له بېرون طرفه د لرګینې دروازې زنځیر وشرنګېده، دی  چې د زنځیر د شرنګه په تمه ناست و، نېغ په خپل ځای کې ولاړ شو.

خپل کوچنی بدن يې په تور پټو کې وپېچه، د موبایل ګروپ يې چالان کړ، د کوټې د دروازې مخته په ډېري څپلیو او بوټانو کې يې خپل بوټان پیدا او په پښو کړل.

مېرمنې يې دوازه پسې پورې کړه، ده له مخ پټو وسله والو ملګرو سره روغبړ وکړ، د راغلیو وسله والو مشر دی د کلا د اوږده بازو لور ته روان کړ، سپوږمۍ  کمزورې رڼا کړې وه، د وسله والو مشر ته يې نور ملګري له لرې ښکارېدل، ده ورته وویل: سالم جانه نن شپه  ملا نور غوښتی يې له هغه سره کړې ژمنه به نن د شپې تر ناوخته پوره کوې!

سالم جان ورسره د هو په نیت سر وښوروه، څلور واړه د کلا شاته روان شول، د ملک مير په دېره کې د اوبو له لاسي پمپه  تاو راتاو شول، د وسله والو مشر له دوی څوګامه مخکې ولاړ، ده او دوه وسله والو ته يې وویل ما تعقیب کړئ، زه چې هر ځای ودرېدم، تاسې به هم حرکت را وکړئ.

سالم د چینار په ډډ خپل په خټو ککړ بوټان راکښل، تر پټو لاندې يې د نسوارو چونډۍ جوړه کړه، دا وخت د حرکت غږ پرې وشو، له وسله والو سره روان شو، د غځونو تر ګڼو  ونو لاندې يې ګړندې ګامونه اخېستل، په برجوره کلا ور ننوتل، ملا نور د برجورې کلا په منځ کې په مخابره کې غږېده.

ملا نور د مقابل لوري خبرو ته غوږ غوږ و او هرې خبرې ته يې د هو په پار سر ښوروه، ملانور مقابل لوري ته په وروستۍ خبره کې وویل: زه په خپل ماموریت کې تر اوسه بریالی یم، سبا به نور جزییات خپله واورې.

ملانور له سالم سره ستړي مه شي وکړل، ورته يې وویل پخپله وعده خو به ولاړ يې؟
سالم وویل: هو بېغمه اوسه، پېریان دې هم ترې خلاص دي.

ملا نور ورته وویل، یاره سالم جانه په هغه پير دې رحمت شه.

دا وخت مخابره کې غږ واورېدل شو، ملانور ژر ګوښه شو او غږ يې کړ اورم مهرباني!

مقابل لوري غږ وکړ، د پېشلمی وخت دی، بيړه وکړه تر دې وروسته شاید زموږ ماموریت له ستونزو سره مخ شي.

ده ورته وویل سمه ده په لسو دقیقو کې سالم در استوم ته د مکتب دروازې ته نېغ ناست اوسه چې په ماموریت کې ځنډ پېښ نه شي.

ملانور د وسلو او مهماتو ډيپو ته ننوت، سالم دا وخت په خپل ټېلفون کې ګوتې وهلې، غوږ ته يې ونیو، زنګ يې تېر نه کړ، بیا يې غوږ ته ونیو هلو هلو ، هلو اورې!  له هغې خوا خوبولی غږ راغی، هو زه یمه وایه څه خبره ده، سالم وویل زه نن له یو لوی ازمېښت سره مخ یم، ملګري مې غواړي  چې په ما د برکلي د ښوونځي مخ ته ماین خښ کړي، دعا راته کوه، که بچ شوم او ونه نیول شوم ډېرې پیسې به در وړم.
مېرمنې يې په ټېلېفون کې چېغه کړه وا سالمه د خدای روی ومانه تېر شه له دې کاره، پيسې دې ورکې شي، نه مې دي پکار!!

سالم پرې په قهر شو، کېنه پلیتې ماته نصيحتونه مه کوه!

ټېلېفون پرې شو، دا وخت ملا نور له دوه نورو وسله والو سره د سالم مخ ته ودرېده، لنډې خبرې يې ورسره وکړې، د اوبو له ترموزه را وتلي  شنه او سره لاینونه يې ور وښوول او نور يې رخصت کړ.

سالم شېبه وروسته ښوونځي ته ور بېلې شوې لوی لارې ته ور وګرځېد، هماغه چاته چې ملانور ورسره په مخابره کې غږېده ور ورسېده، هغه هم ورسره لنډې خبرې وکړې او روان شو ترې.

سالم د لوی لارې څنګ ته تېر شوي لوی لښتي ته چې د لارې بلې خواته پرې نری پول تړل شوی و، ور ښکته شو، تر موز يې تر پله لاندې کېښود، لينونه يې ترې راکش کړل، کرار کرار يې سره بېل کړل، ده غوښتل چې تر لښتي د پنبي پټې ته ټوپ کړي او لینونه او ریموټ سره مساوي او د انفجار لپاره برابر کړي؛ خو دا وخت د سالم د پټو پېڅکه د لښتي پر سر په ولاړو کرکڼو کې ونښته، ده چې د پټو په پيڅکه پسې لاس اوږد کړ، لینونه سره وجنګېدل او د سهار له اذانه مخکې د بر کلي د مکتب مخ ته خړې لوخړې پورته شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *