احمدضيأ فضلي

وخت په هر حال تېرېدونکي دئ!

بیا هم یو بل اړین او مهم ټکی هغه دا؛ چې په هر حالت کې وخت تېرېدونکی دی. ستاسو د ژوند ورځې، اوونۍ، میاشتې او کلونه د باد یا برښنا په ډول تېرېږي. یوازینۍ پوښتنه، چې پاتې کېږي هغه دا ده، چې ستاسو کړنلاره له وخت څخه د ګټې اخستنې په صورت کې څه ده؟

دا، چې ورځ په هر حال تېرېږي او ژوند مو ورو ورو لنډېږي، نو ولې سهار لږ څه ژر له خوبه ونه پاڅېږو، خپلې دندې یا هم کارځای ته مو لږ ژر ولاړ نه شو، لږ څه ډېر او سخت کار ونکړو او لږ وروسته له خپلې دندې څخه د کور په لور راستانه نه شو؟ ولې د یوه پیاوړي او بریالي کس په توګه پېژاند یا شهرت ونه موندو؟

ولې د هغه چا په ډول ونه اوسو، چې په چټکۍ سره خپله کړنه یا هم دنده ترسره کوي او ټول وګړي ورته اړتیا ولري. دغه کار له هر څه نه ډېر ستاسو په ژوند کې د پرمختګ او بریا لامل ګرځي.

ځینې کسانو ته، چې لږ څه حالت ستونزمن شي نو له ژوند څخه یې هيله او تمه پرېکېږي، له پرمختګ او بریا څخه یې زړونه سړېږي او تر دې، چې بیا نشي کولای په خپلو پښو ودرېږي.

خو حقیقت خبره داده، که هر څومره زموږ او تاسو لپاره حالت او شرایط ستونزمن شول دا باید په یاد ولرو، چې دغه ستوزمن حالات او شرایط تېرېدونکي دي، د تل لپاره په یوه حال نه پاتې کېږي. هېڅ کله هم باید له خپل ژوند، دندې او کړنو څخه ناهيلو نشو. د ژوند ښه او بد حالات دواړه د تېرېدو په حال کې دي، نو ښه خبره دا ده، چې په ښه ډول ګټه ترې پورته کړو، ستونزمنو او بدو شرایط په وړاندې ودرېږو او هېڅ کله هم خپله حوصله له لاسه ورنکړو.

نو په دغه صورت کې به مو له خپل تېرېدونکي او تېرشوي ژوند څخه په ښه توګه ګټه پورته کړې وي او په هر حال کې به مو بریا او پرمختګ په برخه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *