دا خبره د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې د حضرت بلال  په نوم  له نمونوي لیسې  سره د کتابونو د مرستې پر مهال وکړې.

وحدت د یاد ولایت  له حضرت بلال ښوونځي سره د  خوا وشا(۸۰) ټوکه مهمو  کتابونو مرسته وکړه

ښاغلي وحدت د کتابونو د مرستې پرمهال وویل: دا د دوی د یوې برخې د نیمګړتیا بشپړاوی نه دی خو په دې سره به د دوی یو څه اندازه ستونزې حل شي.

 ده وویل مونږ هڅه کوو چې د پوهنې اړوند ټولو نمګړتیاوو ته رسیده ګي وکړو.

ښاغلی وحدت وایي: کتاب ته لاس رسی علم او پوهې ته لاس رسی دی نو په دې اساس هڅه کوو چې په یاد ولایت کې په فکري رغونه کار وکړو، په بېلا بېلو ولسوالیو کې کتابتونونه جوړ کړو تر څو پکتیکا وال ځوانان نور هم د پوهې او علم په ګاڼه سمبال شي.

وحدت دغه راز له پکتیکا والو سره ژمنه وکړه چې امکاناتو ته په کتو به د ولایت په نور بېلا بېلو ولسوالیو کې د ښوونکو او زده کوونکو د پوهې د لوړاوي په موخه د کتابتونونو د جوړولو زمینه برابره کړو.

د حضرت بلال نمونوي لېسې مدیر عبدالحمید د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت له همیشنۍ مینې او همکارۍ څخه مننه وکړې چې تل یې له پکتیکاوالو سره کړې ژمنې په عمل بدلې کړې دي.

دی وایي پدې سره به زموږ د کتاب خانې ډیری ستونزې هوارې شي او زده کوونکي اوښوونکي  به له یادو کتابونو څخه سالمه استفاده وکړي.

حضرت بلال ښونځی هغه نمونوي او معیاري ښوونځی دی چې ساری یې په ډیرو ولایتونو کې نه لیدل کیږي.
معیاري ودانی، لابراتوار، کتابتون، مسلکي ښوونکي، ښکلی او منظم چاپیریال او ګڼې نورې ځانګړنې او اسانتیاوې لري.

پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *