له حزب اسلامي سره د مذاکراتو او روغې- جوړې د وروستیو پرمختګو په اړه د ودان افغانستان ګوند اعلامیه
افغانستان لاهم له بحراني شرايطو تیریږي، جګړې ددې هېواد له ستر او حوصله من ملت څخه ډېر څه اخیستي، د پخوانیو جګړو او دغه راز د ترهګرو په لاس هېواد ته د رسېدلو مالي او ځاني زیانو تاثیرات زموږ د ځورېدلي ملت په روح او روان کې ژوندي دي.
پر دې اساس سوله د افغانستان دژغورنې، رغونې ، امن اوپرمختګ کلۍ ده. سولې ته هره ممکنه لاره چې ورپرانیستل کیږي موږ یې تود هرکلی کوو. که یو ټوپک له اوږې راښکته کېږي، که د یو افغان انسان د مرګ سبب هم له منځه ځي او که د یوه ښوونځي دړه هم پرانیستل کېږي دا د افغانستان د بقا او امن لپاره غټ ګام دی.
ودان افغانستان ګوند په همدې هیله او استدلال له حزب اسلامي سره ددولت د سولې دپروګرام او د سولې شورا او دحزب اسلامي دمشر ښاغلي ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې د تازه ایجاد شوي فرصت تود هرکلی کوي. په ټول توان موږ د سولې د مذاکراتو داوسني بهیر ملاتړي او لاس نیونکي یوو، دا خبرې موږ په نېک پال نیسواو ددواړو لوریو دنیک نیت او عملي اقدام ستاینه کوو.
و.ا.ګ هیله لري، چې دا مذاکرات او روغه جوړه به له افغاني طالبانو سره هم د مذاکراتو او سولې یو مفید معمول رامنځ ته کړي او داسې ورځې به راشي چې په افغانستان کې به ټول ناراضي اړخونه د جنګ پرځای د سیاست او سیاسي – اجتماعي مبارزې له لارې د بسیا او امن افغانستان لپاره څنګ پرڅنګ خدمت کوي.
ودان افغانستان ګوند غواړي، چې نظام قوي او پر پښو ودریږي او داسې ورځې راشي، چې انتقالي عدالت په هیواد کې پلی شي ، د حقوق الله او حقوق العبد درناوی وشي، او هغه ټول اشخاص چې جنګي جنایتونه یې ترسره کړي ( له هر راز توپیر او تبعیض پرته) د قانون په رڼا کې د محاکمې مېز ته راکاږل شي.
د یو پیاوړي، امن او مترقي افغانستان جوړېدو په هیله
دا ملت دې تل سرلوړی وي.
ودان افغانستان ګوند
مرکزي کومېټه
فرهنګي څانګه
۱۳۹۵،۲،۳۰