لېډينګ سټوري/ د بدلون اداره
يو لنډ تاثر/ اسمعیل لاروی/ پکتیا
اوس مې د وطن خلک د مرګ په خوب ويده نه دي
اوس خو به د جنګ بلا په ځان را وروي لمبې
رحمت شاه سايل
هغه ښار چې اوسېدونکي يې له چاودنو او تاوتريخوالي نور ستړي دي، هغه ښار چې نږدې هره ورځ پکې د جنګ خبرې کېږي، هغه ښار چې په نږدې هره وياله کې يې د انسان وينې وبهېدې؛ نن پکې د معمول خلاف د ټوپکو او نورو وسلو ضد تبليغ کېږي، نن پکې له جګړې ستړی انسان د مينې او اخوت خبره کوي، د بشردوستۍ او عدم تشدد تبليغ کوي او د بې ګټې جنګ اور مړ غواړي.
نن د دې ښار ماشومان د سولې او امن د ارمان څرګندويي کوي او له ښاريانو غواړي، چې له جنګه لاس پر سر شي، خپلو ماشومانو ته کتابونه، کتابچې او قلمونه واخلي.
دا تنکي ماشومان هغه ټوپکونه ماتوي، چې د دوی د پلرونو او نيکونو ژوند يې اخيستی، د دوی جنتي خاوره يې په دوزخ
بدله کړې او د دوی د څو نسلونو بشريت يې ترې اخيستی.
دې ماشومانو ډول، ډول ليکلي پيغامونه په لاسو کې نيولي: «موږ کتابونه غواړو، ماشومان بې کتابونو مه لويوئ!، ټوپکونه مات کړئ، ماشومان په سوله ايزه فضا کې وروزئ!!!…».
د دې ماشومانو پيغامونو ته هغه بوډا هم حيران دريان ولاړ دی، چې کلونه، کلونه يې په جګړو کې تېر کړي، خپل خپلوان يې پکې بايللي … او هغه ځوان سرتېری هم چې هره ساه د مرګ خوبونه ويني.
په افغانستان کې دا څو کلونه جنګ دی او دا څو کلونه تش په نوم د سولې او امن راوستو خبرې کېږي خو په واقعي مانا د جنګ او تشدد د ځپلو لپاره هيڅ زورواکي او واکمن لوري تر اوسه اخلاص نه دی ښودلی.
د پاچا خان د خبرې خلاف چې (تشددـ تشدد زېږوي) موږ ټول عمر همدا نغارې واورېدې، يو بشپړ نسل مو په همدې تشدد کې ژوند وکړ خو د تشدد ځپلو لپاره هيڅ لوري صداقت نه لاره. يوازې دا نه چې لويان مو په جنګي ذهنيت کې غرق وو، ماشومانو ته مو همدا د بدبينۍ، کرکې او جنګ ذهنيت ور کاوه او ور کوو يې.
زما د قام د کومې بدبختۍ به درته وايم
چې څوک را زلمي کېږي، په ټوپکو پسې ګرځي
ارواښاد صاحب شاه صابر
زموږ ماشومان اوس هم په جنګي ماحول کې را لويېږي او دا د دوی پر راتلونکي مستقيماً منفي اغېزې لري، يوازې دا نه چې راتلونکی يې ور خرابوي، بلکې اوس يې هم په رواني ناروغيو اخته کوي.
د راتلونکي نسل غم خوړل زموږ مسؤليت دی او دا مسؤليت يوازې کم شمېر کسانو درک کړی دی. په پکتيا کې د لومړي ځل لپاره د ودان افغانستان ګوند د ولايتي څانګې له لوري د جنګي ذهنيت د ځپلو په خاطر يو تبليغاتي کمپاين تر سره شو. په دې کمپاين کې يو شمېر ماشومانو پلاستيکي ټوپکونه مات کړل او له کتابپلورنځي يې کتابونه، قلمونه او کتابچې واخيستې.
دا کمپاين ګټور ځکه وو، چې يوازې د ګوند غړيو پکې د جنګ خلاف نعره نه پورته کوله؛ بلکې بدرګه يې د بېلابېلو قشرونو او بېلابېلو ډلو د استازو له لوري وشوه.
د کمپاين په ترڅ کې ماشومانو له حکومتي چارواکو، نړيوالې ټولنې او مدني فعالانو وغوښتل، چې د وسلو ضد مبارزه کې يې همکاري وکړي، دوی له جنګه ستړيا وښوده او په کورونو کې يې د کتابونو غوښتنه وکړه.
د ماشومانو په ژبه د جنګ ضد تبليغ د هغه چا لپاره يو ښه پېغور دی، چې جنګپال دی، وطن ورانوي او د ماشومانو سالمې روزنې ته توجه نه کوي.
په اختريزو او نورو مېلو کې زموږ د ماشومانو تر ټولو ښه لوبه اوس هم جنګي لوبې وي. يو ملګري مې راته کيسه کوله، چې په کوڅه کې يې هره ورځ د دوه ډلو ماشومانو تر منځ جګړه وي؛ يوه ډله ماشومان د ملي اردو د سرتېرو او بله ډله د وسله والو طالبانو رول ادا کوي نو زموږ د ماشومانو د روزنې وضعيت په دې ډول دی او د دې وضعيت د بدلولو لپاره د عامه پوهاوي همداسې تبليغاتي کمپاينونه لازمي دي.
