هغه وړتيا چي وخت په سم او غېزناک ډول لګوي، د وخت مديريت بلل کېږي. يا په بل عبارت، د وخت مديريت هغه قابليت دئ چي د ورځي په اوږدو کي لګېدونکي ساعتونه د هدف د لاسته راوړلو لپاره په سهي شکل پلان او کنټرول کړل سي. برعکس، کمزوری مديريت بيا تر ډېره د انسان له ټمبلۍ او لټۍ سره تړلی دئ.
 آيا کله مو دې ته فکر سوی چي په يوه عادي کار باندي مو ډېر وخت لګېږي، خو په عين حال کي مو بيا ځيني مهم کارونه درڅخه پاته وي؟ که همداسي پېښه سوې وي، نو دا مو د وخت ناسم استعمال دئ. مهم او عاجل کارونه مو بايد اول او پر وخت وکړئ.
که غواړئ وخت مو سم ولګېږي، په کارونو کي مو لومړيتوبونه وټاکئ. مهم کارونه لومړی او نسبتاً نامهم په دوهمه او ورپسې په درېیمه کټګوري کي ونيسئ. مثلاً که مو ټليفون ته داسي مهال زنګ راسي چي تاسو فېسبوک کاروئ او يا برېښناليک ځوابوئ، نو غوره دا ده چي لومړی ټليفون ځواب کړئ ځکه فېسبوک او ايمېل دواړه نسبتاً نامهم دي. که داسي ونه کړئ، نو د فېسبوک کارولو پر مهال مو ښايي پنځوس سلنه فکر په هماغه ټليفون کي بند وي چي څوک به وو او څه به يې ويل. دا نو داسي معنا لري لکه په يوه وخت کي چي دوه کارونه کوئ. په يوه وخت کي دوه کارونه د انسان صفت نه، بلکي کمزوري ده. دغه کار د وخت په تېرېدو سره انسان له يو شمېر مشکلاتو سره مخامخ کوي. دا خبره په ۲۰۱۰ کي يوې فرانسوۍ مجلې خپره کړې وه. هغه مهال يوې طبي څېړونکي ډلي يوه څېړنه کړې وه چي که څوک په يوه وخت کي دوه کارونه کوي، نو د دماغ هره برخه به يې يو کار پر خپله غاړه اخلي. په دې معنا چي په هر کار کي به مو پنځوس سلنه فکري تمرکز موجود وي.
ډېر خلک له ټمبلۍ او لټۍ څخه سر ټکوي چي څنګه ځان ځني خلاص کړي. د دې مشکل د ليري کولو لپاره يوه د حل لار دا ده چي د خپلو ورځنيو کارونو لپاره يو منظم مهالوېش جوړ کړئ. د مهالوېش جوړول هم ډېرو کسانو ته ستونزمن کار دئ، خو دغو کسانو ته يې يوه اسانه طريقه دا ده چي په اوايلو کي دي يوازي ډېرو مهمو او ضروري کارونو ته وخت ځانکړی کړي او بيا يې عملاً پر وخت وکړي. غيراړين کارونه دي تر مهمو هغو وروسته وسي.
څنګه ممکنه ده چي دا هر څه عملاً ترسره کړو؟ يو مهم ټکی دا دئ په دې لار کي موجود خنډونه لومړی په نښه او وروسته يې ليري کړو. هغه خنډونه چي د فوق الذکر نقاطو د عملي کولو مخه ډب کوي.
One thought on “وخت څنګه سم ولګوو؟ / اصف پتيالي‎”
  1. We as human being have to mange our time on daily base.
    Early in morning Muslims are going to Down or Fajr Prayer
    As will as five time prayer is obligatory on each & every muslim.
    Work Schedule is also important
    The oppointmets is another important schedule.
    Family relation & children care is basic requirements.
    The parents has to pay extra attention to theire children .
    Relative visit should not be ignored.
    Also Paciants visit in Hospital or in theire house is nessesary
    The Neghboure must be in the schedule .
    Above are few items to be included in time management .
    Thanks & best regards

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *