روح- اورا

بوډا بسترې ته ډډه وهلې وه، لاسونه یې دواړو خواوو ته داسې ایښي وو لکه خیرات ته چې یې غځولي وي.

په کوټه کې د دوا تریخ بوی ته او د یوه مچ بڼا وه چې د کړکۍ پر ښیښې ښکته پورته ځغلیده.

د سپین ږیري ورو زګیروی شو، په زړه کې ورتیر شول:

« که دا ورسۍ خلاصه کړم چې تازه هوا راشي او دا مچ هم ازاد شي»

سپینې شونډې یې په زیړ مخ کې لږ ویړې شوې، خو سترګې یې درنې شوې او خوله یې خلاصه پاته شوه. د ډاکټر غږ شو چې ورو یې ویل:

« د درد دوا یې هیره نه کړئ نور پکار نه دی چې کیموتراپي ته یې یوسئ»

بوډا له ځان سره کلیمه تیره کړه. سترګې یې نیم کښو پرانیستې، ډاکټر نه و. سږي یې له هوا ډک کړل او چې هوا یې بیرته ایسته داسې یې حس کړه چې ستونی یې سره ورغلی. له ځان سره یې وویل:

« خدایه! نور خو مې له دې عذابه وباسې»

د مچ بڼا شوه. بوډا سترګې وغړولې. مچ د کش شوې پردې شاته پر ښیښې ژر ژر پښې وهلې، خو ښیښه نه ماتیده چې ووځي.

                                                                    پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *