د ودونو په اړه په ټوله نړۍ کي ډير په زړه پوري رواجونه او انګېرنې سته د همدې رواجونو په واسطه دا مراسم نور هم ښکلا پيدا کوي .
د نړۍ په هره ټولنه کي د ودونو په مراسمو کي خوښۍ او ميني وي. د همدې دود په واسطه دوې کورنۍ خپل شناخت او ملګرتيا په خپلويو بدلوي ، د دوو انسانانو نوی ژوند پيليږي او هغه د راتلونکي په اړه خوبونه ګوري. په نړۍ کي د واده د شپې لومړنۍ ورځ په بيلا بيلو ډولونو لمانځل کيږي د هغې د جملې څخه ځیني دودونه ډير په زړه پوري وي .
تر بالښت لاندي د پنپر ايښو دل :
په ځينو ټولنو کي دا خبره ډيره مشهوره ده که چيري د ناوې او زوم تر بالښت لاندي يو پاونډ پنير کښيښول سي نو اولادونه به يې زيات وي.
هر څوک چي لومړۍ ويده سي هغه به لومړی مري:
د واده په هکله دا هم انګېرنه ډيره اوريدل کيږي چي که په دغه شپه د زوم او ناوي څخه هر يو ژر ويده سو دهغه عمر به لږ وي او هغه د خپلو ملګرو په پرتله ژر مړ کيږي.
په ګلونو ښايسته خونه :
د يوه پخواني دود له مخي د خلګو داسي باور دي چي که خونه ښايسته، زړه وړونکې ، په رانګارنګو ګلونو ښايسته وي د ګلونو دغه خوشبو يي د نوي جوړې د يو ځای کيدو او د ژند دنوي سفر شروع کول نور هم مينه ناک جوړوي او ددې اغيز په راتلونکي ژوند باندي هم وي. په ټوليزه توګه په دې ښپه خونه دګلاب او نوروښه بوی لرونکو ګلانو پوښل کيږي.
د ملګرو او خپلوانو لپاره خوښي :
د واده په شپه نژدې خپلوان او د زوم ملګري ښه ساعت تيروي او زوم د شپې تر ناوخته د ناوي خوني ته نه پريږدي، دهمدې موقع څخه په ګټه اخيستني سره ملګري ځني شرطونه په زوم مني او خوار زوم د خپلي ناوي خوني ته د تګ په خاطر دملګرو غوښتنو منلو ته غاړه ايږدي.
مخ ښودنه :
په عام ډول لومړی ناوې خوني ته بيول کيږي تر څو يو څه ارام وکړي يو څه وخت وروسته زوم هم خوني ته ور داخليږي او د ناوي د مخ د ليدلو په خاطر دناوي دمخ څخه شال پلو پورته کوي او ناوي ته يو ډالۍ هم ور کوي کومي ته چي مخ ښو دنه ويل کيږي دا حالت ناوې په خپل ټول عمر کي نه هيروي.
د شيدو ګيلاس :
د دې پخواني دود له مخي ناوي او زوم ته د واده په شپه د شيدو ګلاس ور کول کيږي په دغو شيدو کي زعفران هم ګډ سوي وي. داشيدې او زعفران ددې لپاره ور کول کيږي تر څو دواړه هوسا سي ځکه ټوله ورځ ستړي سوي وي.
په موټرو پسې ټيمکي دبليان تړل :
په امريکا کي په عام ډول داسي رواج دي، د واده په شپه چي په کوم موټر کي زوم او ناوې سفر کوي په هغه موټر پسې ټيمکيان تړلي وي چي دې ته د خوشبختی علامه ويل سوې ده.
د بستر لندول :
په سکاټ لينډ کي د زوم او ناوي په بستر باندي د اوبو سپرې کوي د دې خلګو دا يقين دی چي دا د یو ښه قسمت نښاني ده دا په داسي حال کي ده چي زوم دواده لومړنۍ اونۍ د خپل خسر په کورکي تيروي.
د خوني دباندي ښه نارې او شورجوړول
په امريکا، فرانسې او جرمني کي دا يو عام روايت دی چي د ناوې او زوم دوستان او ملګري د خوني دباندي نارې او چيغي وهي او دا نوې جوړه پريشانه کوي. دې ته (شيواري / چيوري) ويل کيږي ځني ملګري يې د خوني مخ ته پوکانې چاودي او په بستر باندي خوراکي توکي ايږدي او د بغل په خونه کي په ډيرو ځايونو کي هرنګونه(هارن) پټوي. په جرمني کي يو بل دود ډير عام دی چيني لوښي ما توي، دوی وائي ددې څخه شيطاني روح تښتي. وروسته بيا دالوښي په دې نوي جوړي پاکوي تر څو چي دوی ته دامعلومه سي چي په ژوند کي څومره کړاونه راتلونکي دي که چيري په ګډه دواړه دهغو سختيو او کړاونو مقابله کوي نو دوی به کامياب وي.
د رومانيا دودونه :
په رومانيا کي خلګ په دې يقين لري چي کله ناوې د زوم کور ته ننوځي که چيريې ناوې و لړزيدله نو دې ته د بد قسمتی علامه هم وائي، نو په همدې خاطر د خوند کيانو(همزولو) لخوا تر اوږو نيول کيږي تر څو ونه ريږدي.
د چينایانودود :
په چين کي د واده په شپه د زوم او ناوې په خونه کي درې کنجه شمعه بله وي که چيري کومه شيطاني روح موجوده وي نو هغه به تيښتي. د چين په ځينو سيمو کي داسي دود دی چي زوم پر ناوي درې غشي ولي، دا غشي سرونه نه لري، دا ليندۍ بیا ما تيږي ددې مقصد دادی چي ددې نوي جوړې په منځ کي د تل لپاره مينه پاتي وي.
د کينيا دود :
په کينيا کي يو ډير په زړه پوري دود دی چي د وداه له شپې څخه زوم ښځينه جامې تر يوې مياشتي پوري اغوندي، دا په دې خاطر چي نارينه په دې پوه سي چي ښځه په څومره ستونزوکي ژوند کوي.
د کوريا دود :
په کوريا کي د واده په شپه خپلوان د زوم پښوتلي په ماهي او يا د بوتل په سرونو وهي تر څو دا معلومه سي زوم د نوي ژوند د پيلولو لپاره څومره توان او حوصله لري.
د ايرلينډ دود :
په اير لينډ کي يو زوړ دود دی چي د واده په شپه کله زوم او ناوې ناڅي نو د ناوي پښې بايد د مځکي څخه پورته نه سي دوی دا يقين لري که چيري د ناوې پښې د مځکي پورته سی نو شيطان به په راتلونکي کي د زوم او ناوي اړيکي خرابي کړي.
د انډونيزيا دود:
د دې ځای يو ډير په زړه پوري دود دی هغه داچي د واده له شپې څخه تر درو شپو پوري ناوې او زو�� به رفع حاجت نه کوي، دوی ته ډيره کم خواړه ور کول کيږي تر څو هغوی په خپل ځان کنټرول ولري.