ودان افغانستان ګوند د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې، د ولسمشریزو ټاکنو له مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې پرته له کوم امتیاز څخه د تحول او تداوم له ټیم سره یو ځای شوي دي.

د ودان افغانستان ګوند سرپرست مشر محمدیار- یار په دې اړه په یاده ملاتړغونډه کې وویل چې د تحول او تداوم ټیم څخه ځکه خپل ملاتړ اعلانوي، چې د نوموړي ټیم منشور د ودان افغانستان ګوند له تګلارې او کړنلاري سره خورا زیات مشترک ټکي لري، ښاغلي محمدیار د نمونې په توګه د تحول او تداوم ټیم د اقتصادي برنامه یادونه کړه، چې د ودان افغانستان ګوند له اقتصادي تګلارې سره پوره سرخوري.

نوموړيزیاته کړه چې پرته له کوم امتیاز څخه د تحول او تداوم له ټیم سره یو ځای شوي دي او په راتلونکي کې به د نوموړيټیم واک ته د رسېدو سره سم د هغوی له کړنو نظارت کوي او پر له پسې به کوښښ کوي،چې یاد ټیم دې ته مجبور کړي، چې هغه ژمنې، چې د کمپاین پر وخت يې ولس ته ور کړي دي، عملي کړي.

1ور پسې د اقتصاد پخواني وزیر او د تحول او تداوم ټیم غړي ښاغلي انورالحق احدي خبري وکړې، اوخوښې یې څرګنده کړه، چې د ودان افغانستان ګوند د تحول او تداوم له ټیم څخه خپل ملاتړ اعلان وي.

ښاغلي احدي وویل چې افغانستان په ډېر بد اقتصادي حالت کې قرار لري، چې د همدا بدحالت څخه د را ایستلو یوازینۍ لاره د تحول او تداوم ټیم اقتصادي برنامه ده، چې په پلي کولو سره به یې د افغانستان اقتصاد پر خپلو پښو ودرېږي.

د غونډې درېیم وینا کوونکی د تحول او تداوم د ټیم دوهم مرستیال ښاغلی سروردانش و، ښاغلي دانش په دې خوښي وښوده، چې د افغاني ټولنې یو روشنفکره قشر( ودان افغانستان ګوند) له تحول او تداوم ټیم څخه خپل حمایت اعلانوي.

نوموړي له افغان ولس څخه وغوښتل، چې د جوزا پر ۲۴- مه را ووځي، رایه ورکړي او خپل سرنوشت په خپل وټاکلي.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې د تحول او تداوم ټیم به واک ته د رسېدو په صورت کې د اداري فساد او بیکارۍ له منځه وړل، د قانون پلي کول او سولهراستلو ته لومړیتوب ورکړي.

د تحول او تداوم ټیم دوهم مرستال د ودان افغانستان ګوند څخه غوښتنه وکړه، چې د هېواد ګوټ- ګوټ، ته ولاړ شي او خلک رایه اچونې ته وهڅوي.

د ملاتړ غونډې په وروستیو شېبو کي د تحول او تداوم ټیم څخه د ودان افغانستان ګوند د ملاتړ اعلامیه ولوستل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *