د هرې اجتماعي پدیدې د سم فهم لپاره د هغې د تاریخ مطالعه پکار ده او د تاریخ د پوهې لپاره مجبور یو چې د زمانې د بیلو بیلو وختونو په منځ کې فرق احساس کړو.د دې توپیر د پیژندلو لپاره له سنو استفاده کوو. موږ میلادي، شمسي او قمري سنې لرو. د قمري کال مشکل دا دی چې تر نورو دوو سنو لس، یولس ورځې لنډ دی. مانا دا چې په هرو څودیرش کلونو کې یو قمري کال زیاتیږي. حال دا چې د شمسي هجري او میلادي کال توپیر ثابت دی. 

که میلادي کال د جنوري د لومړۍ نیټې او د مارچ د شلمې نیټې تر منځ وي، د ۶۲۲ په کمولو سره یې په شمسي هجري کال بدلوو او که میلادي کال د مارچ د یوویشتمې او د میلادي د وروستۍ میاشتې د وروستۍ نیټې تر منځ وي نو ۶۲۱ ورنه منفي کوو او په شمسي هجري کال یې اړوو.

د قمري کال په برخه کې داسې اسان فارمول نشته او کوم عام فارمولونه چې شته ، د هغو په نتیجه کې کال دوه تفاوت راځي.

بهتره دا ده چې د معارف په کتابونو او د تاریخ په نورو کتابونو کې له قمري هجري سنې سره په لیندۍ کې میلادي کال هم ولیکو. دا کار به لوستونکي او زده کوونکي ته د زمانې تصور اسانه کړي او د پیښو د کلونو ترتیب به یې په ذهن کې په اسانه کښیني. 

د قبل المیلاد کلمې لپاره په پښتو کې مختلف عبارتونه راوړل کیږي. مثلا : له میلاد څخه ۱۲۳ کاله پخوا، یا تر میلادی ۳۲۲ کاله پخوا، تر میلاد ۳۲۲ کاله دمخه، تر میلاد دمخه ۳۲۲ کال … معیاري عبارت به کوم یو وي؟ 

ډاکتر عبدالرازق پالوال پخپل کتاب ( معیاري پښتو) کې د ( پخوا) کلمې په اړه یوه مهم ټکي ته اشاره کوي. دی لیکي:« کله چې د یوې پیښې مقایسه له بلې سره کیږي، یا د یوې پیښې زمان ټاکنه نسبت وبلې ته کیږي، ( تر… دمخه ) یا ( دمخه تر ) ورسره راوړه کیږي، خو که په مجرد ډول سره یادیدله، نو بیا پخوا ورسره راتلای شي.»

په همدې کتاب کې لولو چې : « په ( تر مخه) او ( تر وروسته) کې مقایسه، پرتلنه یا توپیر ښوده کیږي.»

ډاکتر پالوال مثال ورکوي او وایي چې لومړۍ جمله ناسمه او دوهمه سمه ده:

« شاه حسین هوتک تر احمد شاه بابا اووه کاله پخوا خپله پاچهي بایلوله.»

« شاه حسین هوتک تر احمد شاه بابا اووه کاله دمخه خپله پاچهي بایلوله.»

دی لیکي:« د ( ترمخه) او ( تر وروسته) ترکیبونه د یوې پیښې وقوع تر بلې دمخه یا وروسته ښووي چې زمانه به یې هم پرله پسې وي او موضوع به یې مشترکه وي.»

ډاکتر پالوال په همدې اساس وایي چې : پخوا تر دې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه قوه منظوروي .. . . ناسمه ده، سمه دا ده چې: دمخه تر دې چې د ملګرو ملتونو….

ډاکتر مجاور احمد زیار ته ( له مخه ) معیاري ښکاري. د دغو څرګندوونو په رڼا کې بهتره دا ده چې ولیکو: ارسطو تر میلاد ۳۲۲ کاله دمخه ( یا له مخه) مړ شوی دی.

او که موږ په ۲۰۱۰ میلادي کال کې اوسو، نو لیکلای شو چې : ارسطو دوه زره درې سوه دوه دیرش کاله پخوا مړ شوی دی. 

البته، ( قبل المیلاد ) هم استعمالولای شو. موږ لیکو چې ارسطو په ۳۲۲ قبل المیلاد کې مړ شو. د قبل المیلاد، شمسي هجري یا قمري هجري مخففات کله بې ټکیو لیکو( : ق م، ش س، ق ه ) او ډیر ځله په منځ کې یو ټکی ورکوو، خو که چیرې فارمول دا وي چې د کلمې له مخففې بڼې وروسته ټکی ږدو، نو بیا خو پکار ده چې د ځینو لیکوالو او استادانو غوندې له دواړیو توریو وروسته ټکی کیږدو، یعنې ولیکو چې : ق. م. ، ش.س.، او ق.ه. دا وروستی ټکی شاید د اسانوالی په وجه هیر شوی وي. د پښتو املا ماهرانو ته پکار ده چې په دې اړه هم یوه وروستۍ فیصله وکړي.

استاد صمیم یو ځای لیکلي وو چې په پښتو کې هجري شمسي او هجري قمري نه بلکې شمسي هجري ( لمریز لیږدي) او قمري هجري ( سپوږمیز لیږدي) باید ولیکو. له لوی شاعر پیرمحمد کاروان څخه مې څو ځله په سپوږمیز او لیږدي کلمو باندې نیوکه اوریدلې ده. دی وایي په هجري او میلادي کې داسې ضمني او مقدسې معناوې شته چې په سپوږميز او لیږدي کې نشته. یو بل چا شکایت کاوه چې د سپوږمیز تلفظ مشکل دی.

