د بدلون اوونیزې لېډينګ سټوري/ اداره

بدلون اوونيزه/دوهم کال/۲۴ مه / پرلپسي ۷۶ مه ګڼه/چهارشنبه/ ثور/۸/ ۱۳۹۵ 

ودان افغانستان ګوند په افغانستان کې په داسي حالاتو کې د ملي سياسي ګوند په توګه د راڅرکندېدلو هڅه کوي چې لا هم په هېواد د خلکو عامه ذهنيت د ګوندو او سياسي ډلو، ټپلو پر وړاندي منفي دی.

د ولس اکثريت مو د وطن د ورانۍ و بربادۍ لامل ګوندونه يادوي او ټينګار کوي چې ګوند معنا وژل و ژوبلول او سياست معنا خيانت و رزالت. ولي بدبختانه چې لاتر اوسه مو هم لوستي و نالوستي په دې نه دې پوهول شوي چې دوی د ګوندونو او جنګي ډلو تر منځ توپير وکړای شي.

ودان افغانستان ګوند هڅه کوي چې د يوملي سياسي ګوند په توګه پر ګوندونو د ولس بايللی باور لاسته راوړي چې له نيکمرغه خپل همدې هدف ته ګام پر ګام نږدې کېدونکی دی.

د ددې ګوند سرپرست مشر ښاغلي محمد يار يار او د کندهار د ولايتې کمېټي غړو د ۱۳۹۵ کال د ثور د مياشتي په اتمه نېټه په هلمند ولايت کې د ياد ګوند د ولايتي کمېټي او ولسواليو د کمېټو له مسولېنو او غړو سره غونډه تر سره کړه.

په غونډه کې د ګوند پر وروستيو پرمختګونو خوښي وښودل شوه، په راتلونکي کې د ګوند د لا پرمختګ په موخه له يو بل سره نظرونه شريک شوه او د ممکنه خنډونو د مخنيوي په موخه پلانونه جوړ شول.

د ولايتي کمېټي تر غونډي وروسته ښاغلي محمد يار يار او نورو ګوندي غړو د هلمند ولايت د ادبي بهير او د مدني ټولنو له مشرانو او غړو سره غونډه تر سره کړه.

په ياده غونډه کې چې د هلمند ادبي بهير په تالار کي جوړه شوي وه. د ياد بهير د مشر ښاغلي سيد محمد حيرت له لوري د محمديار يار او نورو ګوندي ملګرو تود هر کلی وشو. نوموړي د دوی فرهنګي او سياسي مبارزه يوه پاکه،هدف منده او بريالۍ مبارزه وبلله.

په دې غونډه کې محمد يار يار د هلمند ولايت د فرهنګپالو او مدني و سياسي مبارزينو پرمختګونو اميد راوړونکي وبلل او د ثور اوومي او اتمي ورځي ته په اشاري سره يې وويل چې ځوان نسل بايد له تېرو پند و عبرت واخلي او اوس پر دې کار وکړي چې تر څو يو افغان محوره فکر رامنځته کړي او همدا فکر  په ټولو سره قوي و علني کړي چې وکولای سي هم افغانستان او هم افغان انسان ته نجات ورکړي

د همدې ورځي په اوږدو کې يې مازدیګر پنځه بجې د ودان افعانستان ګوند د میوند کمېټې له ملکرو سره ګوندي مجلس وکړ.

د میوند کمېټې غړو د ودان افغانستان ګوند د سرپرست مشر ښاغلي یار په ورتګ خوښي وښوده او پر یو شمېر مهمو ګوندي مسایلو یې د بحث تر څنګ د ګوندي مبارزي د لا پرمختيا و ژمنتيا  ډاډ ورکړ.

په ميوند کې له ګوندي ملګرو سره تر غونډي وروسته د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ له ګوندي ملګرو سره ناسته يې د همدې ورځې څلورمه غونډه وه چې شاوخوا د شپې نهه بجې پای ته ورسېده.

ټاکل شوي چې د همدې مياشتي په نهمه نېټه په کندهار ولايت کې د جنوبي زون په کچه د ګوندي ملګرو تر منځ درې مياشتنۍ نوبتي غونډه هم تر سره شي.

د ودان افغانستان ګوند وروستيو کارونو و پرمختګونو ته په کتلو سره له دې ګوند سره د ولس خواخوږي په ډيرېدو و زياتېدو ده او په کور دننه و بهر کې يې د علمي او اکاډميکو شخصيتونو له لوري تود هرکلی کيږي. دوی په ډير وياړ سره د ګوند غړيتوب منلو ته زړه ښه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *