وریځې شمال په مخه کړې وې. د مازدیګرني لمر سره تبۍ د نرۍ وریځو شاته د هغه کمزوري څراغ په څیر ښکاریده چې ګردی شیټ ورپورې وي.

دې سر ښکته اچولی و لکه چې خپل ګامونه ګڼي. ما ورو ورته وویل:

-ښایسته دي

-څه شی؟

ما یې پښو ته اشاره وکړه. دې یوه پښه لږ پورته ونیوله:

-دا بوټونه نوې نه دي

فکر مې وکړ چې څرنګه خبره راجوړه کړم. خندا شوه. د سمندر پر غاړه دوو کسانو سره ښکلول او خندل. دې تندی تریو کړ:

– ځیني خلک ډیر سپین سترګې دي

-کلتورونه مختلف دي

لږ تیزه شوه. لاس مې د دې له پښې سره ولګید، بخښنه مې وغوښته دې هیڅ ونه ویل. ما یې له لاس سره خپل لاس وجنګاوه، دې خپله ګوتې راښکاره کړه:

-څرنګه ده؟

د یاقوتو سور غمی په سرو کې ګیر و. سور رنګ له زیړ سره ښه نه ښکاریده خو ما واه واه وکړ. دې خپله ګوتې د بل لاس پر ګوتو ونازوله. مخ ته مې وکتل، سرې شونډې یې ویړې وې، خو چې ماته یې راپام شو خوله یې سره ټوله کړه، بڼورې سترګې یې لمر ته پورته کړې.

لمر داسې و لکه ځای پر ځای چې ولاړ وي نه ډوبیده. دې مخ راواړاوه:

-مخکې تر دې چې تیاره شي راځه چې ځو

دا چټکه شوه، زه له شا ورپسې شوم. له لږ لرې یې لاس وخوځاوه د خپل هوټل په خوا وګرځیده. زه ځای پرځای ودریدم، هغه خبرې مې په زړه راتیرولې چې د دې تر کتو مخکې مې په ذهن کې جوړې کړې وې چې دا به ورته وایم، داسې به کوم…خو ما هغسې هیڅ ونه ویل او هغسې هیڅ ونه کړل.  د اوبو په لور روان شوم. لمر ډوب شو، د سمندر سړې سیلۍ ته وریږدیدم.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *