د پغمان سپین سري غر چې مخ په کوزه رادرومی ، داسې ګلالی د ارغندی او میدان تر مینځه ولاړ دی ، لکه د دوو وروڼو دکلاوو شریک دیوال.
د غره پدې خوا کې ، کوزه او بره ارغندې او د دواړوتر مینځ چوک د ارغندې ، یو په بل پسې د کابل -قندهار د سړک لمرلویده څنګ ته غلي او سنګینه پراته دي .
چې که د غره له څوکې ،دې پلو راوګورې؛د کابل -قندهارسړک داسې اوږدغځیدلی؛ فکر کوي ، د ارغندیو سره غبرګ یو لوی ښامار پروت دی . سریې له کوتله د میدان ښار په درې کوز کړی ور څښیږي ،مګر لکی یې لا تر اوسه چیرته په برجک اوکمپنی کې نښتې .
اوهمدا چې د ارغندې چوک ته نارسیده ، له پاخه سړکه دارغندې کلیو ته ورکوزیږی ، په نورسه چنارونو پوښلی خام سړک دې لاس نیولی له څو غوچو غوچو لارو تیروي ، په ارغندې دې ورسپاري .
په غوچاړو کې دې ، د څه شیبې لپاره هر څه له سترګو پنا شی ، خو چې موټربیا زورور ګیر ولګوی ، دانجن غږ لکه دلمر وهلی ناروغزګیروی ،بل ډول شی او موټرله غوچې ساحې راوخیژي ، سړک بیرته د پټیو تر سطحی لوړیږي .
او اوس چې شا ته وګوری ؛ د کابل -قندهار ښامار ښه په رڼو سترګو درته ښکاری چې موټران لکه غټ غټ تور میږیان ،څوک ښ��ته څوک پورته ، څوک ګړندی ګړندی او څوک کرار کرار په دمدمو او نخرو پرې روان دي .
بیا چې د غنمو اوشفتلو ؛ څه ریبل شویو او څه لا ولاړو پټیوڅخه هم ورتیر شې ،په دواړو ښې او کیڼو خواوو کې دې غبرګ غبرګ باغونه پیل شي .
ویني چې یوې یوې نیمې سرې سپینې مڼې ،د باغونو له دیوالونو سر راښکاره کړی او د نوي راغلی میلمه دلیدو تنده ، پدې پټو پټو کتو کې ماتوي
.له سړکه بر ، لمر خاته پلو او خپله د سړک په سر د دولت واکمني ده ، خو چې له سړکه راکوز شې ، بیا نه دولت شته نه مجاهدین ، ته وایي د پیریانو پاچایې ده .
هلته وړاندی وړاندی ، په غونډیو کې د سپیرو سپیرو دولتي عسکرو پوستې دي. بیادلته لاندی په کلیو کې کله پټ کله برالا ،په ویښتانواوږیرو کې نعښتي ببرببرمجاهدین، ټوپک د څادر لاندې، غلي غلي د باغونو مینځ کې یا د ویالو د پشتو تر شا د سنځلو د ونو لاندې ګرځي راګرځي .
ببر مجاهدین له عسکرو ځان ساتي ، سپیره عسکر له ببرو مجاهدینو !
* * *
د همدې دنګ غره بلی غاړې ته ، دلته په میدان کې بیا بله نړۍ ده. دلته نو د مجاهدینو بی تاجه او بی تخته پاچایې ده . اصلا” نه پاچا شته ، نه رعیت ! هم ټول رعیت دي ،هم ټول پاچایان .
د هر چا په څټ چې ټوپک سپوردی ،پخپل سر پاچا دی.
دلته د غره په لمنه لمنه کې ، خام له شګو ډک سړک کوږوږغځیدلی چې له میدان او چارکی چې تیریږي ، د جلریز په ګڼ بازار کې یو څه پراخ شی ، خیټه یې وپړسیږي او که ورسره نوره انډیوالې هم وکړې ، هان په سیا خاک او هزاره جات دې ورسپاري .
چې دهمدې خام سړک کیڼ لاس ته پام وکړې ، د میدان کوچنی سیند د درې په مینځ کې په خپل ځان دواړو لورو ته شنه شنه واړه واړه پټې او لکه د غمیو په شان ډک ډک د مڼو او زردآلانو باغونه ، چې احاطې یې د توتانو په لویو لویو زړو ونو پوښل شوي ، راټول کړي .
چې ، لکه د زینې د پټو په شان یوله بله پورته ،دې شنومصفا باغونو ته وګوري؛ خود په خود دې ، د جنت نالیدلې باغونه په زړه در وګرځي، ځان پوښتي :
– هغه به هم همداسې شنه او تازه وي ؟
که له لاندی لورې ، له کوز میدانه د درې په مینځ کې په پښو مخ په جلریز راروان شې ، دا دومره طبیعی جوړښت او ښایسته ماحول دې ، دې ته نه پریږدي چې په کوټه عاشرو ور وخیږي .
همدلته به چیری کوم باغ ته ورتاویږي ؛ ته به لا ځان په ابراهیم خانی توتانو مړوي ، چې د بڼ له څښتن سره به مخ شې . بیا نو والله که بی له چایو ترې لاړ شي چې ځانته ( منم) هم ووایي .
بس هملته د جلګی په سر به دزړې شطرنجۍ ټغر درته خوروي ، تا به بر سر کینوي ، خپله به د ارمونی له ژیړې چایبرې چای درته اچوي او له تا به غواړی چې دشیخ آباد او لاندې میدان قصې ورته سپکې درنې کړي .
د مخ په تیریدو ماسپښین سندره ، چې د چنارونو او ګڼو ګڼو ولو او سپیدارو پاڼې ،ورته په شا او په مخه دواړو نڅیږي ،د چایبرۍ له نیغ څوښتی څخه د چایو دشوړ شوړ راتویدلوسره ، د موسیقې داسې سمفونی درته غږوي ؛ته وایي دا باقی پاتی عمر مي همدلته په همدې ځای کې په ځان لورولی وه .
د دنیا ناخوالې مي له یوه سره ټولې هیرې کړې وې؛ ناست وای ، زه وای، بیغمې وای ، تل ځوانې وای ، دنیا ګل و ګلزار وای ، همدا موسیقی وای ، همدا لکه د یوه کلن ماشوم لاس چې مخ درباندی نازوي ، د نسیم وږمه وای ، همدا له جنته راغلي باغونه وای او همدا شازاده شازاده احساسونه ……..
* * * * *
لومړۍ ورځ
د غره پدې خوا کې ، ارغندیو ته مخامخ له سړکه هغه لورته ، د غره په ناو کې د ګارد خاص د دریمې ریاکتیف لواء یوه د بیم _چهل بطریه ، ځای پر ځای ده .
وروسته د روسانو له وتلو ، دولت خپل ټول زور او توان په همدې ګارد خاص اچولي .
نن خپله د بطریې قوماندان نشته، ضابط مختار نوکریوال دی .
اصلا” ،له باباآدمه تر دې دمه ،همداسې ده ؛ د پنجشنبې ورځ چې د جمعې شپه دې په مخکې وي او ته دلته په وظیفه کې پاتې شې ، ډیره سخته تمامیږي .
ضابط مختار هم له همدې خاطره ؛ بی حوصلې په خپله شعبه کې ناست دی ، له ځان سره چرتونه وهي .
وایي ؛ ښه نن خولا په هر ډول چې وي ، تیره به شی . یا ښه یا خرابه ! سبا به څه کوې ؟
سبا د جمعې ورځ ، انډیوالان به سره ټولیږي ، د بابه سردار کور کې لپ وجپ جوړ وي . میدانونه به ښه ګرم ، دلته بطری نو ، هلته د کوټې په کونج کې فلاش . بیا لږ وروسته بانک کوټ شی ، کمسایې شی او ………
ټول به پیسې رغړوي ، ته به څوړڅوړغووږونه ، تش تش جیبونه ورته ناست ، کله یوه او کله بل ته ،دستخوش دستخوش وایي .
ضابط مختارخو خپل جیبونه تیره جمعه تش پو پنا کړل . هم یې ټول معاش او د جیب پیسې وبایللې او هم له جیز ګره ، ښه دروند پوروړی شو .
اوس غم د سبا ورځې خوره !سبا ورځ به هم غیران ته ماما وایي . خلک به دوونه ، دو کوي ؛ ته به هسې کدو غوندی ورته ناست ، څټ به ګروې !
چې ورځ ته ګوری ،دغه ده پنجشنبه مخ په خلاصیدو ده . د ارغندې مازدګرني بادونه راوالوتل . که له پوستې بهر ووزي او لاس د عسکری خولې په پیک ونه نیسي ، باد یې درنه الوزوي ،بیا منډې پسې وهه.
ضابط مختار هسې ځان ته خپه دی زړه کې ډونګیږی :
_ سبا د جمعې ورځ ، د چاروالی او قمار ورځ او خالی خالی جیبونه .
ها تیره جمعه خو یې بد په برخه وه ، دا جمعه یې حتما” د بختی جمعې وار ده ، ګټی یې . زړه یې همداسې ورته وایي .
مګر په څه شی به یې وګتي .
ځان سره وغړمیده :
– تشه لاسه ! ته مي دښمن یي !
له سهاره چې په همدې چرتونو کې غرق ده ، دغه ده ماسپښین هم په خپګان کې تیر شو ، زیاتی ژیړ مازدیګر راتلونکی ده .
لاسونه یې همسې د سر لاندی ایښی ، له بوټانو سره په چپرکټ پروت ، سترګې یې په چت نښتې ، تیران شماري……………
ناڅاپه یې یو نوی فکر په ماغزو کې را وزیږید .
شا اوخوا یې وسنجوله . په ذهن کې یې لارې ورته جوړې کړي .
چې ښه ډاډه شو ، بیا نو لکه ربړ نیغ په ځای کې راکیناست . خولې یې په سر کړه او په ټینګو ټینګو ګامونو بهر راووت .
شا اوخوا ،مخامخ ارغندۍ او د پغمان غرونه ، ښې خواته د کابل دروازه د کمپنې سیمه ، کیڼ لورته پر میدان وردګو ور کوزیدونکې کوتل ، ټول یې له نظره تیر کړل .
د عملیاتی ددلګي ، دلګی مشر یې راوغوښت،سرتیرو ته یې د جمع سئ امر وکړ، بیا یې دمهماتود ډیپو څخه د بیم- چهل د راکټونو د رایستلو قومانده ورکړه .
د راکټونو اوږدو اوږدو صندقونه ته یې په شوق نظر واچاوه ، سرګلولې یي،په راکټونوکې داورحالت ته چمتو نصب کړلې او په عسکرو د بیم چهل ټول شریدونه ډک کړل .
ضابط خپله دستګاه ته وروخوت ، د انداخت زاویه یې جوړه کړه . داسې زاویه چې مرمې به د غره له سره هغه پلو ته ور تیریږي.
د اور دلګې ته یې د ځای پر ځای کیدلو امر ورکړ.
ورته واضح یې کړه:
– سربازانو! د کشفي راپور له مخې همدا اوس هغې خوا ته د دښمن یو کتار له پاکستانه راغلی ، شمال لوری ته د تیریدو په حال کې دی . زه له مرکزه د قوماندې انتظار کوم.
بیا خپله مخابرې ته کیناست ، او له مرکزه یې په احتمالي دښمن د انداخت اجازه واخیسته .
یو ځل بیا یې هرڅه ، زاویه ، استقامت ، د دستګاه د دریدلو حالت او موقعیت تثبیت کړل ، له دستګاه راکوز شو ، ښی لاس یې د خپل سر په برابری ، ښه لوړ پورته کړ، بیا نو
– یو………دوه ……..درې………….
لاس یې په شدت ، لکه ګوزار چې کوي، لاندی په ضربه ښکته غورځار کړاو …
– اور………………
* * * * * *
د غره په بلې خوا کې ،په میدان کې ، چې که د درې په مینځ کې په پښو مخ په پورته را رهی شې ، وینې، د سیند په ښې غاړه کې د صبر خیلو په کلی کې درګرده د ورا خلک د ناوې له کوره بیرته په رارسیدو کې دي .
د زوم یوه آشنا له کابله نوې سوچه ، قلفک چپات والګا راګلپوش کړې وه . زوم لکه ټول اوغانستان یې چې فتح کړی وي ، نیغ د والګا په سیټ کې ناست، یو مینی بس ورپسې ، بیا یو پخوانی لوی شصت سرویس په هغه پسې، ورا راورسیده .
چا چې کوم کوچنی موټر درلود ، اوه اته کسان پکې ننوتلي .
څوک بیا له چاسره په موټر سایکل باندی دوپشته او سه پشته سره نښتي . چا چې بایسکل ورسره راوړی وه ، بایسکل یې له غوږو نیولی، پښه یې په اړولې .
باقی اولس ، همسې په ټوکو مسخرو لګیا ،د سیند په غاړه یا په لویه لاره د پښو په مزل ، ځان د غمی له کوره بیرته د اصیل شاه تر کلا راورساوه.
د ملا کاکا د غونډیوپه سر پوستې ، د دوی له کلیو ښایسته ټوټه لری دي. خو چې په کلیو کې یې ډیره ګڼه ګوڼه تر سترګو شی ، بیا نو یو ، یونیم توپ او راکټ دې پلو راشړي . لکه غیبی ګولې ، که په چا ولګیده او که نه ……
خو اوس اصیل شاه پوستې خبرې کړې چې واده لرو. هغوی هم ورسره منلی چې هیڅوک به ډزو ته نه پریږدي .
په دا دومره تیارود جنګ کلو کې بیا دلته د کرارې ، کوچنی کوچنی بڅرکي رڼایې کوي،خلک یې مست کړي.
د مجاهدینو له ډاره خو څوک ډول نشی راوستلی .
ډیرژمي پسرلي سره اوښتي ، چا د ډول ګړز هم نده اوریدلی . د خلیفه ګانو ډولونه په څاراوو کې وراسته شول . خو د میرمنو د دیراوو کړنګ وکړونګ ،د باد په نرمو څپو سپور ، په دره کې ښکته پورته انګازې کوي .
هلکانو هم ، هسې په لترې ندي وهلې، وزګار ندي ناست .
بیګا شپه د زوم انډیوالانو ، په سره بخمل ټوکر پوښ شوي ټیپونه چالان کړل . په بامونو یې پیره کوله چې د مجاهدینو ټوپکیان پرې رابرابر نشی . او شیرمستو شیرمستو ځوانانو، د لوګری ساز د ډولک زیروبم او د نغمې سندرو ویشت ویشت ته ، تر سهاره دومره اوږې وغورځولې،دومره ملآاو سرین وڅرخول ، چې ته وایه شابس .
خیر دا واده هم داسې آسانه واده نه وه . اوږده کیسه لري ؛ د اصیل شاه دوی د پلرونو او د غمي خیلو د مشرانو تر مینځ ښه اوږده خونړې دښمنې تیره شوې . هم خواږه خواږه مړې پکې شوي او هم ډیر درانه سرونه پکې ، سره کوټي دریدلي .
بیا وروسته د دواړو خواوو تر مینځ جوړه شوې، سوله او سلا شوې ،ډیر پسونه پکې حلال شوي .
