ثنا ساپۍ

د سهار ۴ بجې وې. موبایل مې زنګونه پيل کړل، له ځانه مې لرې ایښی و ما ویل هسې نه په خوب کې یې مړ نه کړم،  په زنگ وېښه شوم خو له لاسه مې نه کېدل چې پورته شم. پر کړکۍ له پرتو څاڅکو پو شوم د باندې باران و.د موبایل زنګ د څو دقیقو لپاره بند شو خو بېرته یې شور پیل کړ. په عذاب یې کړم. را پاڅېدم.

یکشنبه ده. لندن په دې ورځ غلى وي، خلک ويده، ټرانسپورت خوب وړى ورو او په ځنډ حرکت کوي. زما اورگاډى خوښ دی. چابک دى. بس بيا د یوه ساعت لار په دوو کې وهي. هر ځای درېږي . کله کله خو بیخي میرات ناوخته شي. سړی کار کې په شرمو وشرموي..

د اورگاډي تمځای بند و. بس ته ودرېدم، په ۵دقیقو کې را ته. نری نری باران ورېده. ساړه هم و. زه د تمځای له یوه سره بل ته تلم. هسې قدم مې واهه. ځان مې توداوه. دوه منزله سور بس را ورسېد. خال خال کسان په کې ناست وو. زه دویم پوړ ته وختم. له شیشې سره کښېناستم. د ځینو سپرليوغوږۍ په غوږ وې، سندرې به يې اورېدې، سترګې یې پټې او سرونه یې را ځړېدل. خامخا به خوبوړي و اخر چربانګ مهال و..

سپرليو ته مې وکتل داسې راښکاره شول چې يا به د پولنډ وي او يا به هندوان وي. دا دواړه ډلې ډېر خواري کښه دي. ټول لندن په همدوی ودان دی. هغه د نه سړي کار هم دوی کوي. سمه نیم ساعت لار به مو وهلې وه. بس نا څاپه ودرېد. ډراېور ويل څه ستونزه ده، ورته ويل شوي چې بس تر هغو ودروي چې بل یې مرستې ته ورځي.

هغه ځینې ویده هم لکه چې اوس ویښ و. له ځانه سره وبوږنېدل. ښايي د ناوخته کېدو غم ورسره و. ما هم ساعت ته وکتل. څه کم پنځه وې ما ويل که زما ساعت خراب دی. له نورو مې وپوښتل.. یوه هندو را غږ کړل:

–    ولې نه وې خبره چې ساعت بدلېږي؟

پولنډي په ماته گوډه انګرېزي ورسره ومنله. پسې لګیا شو. د برتانیا د ساعت بدلېدو سیستم یې را ته بیان کړ.

زه خبره وم خو هسې مې له نورو پوښتنه وکړه. ځان مې سم ډاډه کاوه. دلته ساعت په کال کې دوه وارې بدلېږي. په اوړي او ژمي کې. مخته او شاته ځي. پام مې شو چې ډېره وختي له کوره را وتلې یم.

د هغه بل بس پته لا نه لګېده. زړه مې په تنګ شو. هسې هم وخته را وتلې وم. له بسه ووتم. تمځای ته نژدې د ښاري نقشې پایې ته ودرېدم. ځان مې پوهاوه چې چېرې یم. د لندن په زړه کې د تېمز غاړې په جنوب کې وم نو باید مرکز ته روانه شم. له سینده پر پله واوښتم. ټول سیند په څراغونو روښانه و. شاوخوا ټولو کورونو کې څراغونه لګېدل. په اوبو کې کښتۍ تېرېدې. د خلکو شور او ځوږ و لکه دلته چې خلک خوب نه لري.

زه له سینده تېره شوم. کوڅو ته ننوتم. له ما پرته نو دلته انسان نه تر سترګو کېده. داسې چوپه چوپتیا وه ته وا له کوڅې انسانو ګډه کړې وي. باران  یو څه تېز شوی و. چترۍ مې پر ځان خوره کړه. له ډېرو تنګو کوڅو تېره شوم. د لندن زړه ته ورسېدم. د ښاروالۍ خلکو پاکاوه. خلک په اردو، پنجابي او هندي سره لګیا ول. چا جارو کوله، چا په ماشین سړکونه مینځل او چا بیا انبار موټر ته خالي کول.

دفتر ته ورسېدم. نور انګرېز همکاران مې لا  له وړاندې راغلي و. کمپیوټر مې ولګاوه. مشرې مې راته وويل.

–    وخته راغلې يې.

–     خوب نه راته.

خبرونه مې وکتل. افغانستان کې ماين شل کسه وژلي وو. د ورا موټر يې الوځولى و. پورته شوم. په دهليز کې کښېناستم. وخت نه تېرېده.

د ۲۰۱۳ کال د اګست ۲۷، د سهار ۶ او ۳۰دقیقې، اکسفورډ سرکس، د بي بي سي مرکزي ودانۍ.

17 thoughts on “وخت (لنډه کیسه) لیکواله: ثنا ساپۍ”
  1. Hello Sanajany Sapey!
    Really , it was an interesting short-story.I liked it.
    But, you see ,there changes the time in May & Oct. i.e. 2 times /6months in Europe. And your writing`s date is at last 27.Aug.?ooke.
    No problem.
    Hope, we will have more writings from you.

    Dr.HamidUllah Zrrlawer Saphi/Brussels

  2. مننه صافی خور !
    هغو بې ګناه شهیدانو ته دې الله تعالی فردوس جنت نصیب کړي.
    او پاتې کورنیو ته یې دې الله پاک جمیل صبر ورکړي.

