نجلۍ ته یې حال ورکړی و چې نن ورسره غږیږي. لاس یې خولې وکړې. موبایل یې جیب ته کړ. پنځه دقیقې لا ژمنې ته پاتې وې.
له ځان سره یې وویل« د ملګرتیا خبره ورته سپینه کوم».
نجلۍ له لرې اوږه پورته وغورځوله چې د دستکول تسمه سمه کړي. ده د لاس رغوی پر پتلون وموښه. ټولګي والې یې له سترګو تورې عینکي لرې کړې او پر ککرۍ یې کیښودې بیا یې په خندا وویل:
– خیریت و څه دې ویل؟
– د ولادي او نسایي امتحان لپاره مې له تا سره مشوره کوله
– له ماسره د نسایي برخې بشپړ نوټ شته له تا سره څرنګه؟
– له ما سره د ولادي ټول نوټونه شته
– نو بیا خو دغه راوړه چې فوټو کاپي یې کړمه
هلک سترګې ژر ژر ورپولې او پورته یې ونې ته وکتل:
– سبا به یې درته راوړم، خو ښایسته ونه ده
– زما دغسې جګې ونې نه خوښیږي
هلک سر ښکته واچاوه. نجلۍ یو دوه ګامه شاته واخیستل بیا یې وویل:
– دغه نوټ بیا سبا زما ورور ته وسپاره.
هلک خولې شوي لاسونه ومروړل او پر پخې مځکې د نجلۍ د بوټونو ټک ټک ورو ورو لرې شو.
پای