اوس چا په چا نه غرض درلود نه عرض ، خو دومره هم سره ښه نه وه چې یو بل سره دې خیښی وکړي . استغفرالله !
دا سخرې غوټې چیرې په داسې آسانه اوبه کیږي .
بیا د قسمت ونصیب کارونه ګوره ؛ چې چا به د اصیل زوی ته د غمي لور ستایلی وي ؟ هلک نادیده و ناخورده په نجلۍ پسې لیونی شو .
د هلک په جیب کې هم د نجلۍ سر لوڅې سینګار کړی عکس، ویښتان په اوږو راخوشی کړې، شوخه موسکا په ګلابې شونډو سپره، پیدا شو اوهم د سپین ساټن دستمال باندی په سپینو سونډو د هلک خامک شوی نوم .
د اصیل شاه زوی ،په لمړیو کې یې له پلاره حیا کوله ، یوازی مور ته په زاریو شو .خو چې د سیاسرو په مټ خبره هواره نشوه ، بیا نو زاړه و واړه ټول په قصی خبر شول .
هلک هم په خپله خبره کلک ودرید .ویل چې این کوي که دین کوي ، داپټی به شین کړي .
– یا به همدا نجلۍ راته غواړي ، یا لاړم ایران ته . بیا مي نو ولله که په لسو کلو کې هم مخ درښکاره کړ .
وی دښمن لري؟ وی نه . وی اولاد لري ؟ وی هو . وی خیر بیا څنګه دښمن نلري ؟
اصیل شاه غوندی دولتمن سړی زوی چیرې ایران ته لیږلی شو . ایران ته تګ خو د خوارانو کار ده .
هو زیاتی نو ریبارې شروع شوه .ریبارې نه ، ریباریانې……..په کراتو کراتو……..
خو د نجلۍ د پلار(غمی خان) کینه د اوښ کینه وه ؛ له اصیل شاه سره یې هیڅ نه څریدله .
خو له کوره یې هم نشو منع کولی ؛ ریباران چا په ټوپک ویشتلي؟ سل یې غواړي، یو یې وړی .
آخر چې بل ډول ونشوه ،غوڅ ځواب یې ورکړ :
– اصیل شاه ! که مي همداسې کور ته راځي ، یالله ! خو که بیا دخیښې او ریبارې نوم پرې ږدی ، بیا زما د کور ور ستا پر مخ تړلی .
اصیل بیچاره آخر مات شو .
دا نو د زړونو پیوندده ، د خوښې کارده . چې نه کیږي ، نو نه کیږي . مینه نه په توره جوړیږي ، نه په خورجینه .
د اصیل شاه دوی په دومره منډو تړرو ، میر زمان شاه هم خبر شوی وه .
میر زمان شاه د اصیل شاه مشر ورور وه ،سکه . د یوې ادې او ابا بچیان .
خو دا لس کاله دا دوه ورونه ، سره سترګې په سترګو نه وو شوي .
داسې ټینګ مرور ، چې نه په اختر وبرات سره پخلا شول او نه یې د یو بل د روغ وناروغ پوښتنه وکړه .
د پښتو ځیل ده کنه !
د میر زمان او اصیل بهیا په کومې وچې پولې سره دعوا وه ، یا به یې د توتانو د کومې زړې چنجی وهلې ونې په ښاخونو ……
خلص په ناڅیزه متاع به یې سره کانه وانه شوه .
او چې د خولې مزه یې ډیره سره ترخه شوه ، بیا یې نو بالکل سره خط و برید کړه .او اوس دا لس کاله یې د یو بل مخ نده لیدلی .
سکه وروڼه ؛ او لکه د عربو اسراییلو دښمنی !
د اصیل د کورنۍ له ډیرو ریباریو ، میر زمان شاه ته هم احوال ورسید .
د میرزمان به اصیل بد ایسیده ، ایسیده دې . مګر د اصیل دا زوی خدایي پرې ګران وه .