نن سبا ځینې کسان ( پرکال ۱۳۸۶ ) یا ( پر کال۱۳۸۶ کې ) لیکي. ډاکتر زیار هم ( پر کال ) لیکي ، خو استاد معصوم هوتک لیکلي دي چې ( پرکال۱۳۸۶ ) سمه نه ده، بلکې ( په ۱۳۸۶کال کې ) سمه ده. د استاد په نظر له ( پر) سره کال یوازې هغه وخت صحیح دی چې عدد په مغیره حالت کې استعمال شي، لکه : پلاني د خپل عمر پر اتلسم کال واده وکړ.

د نثر د ګڼواستادانو د لیکنو په اساس ویلای شو چې ( له … کال څخه تر … کال پورې) معیاري ښکاري. دا هم معیار دی چې په پاسني مثال کې ( څخه ) ونه لیکو او( کال ) ته یوه ( ه ) ور زیاته کړو.

نن سبا په مطبوعاتو کې لولو چې : د شلمې پیړۍ په اتیایمه لسیزه کې. سمه بڼه یې دا ده چې ولیکو: د شلمې پیړۍ په اتیایمو کلونو کې. موږ ویلای شو چې د شلمې پیړۍ لومړۍ ، دوهمه یا وروستۍ لسیزه. بهتره ده چې دا نورې لسیزې یادې نه کړو ، بلکې ولیکو چې : د شلمې پیړۍ په شپیتمو کلونو کې، یعنې د ۱۹۶۰ له پیله د ۱۹۷۰ تر پیله پورې. د څلورمې، پنځمې یا شپږمې لسیزې خبره د ګرامر په لحاظ ناسمه نه ده، مګر لوستونکي پکې خطا کیږي، ځکه د یوې پیړۍ دیرشم کلونه د هغې د څلورمې لسیزې کلونه دي او پنځوسم کلونه یې د شپږمې لسیزې کلونه دي. د لومړۍ ، دوهمې یا وروستۍ لسیزې په عبارتونو کې دغه مشکل نشته. 

ډاکتر زیار په لیکلارښود کې ( راهیسې ) د ( راسې، راپه هیسته ، او، را په دې خوا) په ځای معیاري ګڼي. د ده په نظر معیار دا دی چې ولیکو: له دوو لسیزو راهیسې ….

ډاکتر زیار په ( ویی پوهنه ) کې لیکي چې ( له غرمې وروسته کور ته ځم.) سمه جمله ده ، خو تر دې هم بهتره دا ده چې ولیکو: تر غرمې وروسته کور ته ځم.) په ( پښتو پښویه ) کې د استاد زیار په قول: ( وروسته ) د ( له ) نه بلکې د ( تر) معیاري اوستربل دی.

موږ د اروپایي میاشتو د نومونو په املا او تلفظ کې هم د معیار خیال نه ساتو. ځینې کسان اګست ، اګوست لیکي او سپتمبر، نومبر او دسبمر ته ( الف ) هم ورکوي، چې اړتیا ورته نشته. یو شمیر ویاندان د دغو میاشتو د تلفظ په وخت په وروستۍ څپه فشار اچوي چې سمه نه ده. 

په عامه پښتو کې د جمعې شپه د پنجشنبې له ورځې وروسته راځي، خو په رسمي او شمسي حساب کې نوموړې شپه د پنجشنبې ده. زه د دې پلوی نه یم چې معموله ژبه ړنګه کړو او ووایو چې د جمعې شپه او د جمعې ماښام هغه شپه او هغه ماښام دی چې د جمعې له ورځې وروسته راځي. دې مشکل ته حل لاره پکار ده.

د وختونو په موضوع کې انګریزي ژبې هم ځینې ستونزې راته پیدا کړې دي. په انګریزي کې Morning د شپې له منځه پیل کیږي او د غرمې تر دولس بجې پورې ادامه مومي. څو کاله پخوا یو چا راته وویل چې بي بي سي دروغ وایي؟ ما ورنه د مثال غوښتنه وکړه. د ده مثال دا و چې نیمه شپه راکټ ولګیدل او بی بی سي وویل چې نن سهار. د سړي اعتراض په ځای و، خو بی بي سي دروغ نه وو ویلي، یوازې د انګلیسي ترجمې مشکل جوړ کړی و. دغه راز Evening چې ماښام یې ترجمه کوو، مازدیګر او ماخوستن هم پکې شامل دي. دا مشکل بله حل لاره نه لري، یوازې د ژباړونکو پوښتنه او اضافي معلومات یې حل کولای شي. 

موږ د خوشحال خټک له دې مصرعې چې فرمایي : درست پښتون له کندهاره تر اټکه، دا معنا اخلو چې د کندهار او اټک د سیمو په شمول په دې منځ کې پراته پښتانه. دغه راز باید ( له شنبې تر پنجشنبې ) د ا معنا واخلو چې د شنبې او پنجشنبې په شمول او له ( ۱۳۶۶ تر ۱۳۷۷ پورې کلونه ) باید دا معنا ورکړي چې د ۱۳۶۶ له پیله د ۱۳۷۷ تر پایه پورې. که مو دا منظور نه وي نو بیا لیکلای شو چې : له ۱۳۶۶ څخه د ۱۳۷۷ کال تر پیله پورې.

په پيښور کې مې د ارواښاد استاد دوست محمد خان کامل له دوستانو اوریدلي وو چې استاد د جنتري لپاره په پښتو کې ( کالهینداره ) وړاندیز کړې وه. کامل صاحب ویلٍي وو چې کالهینداره روښانه معنا ښندي، په اسانۍ سره تلفظ کیږي او د انګریزي Calendar ته هم ورته ده. زما په ګومان، که جنتري ته کالهینداره ووایو، ژر به یې خلک ومني خو ( کلیز) به په اسانه عام نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *