په پاچا باندې ایکې یو زوی ډېر ګران و خو زوی به یې کرۍ ورځ غلی، غمجن، یوازې ناست و، له کړکۍ به یې په فضا کې نامعلوم شي ته کتل. پاچا پوهان راوغوښتل چې له مړاویتوبه د زوی د راایستلو لاره وروښیي. هغوی له اوږدو مشورو وروسته پاچا ته مشوره ورکړه چې شهزاده که د دنیا د تر ټولو خوشحاله سړي کمیس واغوندي له مړاویتوبه به راووځي. له مشورې وروسته د خوشحاله سړي لټون پیل شو او فیصله په دې راغله چې په څنګلوري ملک کې یو پاچا دی چې ښه صحت، ښه زامن، ښه ښځه او ښه رعیت لري، که په رښتیا خوشحاله کس په دنیا کې وي، نو دی به وي. پاچا کسان ورواستول. دغو کسانو د ګاونډي ملک پاچا ته د خپل ملک د شهزاده مشکل بیان کړ. د ګاوندي ملک پاچا ورته وویل: دا سمه ده چې زه په ژوند کې د هیڅ شي کمی نه لرم او ټوله ورځ مې په مزو کې تېرېږي خو دا سمه نه ده چې خوشحاله انسان یم ځکه هره شپه له دې غمجن فکر سره سبا کوم چې د ښکلي ژوند یوه بله ورځ هم زما له ګوتو ووته.

پاچا ځکه غمجن و چې وخت یې ایسارولای نه شوی. د وخت ایسارول د انسان په ناکامو ارزوګانو کې تر ټولو لویه ارزو ده.

د لرغوني یونان د ارباب النواعو د مشر زیوس په نکلونو کې راغلي دي چې له یوې ښکلې ښځې سره د ښې شپې د تېرولو په خاطر یې امر کړی و چې شپه دې اوږده شي. زموږ په شرقي روایتونو کې راغلي دي چې د موسی علیه السلام خوریي، یوشیع نبي په یوه جګړه کې د بري لپاره د لمر د تم کولو امر وکاوه. د وخت د تم کولو ارزو یوازې په اساطیرو او مذهبي روایاتو کې نه مومو، بلکې د ادبي آثارو یوه اصلي موضوع ده. 

زموږ له ځوان شاعر بارکول میاخیل سره چې د زیوس غوندې زور نشته، نو دعا او التجا یې کړې ده:

باداره زه او یار چې سره ووینو په کوم وخت

پر هغه وخت د ژوند تېزه ګړۍ ودروه

خو وخت نه درېږي او د اوولسمې پېړۍ انګریز شاعر اندرې مارول( Marvell په خپل مشهور شعر ( د هغه شرمیدونکې شهۍ ته، To His Coy Mistress ) کې شرمېدونکې معشوقې ته وایي چې که د وخت واګې مو په لاسونو کې وای، ستا انکارونو پروا نه لرله ، اما داسې نه ده او اوس چې لا د ځوانۍ تازه ګي د سهارنۍ پرخې غوندې ستا پر پوستکي ناسته ده، نو راځه: که لمر نه شو تم کولای ، تېزولای خو یې شو!

لکه مارول چې ویلي دي د لمر ګاډی نه تم کېږي او وخت نه درېږي، مګر د خوشحالۍ په مټ چټکېدلای شي.

که څه هم د اشرف مفتون غوندې په فلسفي شکونوکې ایسار کسان ممکن ووایي چې: 

د زندګۍ کتاب مې لټ په لټ کړ

د ژوند مقصد، مدعا نشته پکې

خو که څه مقصد او معنا پکې مومو نو شاید همدا وي چې په ځان او نورو باندې ذهني سکون او خوشحالي ولوروو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *