هلمند- د ودان افغانستان ګوند په سلګونو غړو او پلویانو نن د یوه سوله ییز لاریون په ترڅ کې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو برید په سختو ټکو وغانده.
لاریون کوونکو له ځان سره بېلا بېل شعارونه لېږدول او د لښکرګاه ښار په بېلا بېلو سیمو کې یې لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د خپل لاریون په وروستیو کې یو څلور ماده ییز پریکړه لیک واوراوه.
د پرېکړه لیک په دې مادو کې راغلي چې موږ ټول افغانان په ځانګړي ډول د ودان افغانستان ګوند غړي پر خپله خاوره د پاکستان تېری په کلکو ټکو غندو، د دې تر څنګ یې له افغان دولت څخه غوښتنه کړې چې هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان پر خاوره تېری وکړي، لاریون کوونکو همدارنګه له ټول افغان ولس څخه وغوښتل چې د پاکستان د دې کړنې پر وړاندې غلي پاتې نه شي او د هیواد د ژغورلو لپاره سوله ییز لاریونونه ترسره کړي.
په پرېکړه لیک کې همدارنګه د افغان ملي امنیتی ځواکونو د مېړانې او قربانۍ قدرداني او ستاینه شوې او له دوی څخه یې خپل هر اړخیز ملاتړ ښودلی دی.