دا دومره موده یې لدې هلکه په خطایې هم کومه سپک حرکت نه وه لیدلی . د پلار په تیږه یې هیڅ نه ده ورسره تللې .
اوس یې نو وخت دی چې دی یې هم وروښیي ، چې دښمنی مي له خپل ورور سره ده ، ته خو مي د پلار لمسی یي، له پلاره خو له یوې ګنډې یو .
میر زمان شاه ، د زمانې او وخت په چم ښه چمیده .؛ داسې خلک یې غمي ته د ریباری لپاره ورکتارکړل چې سړی چړت هم ونشوه کړای .
بس د ماسپښین سیوري دسړي له قده ، په اوږدیدو وو، لمر ځان د نرخ دغره څوکو ته ورنژدی کړی وه چې د میرزمان میرمن او لوڼو له دایرو سره د غمي د لور نښه د اصیل شاه په کور ورمبارکه کړه .
چې دغه ده نن یې بیا واده وه . ښه مست واده !
ټول وایي , چې دا دثور آدم خور انقلاب شوی ، بیا په دې وطن کې چا پدومره کلو کې داسې کرارې ، داسې د خلکو جمع و جوش نه وه لیدلي . ته وایې د ا د انقلاب کلونه ندي ، داود خان په ارګ کې ناست دی .
دا ډیر کلونه کیږي چې دلته ، کوم واده ، خیرات او مړی ته دومره خلک نه وه راټول شوي .
که به په کومی جنازې ، یا ښادې کې خلک ، یوڅه ډیر شول ؛ بیا به وخته د شورویانو چورلکې رارسیدلې وي . چې چیرې به یې پټ یا برالا سړی لیده ، بیا یې داسې په نښه کول ، ته وایي د چوغکو په ښکار پسې رالوتلي .
بیا به له ولایته هم حکومت را مست شو ، دومره توپونه به یې راشړل ، چې خلکو به په ورځو ورځو په خپل پوله پټی قدم نشوایښودلي .
دغه ده ، اوس د خدای فضل دی ؛ شوروې لاړه ، خدای ورک کړل . وړاندی د ملا کاکا د غونډیو په سر پوستې (که کمونیست دي که مسلمان؟) هم بد خلک نه وو. د دومره ګن واده په لیدو یې هم هسې خوشی ټک هم ونکړ، ټک……
ماسپښین ښایسته وخته قضا شوی ، چې ورا بیرته راورسیده .
له پورته سړکه د موټرو د ټایرونو ، د خلکو د ګامونو دوړې لاندې باغونو ته راکوزیږي .
د اصیل شاه د کلا مینځ کې نجونې او میرمنې،د کلا مخکې نارینه او هلکان نه ځاییږي . خلک ستړي دي ،خوشاله ستړي دي.
ځوانان لا په پښو ولاړ دي،سپین ږیرو ته یې په منډه منډه ،د ونو سیورو ته ټغرونه راورسول .
د بختور زوم او ګلالۍ ناوۍ ،والګا یې په پټیو پټیو کې راتیره کړه . څو ځایه یې پولې او لښتې ورته وران کړل ښکلۍ قلفک چپات والګا یې له شازاده او شازادګۍ سره د دروازی خوله کې ودروله .
هلته د کلا مینځ کې ، د کلا دروازې ته نژدې ، د نجونو دایرې ښې سرې شوې .
دوه ګونده دي ؛ یوه خوا په ټیکیو ټیکیو کې د ناوی ښایست ستایي . د ګلو ونه یې کړي ، دومره یې ښکلۍ کړي،چې له ښایسته یې سپوږمۍ وشرمیږي . دومره یې پورته پورته کړي چې که له زرو سره یې هم تول کړي، لا کمه ده .
بل لور ته د زوم خیلو ډله ټیکې اچوي ،زوم درندوي؛ زموږ ورور د شازادوو ،شازاده دی ، سل پیغلې یې له بریتو کربانیږي ، وریندارې ډیره مه ژاړه ،زموږ له وروره ښایسته نه یي .
