د امریکا د امنیتي مرستو له بندیدو معلومه شوه چې که پاکستان د افغانستان له تباهي لاس وانخلي نو کابو دوه میلیارده ډالره امنیتي، دفاعي مرسته به له لاسه ورکړي. البته، که د پاکستان لړمي سیاست ادامه ومومي، نو په ملکي ساحو کې دوه میلیارده ډالره مرسته یې هم له جدي ګواښ سره مخ ده.

 هر باوجدانه افغان باید له ځانه سوال وکړي چې دا څلور میلیارده ډالره ولې پاکستان ته ورکول کیدل؟ او په تیرو شپاړلس کلونو کې یې د امریکا له خوا درې دیرش میلیارده ډالره مستقیمه مرسته ولې تر لاسه کړې ده؟ مستقیمه مرسته ځکه یادوم چې د جهاني بانک، د پیسو د نړیوال صندوق، اسیایي بانک او نورو مالي موسسو له خوا هم پاکستان په غیرمستقیم ډول تر دې مقدار ډیر کومکونه تر لاسه کړي دي. پاکستان ولې دا مرستې تر لاسه کوي؟ او که سوال لا واضح وکړم، سوال دا دی چې پنجاب د چا په وینو ابادیږي؟

 په کوټه کې ناست دال خوران باید په دې پوه شي چې پاکستان تر ډیره حده د افغانانو په وینو ابادیږي او د افغانستان د ناامني او ګډوډي په بدل کې یې د دنیاوالو مرستې تر لاسه کړي دي.

 که خدای مکړه په افغانستان کې جنګ روان وي نو امریکا به د نظامي وسایلو د انتقال لپاره تر ډیره حده په کراچي تکیه کوي او پاکستان ته به پیسې او رشوتونه ورکوي. مطلب دا چې طالب جان افغانان وژني، د افغانستان ثبات له منځه وړي او د ده د وحشت کرایه پاکستان اخلي.

 که په افغانستان کې خدای مکړه د طالب جان جهل او جنګ روان وي نو پاکستان به ستراتیژیک اهمیت لري او د خپل ستراتیژیک اهمیت په خاطر به ګټې کوي.

 البته، پاکستان یوازې د دغو مادي او اقتصادي ګټو په خاطر طالب جان نه دی ساتلی، بلکې د طالب جان په ساتلو او جنګولو کې یې نورې پټې او ستراتیژیکې ګټې هم شته چې د افغانستان او افغانانو لپاره دومره خطرناکې دي چې مونږ یې معمولا له یادولو ډډه کوو او ځکه ډډه کوو چې بوږنوونکي دي.

 پاکستان په دې فکر کې هم دی چې که طالب جان ته خدای د جنګ کولو همداسې همت ورکړي نو یوه ورځ به دنیا دې نتیجې ته ورسیږي چې افغانستان دې خدای مکړه نه وي او د افغانستان خاوره دې د شاوخوا ملکونو په منځ کې وویشل شي او یا دې خدای مکړه په څو بیلو هیوادونو باندې تجزیه شي. په ۱۹۷۰ کال کې چې په پاکستان کې داخلي جګړه پیل شوه نو په ۱۹۷۱ کال کې دغه هیواد تجزیه شو او تر دې له مخه په ۱۹۴۷ کال کې چې په هندي ټولنه کې اختلافات زیات شول او وینې وبهیدې نو په نتیجه کې هند تجزیه شو. په تیرو لس، پنځلس کلونو کې کورنیو اختلافونو او ناامنیو عراق د تجزیې تر بریده ورساوه او کردستان جلا کیدو ته بیخي تیار شو چې البته، د کردو له استقلال سره د ترکیې، ایران او سوریې مخالفت دا خطر کم کړ خو په افغانستان کې مساله برعکس ده. دلته که خدای مکړه د تجزیې خطره پیدا کیږي نو تر ټولو زیاته ګټه یې ګاونډیو او په تیره بیا ایران او پاکستان ته رسیږي.

 مطلب دا چې پاکستان د افغانستان د جنګ په ادامه کې نه یوازې نن ګټه کوي بلکې د سبا د لا لویې ګټې په فکر کې هم دی او له افغانستان سره دغه ټوله جفا، ټول ظلم او ټول جنایت د طالب جان په وسیله تر سره کیږي.

 تر دې ځایه چې مو څه وویل، د پاکستان د نیتونو او غوښتنو او هدفونو بیان و. په تیرو څو میاشتو کې او په تیره بیا له تیرو څو ورځو راهیسې د پاکستان د نیتونو او هدفونو په مقابل کې جدي خنډونه پیدا شوي دي. نه یوازې یې موقتو ګټو ته خطر پیښ شوی دی بلکې دا ویره هم ورپیدا شوې ده چې شاید لا زیات تاوانونه وکړي.

 اوس دنیا د پاکستان نه بلکې تر ډیره حده د افغانستان خبره اوري او لکه څنګه چې د چهارشنبې په ورځ په خبرونو کې راغلل، ان د طالبانو او پاکستان نوي یار یعنې روسیې هم وویل چې په افغانستان کې به له نړیوالې ټولنې سره مرسته کوي او د افغانستان د ثبات لپاره به کار کوي.

 اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې په کوټه شورا باندې دال او چپاتي بند شي او د آی، ایس،آی نوکران په خړو سترګو، په دین او دنیا کې شرمنده، د افغانستان خلکو ته تسلیم شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *