یو چا ډېره موده پس په بازار کې خپل ملګری ولید. ملګری یې مړاوی او وارخطا ورمعلوم شو. ده ورته وویل: خیریت خو دی، پرېشانه ښکارې؟
د ملګري یې زړه ډک و، په خبرو سر شو: واده مې وکړ. له واده هفته نیمه وروسته ښځې راته وویل: جمعه ولې په کور تېروې؟ یو کار پکې پیدا کړه! همداسې مې وکړل او چې څو ورځې تېرې شوې، بل څه یې راته وویل: له مازدیګره وروسته مې په سینما کې درته کار موندلی دی، د شپې تر دولس بجو چې فلم ختمېږي، هورې به یې، ښه معاش درکوي. نور نو د اونۍ په ټولو ورځو کې هر سهار په اوه نیمو بجو له کوره وتلم او په دولس نیمو بجو کور ته راستنېدلم. خو چې یو څه نور وخت تېر شو، ښځې راته وویل: ښاروالي جارو کش پکار دی چې سهار وختي ورشي او تر لمر ختو پورې سړکونه جارو کړي، ورشه ، هسې بې ځایه تر اوو، اتو بجو خوب څه فایده! د ښځې د خوشحالولو لپاره مې دا کار هم پیل کړ،خو لا خوشحاله نه ده.
ده ورته وویل: دا نو څه ژوند شو، نېغ لاړ شه محکمې ته، طلاق ورکړه!
ملګري یې ورته وویل: اوس دومره وخت ولاکه وي چې محکمې ته لاړ شم او طلاق وغواړم.
د دغه سړي غوندې ګڼ کسان پیدا کولای شو چې دومره ډېر بوخت دي چې دا وخت نه پیدا کوي چې په خپلو بوختیاوو غور وکړي او دې پوښتنو ته ځوابونه ومومي چې : د ژوند مقصد یې څه دی؟ دا مقصد منطقي دی؟ دې مقصد ته د رسېدو غوره لاره کومه ده؟
که یو څوک کار نه لري، هر کار چې ورته پیدا شي، ممکن غنیمت یې وګڼي. تر دې چې په کانکور کې ناکامه کېږم، دا هم ښه ده چې یوه پوهنځي ته خو لا کامیاب شم. حقیقت دا دی چې چارې ډېر وخت د بنیادم په کنټرول کې نه وي، نو ځکه ورته مشکله ده چې ډېر مشخص هدفونه ولري.
دلته دوې خبرې دي: یو دا چې که بنیادم تکړه وي، د انتخاب اختیار یې زیاتېږي. یو څوک که ښه سبق وایي، دا چانس یې ډېر دی چې هماغه پوهنځی ولولي چې زړه یې غواړي او یو څوک که لایق وي، په هغه اداره کې یې د کار امکان زیاتېږي چې ارزو من یې دی. پلار مرحوم مې کیسه کوله چې موسی شفیق مرحوم چې له بهرڅخه له لوړو زده کړو راغی، د مختلفو وزارتونو ورباندې دعوه وه. عدلیې وزارت به ویل چې دی د حقوقو عالم دی، دلته باید کار وکړي. پوهنتون ویل چې زموږ د استادۍ لایق دی، د مطبوعاتو مستقل ریاست ویل چې دی خو اصلا یو فرهنګی دی… منظور دا چې لیاقت د انتخاب ازادي زیاتوي. که هر څومره فعال او لایق واوسو هغومره به مو اختیار ډېر شوی وي.
بله خبره دا ده چې که فرضا تصادف او قسمت یوې ادارې ته وروستو، هلته باید د پرمختګ مقصد ولرو. یو شمېر کسان وایي چې زما پلاني کار ته زړه کېده ، هغه ونه شو او اوس چې په څه بوخت یم، دلچسپي مې ورسره نشته. دغه کسان په حقیقت کې ځان تېرباسي. اقبال وایي که تقدیر اغزی پیدا کړی یې ، د چمن د قانون احترام وکړه او چوخېدل زده کړه. هغه کار چې دلچسپي ورسره نه لرو خو تقدیر ورته مجبور کړي یو، که زحمت پکې وباسو اوځان ورسره بلد کړو،څه موده پس به ډېرې جاذبې پکې ومومو. هغه کار چې مو خوښ دی ، وجه یې دا نه ده چې تر بل ښه دی. وجه یې دا ده چې یو څه معلومات او تجربه پکې لرو. کله چې په یوه شغل کې یو څه تجربه وکړو، یو څه زحمت وباسو او بیا وهڅول شو، ورو ورو مو مینه ورسره پیدا کېږي او زیاتېږي.
چرچیل په لسګونو کلونو د انګلستان د کابینې د وزیر، صدراعظم او د شورا د غړي په حیث کار وکړ خو له دومره مصروف ژوند سره سره یې په زرګونو مخه ارزښتناکې لیکنې وکړې.دی که سیاستوال هم نه وای، د انګریزي ژبې د یوه کامیاب اهل قلم په حیث به د لوی نوم څښتن و .چرچیل دا دومره فرصت له کومه کاوه؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې ویل شوي دي چې هغه د وخت په تنظیم ډېر ښه پوهېده. مونږ که وخت تنظیم کړو، ډېر وخت لرو. که سهار راشو او په یوه پاڼه کې ولیکو چې نن به دا ، دا کارونه کوم، دا یو نظم دی. که هغه کارونه چې سخت دي هغه د ورځې په پیل کې وکړو او اسانه لږ وروسته، دا یو نظم دی. که هغه کارونه چې نور یې هم کوي، نورو ته پرېږدو، دا د وخت د سپمولو یوه ذریعه ده. ځینې نارینه خامخا د کور په هغو چارو کې چې مېرمن یې کولای شي، ګوتې وهي او بیا شکایت کوي چې وخت نه لري.
او بالاخره که له هغو فرصتونو استفاده وکړو چې هسې راباندې په انتظار تېرېږي، وخت به راسره زیات شي. ځینې ژورنالستان ماښام غصه راستانه شي، وایي د پلاني راسره وعده وه، خو رانه غی، ورځ مې ضایع شوه.
هغه څوک چې خپل وخت ته اهمیت ورکوي، دې ته فکر کوي چې د انتظار شېبې څنګه له ضایع کېدو وساتي. د اروپا د تېرو پېړیو د یوه لوی سړي دا خبره مې ډېره خوښه شوې وه: ما له هغو وړو فرصتونو چې نورو ورنه استفاده نه کوله، استفاده وکړه او اوس مې خلک لوی سړی بولي.