د تبليغاتي کمپاين په جريان کې د ودان افغانستان ګوند د ولايتي دفتر يو تن فعال غړي سيدالرحمان نيازي له رسنيو سره په خبرو کې وويل؛ له دې کمپاين څخه يوه موخه دا ده، چې په مېلو او اخترونو کې بايد مېندې او پلرونه خپلو اولادونو ته د لوبو داسې وسايل وانخلي، چې جنګي ذهنيت خپروي.
نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم زياته کړه، چې دوی به ورته نور پروګرامونه هم تر سره کوي او د ماشوم پر سالمه روزنه به ځانګړی ټينګار کوي.
د پکتيا د ولايتي شورا غړي هم د ودان افغانستان ګوند د ولايتي دفتر دا هڅه ستايي، چې د وسلو او جنګي ذهنيت د ځپلو پر وړاندې مبارزه کوي او له نورو سياسي ګوندونو او مدني ټولنو هم د ورته خوځښتونو غوښتنه کوي.
دوی دا ډول تبليغاتي کمپاينونه د ټولنيز شعور د پياوړتيا او د فکري ليد د مثبت تغير لپاره مؤثر يادوي.
تاج محمد منګل د ولايتي شورا وکيل دی، چې هغه مهال يې له رسنيو سره په خبرو کې داسې وويل: «په افغانستان کې ګوندونو يوازې وينې تويې کړې دي، جنګ يې کړی، افغان انسان يې وژلی خو ودان افغانستان ګوند د دې ټولو خلاف فکر لري».
د تاج محمد منګل خبرې په بشپړه مانا د تاييد وړ دي ځکه زموږ سياسي ګوندونه او خوځښتونه اوس هم د افغانستان د ورانۍ لپاره لګيا دي، د پردي جنګ د اور سکروټې تر خپله کوره راوړي او دلته پرې خپل افغانان کبابوي خو که د ودان افغانستان ګوند په څېر د ټولنې د خير او اسوده ګۍ په خاطر د عامه پوهاوي پروګرامونه تر سره شي؛ دا يوه ورځ د جنګ ضد کمپاين به له زرګونه کاله جنګونو بهتره وي.
د پکتيا ولايتي شورا غړيو د ودان افغانستان ګوندـ د ولايتي دفتر دا هڅه وستايله او ژمنه يې وکړه، چې دوی به د سيمې په کچه د عدم تشدد د مبارزې لپاره کار کوي.
د ځوان وکيل محمد رحمان قادري خبرې هم د ستاينې وړ دي چې د دا ډول پروګرامونو ننګه کوي او وايي چې د وس تر بريده به حکومتي ادارې دې ته متوجه کوي، چې د ماشومانو روزنې ته ځانګړی پام وکړي او جنګي فکر يې په ماحول کې وځپي.
د جنګي ذهنيت د ځپلو لپاره راوتي ماشومان له ټولو هيوادوالو غواړي چې نور دې له جنګونو سره مخه ښه وکړي او د ماشومانو سالمې روزنې ته ځانګړی پام وکړي.
دوی په تنکيو ژبو د کتابونو، قلمونو او کتابچو غوښتنه کوي خو وسلې غندي او وايي، نور دې دوی ته په ارام او سوکال محيط کې د زده کړې او خوشحال ژوند زمينه برابره شي.
دې ماشومانو لسګونه هغه ټوپکونه، تمانچې او پلاستيکي بمونه مات کړل، چې د تبليغاتي کمپاين لپاره يې په ښار کې رانيولي وو.
دې ماشومانو د ښار په يو کتابپلورنځي کې کتابونه، قلمونه، کتابچې او مجلې را ونيولې او له مشرانو يې وغوښتل چې نور دې د دوی په چاپېريال کې د جنګ اورونه نه بلوي.
په پکتيا کې د ودان افغانستان ګوند له لوري د جنګي ذهنيت د ځپلو پر وړاندې دا لومړنی تبليغاتي کمپاين دی چې د وسلو ضد پيغامونه لري او ماشومان ليک- لوست ته هڅوي خو دلته هم د هيواد د نورو ښارونو په څېر اکثريت ماشومان له جنګي لوبو او ذهنيت اخيستو سره لويېږي.
په کار ده چې د هيواد په ټولو ښارونو کې د هغو وسايلو پر خرڅلاو بنديز ولګېږي چې جنګي ذهنيت خپروي، هغه سريالونه او فلمونه بند کړای شي چې جنګي صحنې لري، په کورونو کې د ټوپکونو او تمانچو پر ځای د کتابتونو جوړېدو تبليغات وشي او په هره سيمه کې داسې پروګرامونه تر سره شي چې پر اساس يې جنګي ذهنيت ځپل کېږي؛ نو شونې ده چې تر يو حده مو د ماشومانو ذهنونه زده کړې او سوکال ژوند ته اماده شي.
بل دا چې بايد په لويه کچه نور د جنګ د پای ته رسېدو هڅې وشي، تر کومه به موږ جنګېږو؟ تر کومه به نورو ته احتياج يو؟ او تر کومه به در په در يو؟ له دې هر څه څخه د راوتو ښه لار دا ده چې ټول د جنګ د پای ته رسېدو په برخه کې هڅې وکړو.
که چېرته زموږ ګوندونه، مدني ټولنې، حکومتي چارواکي او عام خلک په شريکه د جنګي ذهنيت د ځپلو لپاره کار وکړي نو د کم وخت په تېرېدو به مو په هيواد کې سوله حاکمه وي او تر هغه به هيڅ سوله رانشي چې خپله موږ جنګ ته لېوال يو، موږ تر هر چا زيات خپلې تباهۍ ته خوشحال يو.