تاند – د جنوبي وزیرستان په مرکز، واڼه، کې د پاکستان د حکومت له خوا ملاتړ کېدونکو وسله والو د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یوه مشر، علي وزیر، په غونډه برید کړی دی.
ویل کیږي چې په پېښه کې ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.
له واڼه څخه خبري راپورونه وایي، چې په سیمه کې د پاکستان د حکومت له خوا ملاتړ کېدونکیو ملېشو چې حکومت یې امن کمیټه بولي علي وزیر ته ګواښونه کړي وو چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ له ملاتړ نه دې لاس واخلي.
ویل کیږي، چې په سیمه کې د وسله والو دغه ډله چې ملا نذیر یې مشري کوله په ۲۰۰۷ کال کې هغه وخت د پاکستان د حکومت له خوا د امن کمېټۍ په نامه یاده شوه چې له حکومت سره یې هوکړه وکړه چې په پاکستاني ځواکونو به بریدونه نه کوي او د هغوی پرځای به په افغانستان کې په افغان او نړیوالو ځواکونه بریدونه کوي.
د امریکاغږ ډیوه راډېو وایي، چې په ډزو کې د نورو تر څنګ د علي وزیر یو د تره زوی عارف وزیر او یو ځایي خبریال هم ټپیان شوي دي.
له سیمې څخه عیني شاهدان وایي، هغه کسان چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتین خولۍ یې په سر وي حکومتي ځواکونه ورسره ناوړه چلند کوي.
په واڼه کې له نننۍ پېښې څخه وروسته، حکومت کرفیو لګولې خو د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړو او د نژدې سیمو خلک د واڼه مرکز ته ور روان دي او د حکومت د بندیز پروا یې نه ده ساتلې.
اخوا د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د

شنبې له ورځې/د جون ۲مې/ راهیسې پرلت او ورسره احتجاج پیل شوی دی.
دغه حرکت وروسته له هغه پیل شو چې وسله والو د سیمې د پولیټیکل ایجنټ د دفتر محرر حمیدالله وواژه. که څه هم چې پاکستاني چارواکي د حمیدالله وژونکي د اتحادالمسلمین په نامه د طالبانو ډله بولي، خو د پښتون ژغورنې د غورځنګ پلویان وایي چې وسله وال له حکومت سره اړیکې لري.
تر دې مخکې د پاکستان حکومت اعلان کړی وو چې طالبان او نور هغه کسان یې چې په سیمه کې یې نا امني خپروله د ضرب عضب او بیا درغلم عملیاتو په ترڅ کې په بشپړ ډول له منځه وړي دي.