لیکوال محمداکبر حقمل
وخت هغه ځان ټولوونکی څیز دی، چې هېڅکله نه ډېرښت او نه غزونه قبلوي، له هر چا سره په چل کې دی، تل خپل مزل لنډوي او په بیړه بیړه خپله ټاکلې موده پوره کوي. وخت موږ ته ارزښت نه راکوي، چې موږ یې ور نه کړو. وخت تل له موږ څخه د هغه ارزښت غوښتونکی دی، چې وخت پخپله ورته هېڅ اړتیا نه لري بلکه موږ په خپله ورته اړ یو. که له وخت څخه په بشپړه توګه ګټه وانخلو نو د زیاتې پښېمانۍ لامل به مو وګرځي ځکه کله، چې وخت تېر شي نو د بیا را ګرځولو او درلودلو په موخه یې که هر څومره هڅې وکړو نو زموږ هڅې به سل سلنه نابریالۍ او بې پایلې وي ځکه، چې وخت د تل لپاره نه راګرځېدونکی او ځان خوړونکی دی. ځان خوړونکی ورته ځکه وایو، چې غزونه نه کوي او اوږدېږي نه یواځې او یواځې بشپړېږي او ځان پای ته رسوي. د بریالیو کسانو د بریالیتوب یو تر ټولو مهم او ارزښتمن راز په دې کې دی، چې دوی هېڅکله خپل وخت له لاسه نه ورکوي او تل له وخت څخه د ګټو اخیستنو په موخه هڅې کوي ځکه دوی پوهېږي، چې وخت بیاځلې نه راګرځي یعنې یو ځان خوړونکی او فنا کېدونکی څیز دی. هغه کسان څوک، چې له خپل ارزښتمن وخت څخه بشپړه ګټه نه اخلي او بې ځایه یې ضایع کوي د نه هېرېدونکې خواشینۍ او پښېمانۍ لامل یې ګرځي ځکه، چې خپل ارزښتمن وخت له لاسه ورکوي او تېر شوي وخت ثمره یې نه ویني او د خپل اوسني او راتلونکي ژوند لپاره هېڅ کومه لاسته راوړنه نه لري. خوښ او بریالي کسان خپل وخت ته ارزښت ورکوي، بې ځایه یې نه ضایع کوي او تل پکې د لاسته راوړنو هڅې کوي، چې تل یې د بریالیتوب لامل ګرځي. له لوستلو مو نړۍ مننه ستاسو ورور محمداکبر حقمل M Akbar Haqmal