    قصه ډیره خوندوره وه ،اروپا بیا په تیره لندن ،باران ،سهر وختي ،څراغونه ،سیند ،چوپه چوپتیا ډیره ښکلې صحنه ده.
    خوند یې وکړو.

    مننه بیا هم

  3. صافی خوری که نه خفه کیږی نوورک یی کړه دادلندن دښار دصفت اوښایست ډیره ژوره تشریح مکوه، ځکه زمونږ نوی ځوانان به ټول مسافر کړی، اوبیا کاشکی چه زمونږ دیی نوی ځوانانو په خپله ګټلی او بیا مسافر کیدلی، ته په خدای باور وکړه دپلار اونیکه دشته ځمکو څخه یی خلاص کړو، ځمکه راته خرڅه یاګرو کړی اویا په افیوم(افین) باندی دسود روپی راواخلی اوځان ستاسو خواته مسافر کړی.

    دخدای په امان

  4. السلام علیکم ثنا ساپۍ خور
    خدای دی وکړی چی ښه روغه رمټه اوسی .
    ډیره ښکلی کیسه وه میظر کشی پکی ډیره زیاته وه . خدای دی وکړی چی زمونږ هیوادوال بیا په دی صفتونو پسی خپلی میندی او خویندی په ویر پری نه ږدی . خدای دی ستا په قلم برکت واچوی . چی پښتو له پاره زیات کار وکړی او مونږ ته دی هم خدای دا توان راکړی چی خپلی ژبی ته خدامت وکړو تاسی ته یو څلوریزه ډالۍ کوم زما خپل شعر نه دی خو زما ډیر خوښویږی مننه

    پښتون پوښتنه له پوښتون نه په پښتو کی وکړه
    وایه پښتونه ستا د زړه مینه له چا سره ده؟
    پښتون پښتون ته ځواب ورکړه په پښتو ژبه کی
    که ته پښتون یی زما ټوله مینه تا سره ده
    شعر می له چا اوریدلی دی خدای دی وکړی چی څه کمی او یا زیاتی می پکی نه وی کړی
    ستاسی خور (ب. ځوانمل

  5. په کیسه کې مو ځنې کرکترونه سپک راوړي دي. لکه هندوان او اردو ګړیدونکي خلک چې انبارونه پاکوي او یا ….

    زما له تاسو دا هیله ده چې ځوانان بهر ته د وتلو لپاره وهڅوئ او هغوی په یوه ملي سرمایه او یوې اقتصادي سرچینې بدل کړئ. خو تاسو هغوی ته داسې انځور ورکوئ چې ګواکې دلته کار یوازې د انبارونو او تشنابونو د پاکولو دی او بس.

    افغانستان کې کار نشته. هر کور لس پنخلس تنه لري، په یو کارګر پلار نه شل کیږي، ځوانان تشویق کړئ چې بهر ته ولاړ شي، کار وکړي، ښه شاقه او درانه کارونه وکړي، په مینه او مزه ېې وکړي. پدې سره هم خپل ژوند جوړولی شي او هم په افغانستان کې د خپلې کورنۍ سره ښه اقتصادي مرسته کولی شي.

    ځوانانو په سمندر ځانونه ډوب کړئ خو د فقر دغه مصیبت ته غاړه مه ږدئ

  6. ډيره په زړه پوري کيسه ده پخواپه روسيه کې هم ساعتونه يوساعت وروسته اووړاندې کيدل دتغييرپه اوله ورخ خوډيري خلګويوساعت وختي ياناوخته کيدل خودادوه کاله کيږي په روسيه کي ساعت بدلون نه مومي

  7. ثنا جانې صافۍ کیسه لیکل د ښکلي دي، خو د کیسې په سر کې ليکل شويدي، (وخت) مګر کله چې سړی کيسه لولي ، نو موضوع له سرليک څخه ډيره لیرې تللې ده، بل دا چې نورې اضافي خبرې ورکې ډيرې دي، خو اصلي هدف چې د وخت نه تيریدل دي، د هغه لامل هم په افغانستان کې د ماین له امله د شلو تنو انسانانو مرګ دي، د کیسې دغه اصلي منځپانګه اصلا هیځ نده را سپړل شوې، چې د کیسې لوستلو اهمیت يې له خنډ سره مخ کړی دي. ټکرونه او کليپ هنګرونه يا تلوسې يې هم د یوه لوستونکی په صفت په ډيره بښنه وایم، که په راتلونکې کې د کيسې موضوع پيل ، منځ او پاي ته پاملرنه وشي، او اصلي موضوع باندې ډير فوکس وي، لوستونکي به نورهم د ماپه څیر لوستلو ته مجبور کړي، نثريې ډير خوږ دي، موضوع يې هم ډیره ښه غوره شوې ده، او ژبه يې هم ښه روانه او عام فهمه ده، د تخیل پلو او زرین قلم د تل له برکت نه ډک غواړم.

  8. دیر ښه دوخت به ارزښت باندی چی سومره وغږیږو نوبیاهم کم ده
    وخت سره زر دی که چاتری استفاده وکړه خبل هدف به تر لاسه کړی

  9. ښکلې او په زړه پورې کیسه، څښتن تعالی مو دې نور له دې وژنو خلاص کړي او افغانانو ته دې څښتن تعالی د سوکالې ژوند ور په برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *