د تاریخ له تعریفه داسې ښکاري، چې د تیرو ولسو او نسلونو له احواله مو خبروي ځکه که تاریخ نه وایي، نوله پرون به نه و خبر او چې له پرونه خبر نه شی په ننیو چارو کې وړاندې نه شې تللای او چې په ننیو چاروکې پرمختګ ونه کړې، نو د سبا ورځې لپاره څه پلان نشې نیولی.
دا خبره باید هم له یاده ونه باسو چې د تاریخ قضاوت ډیر بې رحمه وي او د هيڅ چا ننګه نه کوي.
که له نړۍ یې راپیل کړو او ترسیمې او هیواده یې راورسو، نو د ټولونسلونو او ولسونو په بیلابیلو اړخونو باندې قضاوت شوی دا چې ښه او نا ښه یې په هغوي پورې اړه لري په دې اړه تاریخ ګرم نه دی.
چې خبره را څخه اوږده نه شی، نو افغانستان هم یود هغو لرغونو هیوادونو له ډلې دی چې په بیلابیلو وختونو کې پرې مختلفو حکمرانانو حکومتونه کړي دي.
هلته چې امیر کروړ په یواځې ځان له سلو تنو سره جنګیدلی، نو دشیر شاه توره یې هم له یاده نه ده ویستلې که وزیر محمد اکبر خان انګریز له پښو غورځولی، نو شاه شاه شجاع بیا دانګریز پر اوږو سپور راغلی که له لوګره امین الله خان ناره کړې، نو د چکنور ملا صیب هم چپه خوله نه دی پاتې شوې او که میرویس د جرګو او سولې شمله هسکه کړې وه، نو احمد هم چاته خپل حق نه دی پریښی.
زما د دې څو کرښو موخه د نړۍ د سترغازي د حق د لارې د لاروي د لوې افغانستان د بنسټګراعلیحضرت احمدشاه بابا د 300یمې کلیزې په ویاړه ده.
احمد شاه بابا اوس په دې نړۍ کې نشته، خو ولې یې ۳۰۰ کاله وروسته کلیزه لمانځو، ځکه هغه قضاوت چې تاریخ ددې ابدالي زلمي په اړه کړی د ټولو هیوادوالو په زړونو کې یې د هغه لپاره یو کورګې جوړ کړی.
که نن موږ دزمان خان د میړني ځوی شجاعت یادوو او یا یې ستاینه کوو، نو هر څوک به د هغه له نوم سره د بابا کلیمه یو ځاې کوي او که یې یو ځای نه کړو، نو ځان به راته یو ډول له ادبه لیرې ښکاره شي.
دبابا دلقب ګټل څه اسانه کار نه دی او په تیره بیا په ځوانۍ کې او ددې ټولو تر څنګ بیا ددې سپیڅلي لقب ساتل تردرې سوو کالو او ان تر هغې زیات کومه ساده او وړه خبره نه ده او دا د پښتو ددې متل د اثبات لپاره ښه دلیل دی چې وايي ((میړونه مري خو نومونه یې پاتې کیږي)).
ددې خاورې د ستر میړه نوم پاتې کیده خو لا په ځاې پریږده، حتا چې تشه یې هم محسوسیږی او له وخته بیا دهغو د زیږولو غوښتنه کوي.
لکه چې وايي:
وخته بیرته راشه یو افغان وزیږوه
په شان د احمد خان یا میرویس خان وزیږوه
دلته له ماسره یوه پوښتنه پیدا شوه او ځواب یې هم تاسو ته پریږدم ،چې ولې درې سوه یا له هغې څخه ډیریا کم کلونه وروسته مونږ دهغوې په څیر د یوه شخص د زیږیدو هیله کوو؟
په پاې کې دومره یادونه اوسني نسل او چارواکو ته کووم راځې چې په تاریخ باندې خپل نومونه د احمدشاه بابا، میرویس نیکه، غازي امان الله خان په څیر یاد کړو نه د شاه شجاع او یا نورو ګوډاکیانو په څیر.
د اعلحضرت احمد شاه بابا د ۳۰۰ کلیزې په ویاړ
ګران اوقدرمن ورور ښاغلی مومند صا حب سلامونه اودرناوې مې ومنی او په ګوتو اوقلم دې برکت شه چې دا سې معزز او ښاغلې اشخاص وهیواد والو ته ور یا دوی.
خو په موږ افغانانو کې دا سې ډلې ټپلې شته چې دلوی احمدشاه بابا په څیر اشخاص هم نه منې. چې هغه ډلې خونخوار دروسانو لاس پوڅې کمونیستان او دګاونډیانو اودنورو لاس پوڅې اخوانیان دې چې ما پخپله دلوی احمدشاه بابا په با ره کښې خبرې اترې ورسره کړیدې. خوموږ افغانانو دخپل جنوب ختیځ ګا ونډې څخه هم څه نه کړه زده چې ددوی دهیواد وموسس ته یې هغه لقب ورکړیدې چې هغه دحضرت رسول الله صلې الله علیه وسلم دشان مبارک سره ښا یې.اوددوی دهیواد موسس دکوم فکر خا وند وو؟ او په اسلامې عقیده ملبس وو که نه؟ او څومرې د استعمارچیانو دلاس اله وو که نه؟
یا الله (ج) بیا داسې افغانان زموږ په ټا ټوبې کې راپیدا کړې لکه میر ویس نیکه ، لوی احمد شاه بابا ، شیرشاه سورې ، محمود غزنوې صا حب ، وزیر محمد اکبر خان ، غازې محمد ایوب خان ، غازې امان الله خان او دشهیدانو لوی سالار محمد داود خان
ګران اوقدرمن ورور ښاغلی مومند صا حب سلامونه اودرناوې مې ومنی او په ګوتو اوقلم دې برکت شه چې دا سې معزز او ښاغلې اشخاص وهیواد والو ته ور یا دوی.
خو په موږ افغانانو کې دا سې ډلې ټپلې شته چې دلوی احمدشاه بابا په څیر اشخاص هم نه منې. چې هغه ډلې خونخوار دروسانو لاس پوڅې کمونیستان او دګاونډیانو اودنورو لاس پوڅې اخوانیان دې چې ما پخپله دلوی احمدشاه بابا په با ره کښې خبرې اترې ورسره کړیدې. خوموږ افغانانو دخپل جنوب ختیځ ګا ونډې څخه هم څه نه کړه زده چې ددوی دهیواد وموسس ته یې دا سې لقب ورکړیدې چې هغه دحضرت رسول الله صلې الله علیه وسلم دشان مبارک سره ښا یې.اوددوی دهیواد موسس دکوم فکر خا وند وو؟ او په اسلامې عقیده ملبس وو که نه؟ او څومرې د استعمارچیانو دلاس اله وو که نه؟
یا الله (ج) بیا داسې افغانان زموږ په ټا ټوبې کې راپیدا کړې لکه میر ویس نیکه ، لوی احمد شاه بابا ، شیرشاه سورې ، محمود غزنوې صا حب ، وزیر محمد اکبر خان ، غازې محمد ایوب خان ، غازې امان الله خان او دشهیدانو لوی سالار محمد داود خان