وایفای د رادیو موج یا څپې کاروي تر څو د فریکونسي له لارې ستاسې له کارونکې ګرځنده الې څخه روټر ته مالومات ولېږدوي. دوه د رادیو څپې هم کارېدلای شي خو دا له مالوماتو سره تړاو لري دغه دوه څپې (2.4 gigahertz and 5 gigahertz) دي. یو (hertz) د فرېکونسي اندازه ده دې بېلګه کې تاسې پرې ځان پوه کړی چې څه ډول د فریکونسي اندازه ده: فکر وکړی سمندر غاړه کې ناست یاستی او له سمندر غاړې سره لږېدونکو څپو ته ګوری که چېرې د څپو تر منځ وخت مو اندازه کړی وي نو تاسې د څپو فریکونسي اندازه کړې. اوس یو (hertz) په یوه ثانیه کې د یوې څپې فرېکونسي ده. همداسې یو (gigahertz) په یوه ثانیه کې یو میلیون څپې دي. څومره چې فرېکونسي زېاته وي همدومره په ثانیه کې مالومات زېات لېږدول کیږي او تر لاسه کیږي.
د دوه وایفای فرېکونسیانې په مختلفو چینلونو سره وېشل کیږي تر څو د ډېر لوړ ترافیک مخنیوی وکړي او د همدې چینلونو له لارې مالومات خپرېږي. د مالوماتو خپرولو کې لومړی ګام کارونکی اخلي. کله چې تاسې خپلو الاتو کې انټرنېټ کاروی نو هغه مالومات چې تاسې یې وړاندیز کړی په باینري کوډ (binary code) بدلوي.
په کمپیوټر او نورو الاتو کې باینري کوډ د کوډینګ سیستم ده چې باینري ارقام ۰ صفر او یو ۱ کاروي تر څو یې د توري په شکل تاسې ته وښي او د کمپیوټر ژبه ګڼل کیږي. کمپیوټر هرڅه چې کوي د همدې ۰ او یو کوډ په اساس یې کوي چې د کوډونو یوه سلسله یا لړۍ ده. تاسې په همدې پاڼې د لیکنې وېلو لپاره کلېک کړی همدا ستاسې وړاندیز د صفر او یو په یوه لویه لړۍ یا سلسلې بدل شوی. ښه اوس که تاسې وایفای کاروی نو همدا صفر او یو د فرېکونسي په څپو باندې بدل شوی او دا بدلېدل ستاسې په مبایل یا کمپیوټر کې د وایفای چېپ (chip) تر سره کوي. دا څپې د رادیو په چینل کې سفر کوي او روټر یې تر لاسه کوي. همداسې کله چې روټر څپې تر لاسه کړي دا د فرېکونسي څپې په باینري کوډونو بدلوي او باینري کوډ د انټرڼېټ په هغو مالوماتو بدلوي یا ژباړي د کوم چې تاسې وړاندیز کړی او روټر له دې چارې وروسته هغه مالومات تر لاسه کوي کوم چې د انټرنېټ په کېبل کې دي یا له کوم کېبل سره چې نښتی یا وصل ده. دا پروسه تر هغې دوام کوي تر څو چې ستاسې پاڼه په بشپړ ډول نه وي خلاصه شوې. دا ټول چاره په ډېره چټکۍ تر سره کیږي. زېات روټرونه په (54 Mbps) چې د (megabits per second) لنډیز ده عملیات ترسره کوي او که داسې وي نو ۵۴ میلیونه صفر او یو په یوه ثانیه کې لېږدوي او ترلاسه کوي.
Wi-Fi
Wi-Fi By Łukasz Krasuski

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *