بوډا په ریږدیدلو لاسونو د سودا کڅوړه راجګه کړه. زمان یې مخې ته ودرید:
-بابا زه به یې درسره یوسم.
بوډا عینکي پر سترګو سمې کړې. زمان لاس کڅوړې ته ورمخته کړ، بابا ورپریښوده. زمان ورته وویل:
-بابا څو کلن یې ؟
د بوډا زګیروی شو، ملا ته یې لاس ونیو او امسا یې کلکه پر مځکه کیښوده. زمان ورته وویل:
-عمر په خلاصیدو دی
بوډا اسمان ته وکتل:
-خو لارڼا ورځ ده
-زه دا د انسانانو عمر ښیم
بوډا خپل لستوڼۍ پورته کړ او لاس یې زمان ته ورمخته کړ:
-وګوره څو بجې شوې
-له دولسو شل تیرې دي
بوډا د غوږ شاته لاس ونیو. زمان په لوړ غږ ورته وویل:
-شل باندې دولس
بوډا په زګیروي وویل:
-دا خو ایله په بیله ورځ نیمایي شوه
د ټیلفون له زنګ سره زمان د سودا کڅوړه د بوډا د کور مخې ته کیښوده او موبایل یې غوږ ته ونیو:
-اووف اووه ورځې پاتې دي
بوډا پر لکڼه دروازې ته اشاره وکړه:
-راځه غرمه ده
زمان بابا ته د خدای پاماني لپاره غبرګ لاسونه وراوږده کړل او خوله یې د هغه غوږ ته ورنژدې کړه:
-…. ورځ تیره شوه.
بوډا اسمان ته لاس ونیو:
« خو هاغه ده د لمر سترګه لا هسکه ولاړه ده».
پای
Battle between ideas , a marvellous effort.