ډیری افغانان له لوږې، تندې، ستړیا، درد، یخنۍ او ګرمۍ سره ضد کوي، دا ضد د دوی د فطرت یو برخه ده. دوی به ماته خوړلي وي؛ خو دا نه مني او له همدې خبرې سره هم ضد کوي چې دی نه دی مات شوی او یوه لاره د خلاصون به بهانه کوي.دی به په غېږ نیولو کې د بل تر سینې لاندې پروت وي؛ خو بیا به هم چغې وهي؛ چې پرېمېږدئ! سړی مې کلک نیولی.

مونږ خپله عقده تر دښمنیو رسوو او د یو چا په پرمختګ خفه او په تباهي خوښېږو. مونږ بښنه نه کوو خو د انتقام اخیستلو په رقابت کې کورنۍ او قومونه تباه کوو. قهرجن ګرځو او په ورین تندي ګرځېدل د وېرې علامه راته ښکاري.

دا ستونزې زمونږ په کلیو کې ډېرې تر سترګو کېږي او ددې ریښه بیا زمونږ د ماشوم روزلو په غلطو کړو وړو کې تړلې ده. ماشوم چې څه غوښتي، نه دي ورکړل شوي او په څاپېړه ورکولو یې غوښتنې خاموشه کړي.دلته ماشوم ته د شخصیت په توګه نه کتل کیږي او هغه یواځې یو حېوان بلل کېږي او هره اشتباه یې د حېوانیت په پرده کې ور پټوي.مونږ کله هم دا هڅه نه ده کړې، چې ماشوم مو په ځان باوري او د خپلې فیصلې او رایې خاوند وروزو. مونږ له دوی نه مشوره اخیستل غوره نه ګڼو حتی یو جوړ کالي هم ددوی د خوښې د رنګ نه ورته کوو.دا سمه ده چې د هغه انتخاب به نیمګړی وي خو دا انتخاب هغه ته د خپلې غلطۍ په خپلو سترګو لیدلو وړتیا ورکوي.مونږ خو دا په هېڅ وجه نه شو زغملی چې زمونږ ماشوم دې زمونږ کړنې نقد کړي او که احیاناً یو ماشوم دا جرئت وکړي نو بیا خو یوه څپېړه یې د غږ غلي کولو دوا ده.همدا وجه ده چې دوی بیا په همدې نیمګړو خصلتونو سره لویږي او تل نورو پسې تګ ورته غوره ښکاري.ځوان مو د انتقاد کولو وړتیا نه لري او هر څه ورته سم ښکاري.د مسجد ملا او ملک ته تل سر ښوروي او د هغوی خبرې ورته د کاڼي کرښې ښکاري او همدا ناسم روزل شوي ځوانان ددوی نه ړنده پیروي کوي.

ملا خلک د ثواب او ګناه په بند تړلي او ملک د زور په رسۍ خپل ځان ته تابع کړي.په کلو کې حکومت هم ددوی سره سلا مشورې کوي او عام ولس ته ددې حق نه ورکوي چې د ولسوالۍ یا نورور چارواکو سره اړیکې وساتي او که داسې چا وکړو نو بیا دوی ورته د ورکولو لارې لټوي او له نورو سره یې په دښمنۍ اچوي.

څرنګه چې داستونزې په ښارونو کې د بعضو عواملو په وجه کمه شوې. لویان د ماشومانو خوښه هم له نظره نه غورځوي. هغه ته د انتخاب حق ورکوي چې دا بیا د ماشوم اعتماد  په نفس قوه پیاوړې کوي او هم د انتقاد ځواک یې قوي کوي.په ښارونو کې د ملا او ملک/وکیل زور کم وي او د کلیو به شان خلک خپل دام کې نه شي راګیرولای.

حکومت او خلکو ته په کار ده،چې د وروسته پاتې کلیو او بانډو ماشومانو ته چې په راتلونکې کې د هېواد انساني شتمني جوړیږي او د هېواد د پرمختګ او یا بربادۍ کې مهم رول لوبوي، سم وروځي.نجونو تعلیم ته وهڅوو او مخالفین یې د منطق په واسطه دې ته وهڅوو چې ددې دورغین غیرت نه لاس واخلي. هوښیارې او باتعلیمه میندې چې کله بچۍ ژاړي؛نو د مرګ ویلو په ځای ورته قربان یا نورې مثبتې کلیمې کاروي چې دا بیاد ماشوم په مثبت ذهن روزلو کې ښه تمامیږي. ماشومان خوشحاله لویږي،رهبریت په کې رشد کوي او تعمیري انتقاد په کې وده کوي او دوی بیا د چا نه ړوند حمایت نه کوي.

لنډه دا چې د نن سپینګیری پرون ځوان و او د پرون ځوان د هغه بل پرون ماشوم و. د غلطو لارو په پرېښودلو کې هېڅ خطر نشته. یو څوک او یو وخت خو به دا کار پېل کوو. وایي : د تاوان مخه چې هر څومره ژر ونیسو په ګټه کې یو.
عبدلحلیم “خلیل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *