاړه دغه مې پړی دی
تاته مې توی وړی واک درکړی دی
د توی وړي واک له ترلاسه کولو وروسته مرکه کولی شي چې هر ډول پرېکړه وکړي او د دعوه ګيرو پر غاړو چاړې تيرې کړي خو جرګوالو ته بايده دي چې پرېکړه بې نياوه نه وي. همداشان دعوه ګيرو ته هم پکار دي که پرېکړه د کوم يو لوري يا د دواړو خواوو يو څه په تاوان هم وي خو مني به يې او که کوم لوري و نه منله په دې صورت کې نُواټ (برمته، هغه پيسې يا جنس چې مرکه يې له توی وړي واک وروسته له دواړو خواوو د پرېکړې د منلو په خاطر اخلي ) د مرکې وي. يا نيم د مرکې او نيم د مقابل لوري وي.
کله کله بيا داسې وي چې دعوه ګير مرکې ته د توی وړي واک له ورکولو انکار وکړي او واک په چواک ورکول غواړي. /چواک/ لهجوي اصطلاح ده. مانا دا که د جرګې پرېکړه يې خوښه نه وه نو کوم تاوان او اړتيا
يې په نه منلو کې نه ورپېښېږي او نه کوم کاڼی يا نواټ ورڅخه اخيستل کېږي ځکه واک يې توی وړی نه بلکې په چواک ورکړی وي.
حکومت يا دولت هم د واک له مخې په درې ډوله دی. چې يو ډول ته يې زورواکي وايي. دغه شکل له ډېر پخوا راهيسې راروان دی خو په دې وروستيو کې نابود شوی. بله بڼه يې ټولواکي نامېږي، چې پاچاهي يې هم بللی شو. د دې لپاره چې د سياسي واک پر سر د وينې تويېدنې مخه نيول شوي وي انسان د ټاکنو ميکانيزوم رامنځ ته کړ. د ټاکنو له لارې ټاکل شوی مشر کولی شي چې تر ټاکلې مودې واک وچلوي. چې دغه د حکومت دريمه بڼه او د ولسواکۍ په نوم يادېږي.
البته له ټولو او هر ډول واکدارانو څخه دغه فکر هېرشوی چې د دوی د پاسه يو ستر ټولواک شته. يو داسې ټولواک چې د ټکي ټکي او قدم قدم حساب به ورکوو. د وجود واکدار به د وجود. د کورنۍ واکدار به د کورنۍ، د کلي واکدار به د کلي، د قوم واکدار به د قوم او د پاچاهۍ واکدار به د ټولې پاچاهۍ حساب ورکوي! نو زه او ته چې د خپل وجود پر راعيت پاچاهي کوو ايا څومره به وکولی شو چې د خپلې پاچاهۍ حساب ورکړو؟؟؟
۰۸/جوزا/ ۱۳۹۲
حيدرآباد