وده مجله چې د تېرو درو کالو راهسې په کابل کې له ښوونې و روزنې پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي،د پښتو څانګې او محصلینو له خوا چاپېږي، د درېیم کال پر له پسې څلورمه ګڼه یې په (۱۱۴)- مخونو کې چاپ شوې ده.

د مجلې د امیتاز څښتن د پښتو ادبیاتو څانګه، مسؤل مدیر یې ګلپال حسن او مرستیال یې عرفان الله احمدزی دی.

په دې ګڼه کې ادبي، اجتماعې،څېړنيز، کلتوري، ګرامري، ژبنې، هنري او ادبي مقالې چاپ شوې چې، د عامو لوستونکو تر څنګ د پښتو ادبیاتو د محصلینو لپاره ګټور تمامېدای شي.

ګلپال حسن وایي، چې تر ډېره حد یې کوښښ کړې دی، چې په وده مجلې کې د محصلینو لیکني، شعرونه، ادبي ټوټې او لنډې کیسې را واخلي.

حسن زیاتوي، ځکه یې دا کار کړې دی، چې محصلین مو کار ته تشویق شي، نوموړی ډاډ څرګندوي چې د محصلینو دا ابتدایي کارونه موږ ته زیری راکوي، چې په راتلونکي کې به دوی د ادبیاتو په برخه کې ستر کارونه وکړي.

پاته دي نه وي، چې ښوونې و روزنې پوهنتون د ودې په نوم بنسټ هم لري، چې میاشت په میاشت په نوموړي پوهنتون کې مشاعرې او د کتابو د مخکتنې غونډي کوي.

راپور: عصمت بهیر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *