تاند، سه شنبه، د حمل ۱۹ مه: د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر وايي، حکومت چمتو نهدی چې له قید او شرط پرته طالب زندانیان ازاد کړي.
د عامه او ستراتېژیکو اړیکو په برخه کې د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر نن سې شنبې په کابل کې خبریالانو ته وویل، د زندانیانو د خوشې کېدو په اړه د حکومت دریځ روښانه دی او د سولې د مذاکراتو برخهیې بولي، خو په وینا یې طالبان دې هم د انعطاف لپاره یو قدم راواخلي.
ښاغلي عمر زیاته کړه: “موږ د زندانیانو ازادېدل او تبادله د مذاکراتو برخه بولو، طالبان دې هم یو قدام راواخلي، چمتو یوو چې خبرې وکړو، دا پروسه لوړې ژورې لري، دا چې ویل کېږي په ۱۰ ورځو کې دې زندانیان ازادي شي، له قید او شرط پرته دې ازاد شي طبعاً چې داسې نهکېږي.”
ښاغلی عمر زیاتوي له معمول سره سم په دا ډول مذاکراتو کې فضا دا شان وي چې ځینې وخت مقابل لوری ناراضه کېږي او مخالف دریځ نیسي، خو وروسته بیا هر څه بېرته سمېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، په کابل کې د دوی درې کسیز پلاوي ته تازه سپارښتنه شوې، تر څو په هغو غونډو کې ګډون ونهکړي چې پایلې نهلري: “کابل ته د زندانیانو د تثبیت او تصدیق لپاره ټیم لېږل شوی و، ځکه ژمنه شوې وه چې زندانیان به د مارچ په ۳۱مه ازادېږي، دغه پروسه تر اوسه ځنډېدلې ده، دوی ته سپارښتنه شوې، په داسې غونډو کې ګډون ونهکړي چې غونډه کېږي، خو پایلهیې معلومه نهوي.”
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سيمهیيزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئيس عبدالمتين بېک د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، د طالب بنديانو خوشې کېدل ځکه ځنډېدلي چې طالبانو د هغو ۱۵ کسانو خوشې کېدل هم غواړي چې په بشري ضد جنايتونو تورن دي.