زوم له موټره په کوزیدو کې دی . یوه ګڼه ګوڼه ،یو بیر وبادی چې پوښتنه مکړه . ؛هلته دایرې او سندرې ، د ننه په کور کې د کور میرمنې زوم او ناوې ته ځای جوړوي، نوي قالینه او ډبلې ډبلې سرې د بخمل توشکې ورته هواروي .
دلته واړه هلکان او وړې نجونې د موټر تر خولې راغلي ، د زوم او ناوې اول سیل د دوی ده ، که یې څوک مخه ونه نیسي، په موټر راخیژي .
او دې وخت کې د ناوې ناز ته ګوره ، نه کوزیږي . څه دروغ ،څه رښتیا ژاړی ، سترګې یې لمدې کړي . خپل قدر زیاتوي . په آسانه یې والله که په دروازې را ننه باسي .
چا منډه کړه ، چرګ یې ورته راوړ، د ناوې پښو سره یې حلال کړ.
نه بابا ، پدې هم نه کیږي .
بیا کوم بل تربور غږ وکړ :
– هلکانو ورشئ ، ما پسه راوستی ،هغه ورته حلال کړئ……. ……………..
په دې مینځ کې د زوم پام شو چې تره یې میرزمان شخه لونګۍ په سر ، سپین ښوی څادر په اوږو ،لکه میلمنو غوندی هملته بهر له خلکو سره و لاړ ده .
د اصیل شاه د زوی ارمان یې ورپوره کړ، خو خپله له اصیل سره پخلا نشو ، چې نشو .
پردیو ته سره وروڼه دي ، خو خپل مینځ کې همسې غوښه و چاړه .
د زوم زړه برداشت ونکړ، ناوې ته یې وویل :
– فقط یوه دقیقه صبر وکړه ، زه ژر بیرته راځم .
او د ناوې د حیرانو حیرانو سترګو تر مخ له موټره کوز شو . په یوه منډه یې تر پلاره ځان ورورساوه . :
– پلاره ! پریږدم دې نه . راسره ځی به، د زمان کاکا سره به پخلا کیږي . هغه له تا مشر ده ، لاسونه به یې نیسي .
اصیل شاه یې ناببره را ګیر کړ.
ترې ګډه وډه شوه :
– زویه ! ته هغه نه پیژني ، چې یو ځل یې ځیل وکړ،بیا یې ولله که……………….
زوم په سپینو خامک شویو جامو کې، توره ډولې کرتې یې په سر وراغوستې، له ښکلو رنګه رنګه مریو ډکه قندهارې خولې په سر، لکه شمشاد دنګ ولاړ :
– پلاره ! که راسره لاړ نشي ، ناوې له موټره نه کوزوم ، تر سبا دې هملته ناسته وي .
اصیل شاه یا د خلکو له شرمه ،یا د زوی په خاطر، هرڅه چې وه ،ورسره روان شو .
د میر زمان شاه ، شا د دوی په لور وه ، چا سره په خبرو وه . د ورور او وراره راتګ یې ونه لیده
زوم غږ پرې وکړ:
– کاکا ! دغه دی ورور دې درته راغلی .
میر زمان په بیړه مخ ورته راوګرځاوه ، حیران یې دوی ته وکتل .
زوم وراضافه کړه :
– ما مي پلار ته هم ویلی ، تاسو ته هم اخطار درکوم ، ترهغو چې تاسې نه وي پخلا شوي ، زه ستاسو دا ناوې له موټره نه را ښکته کوم . مکوه چې ټول عالم درپوری وخاندي .
میر زمان سره له دومره پوهې ، اوس په دوو کې حیران ده ؛ له یوې خوا اصیل شاه یې مخته ولاړ ده . ډیر یې زړه ترې بد ده ، دی یې ډیر زورولی . په ډیره ناچیزه دنیایي متاع یې خپه کړی . د مشر او کشر دود یې هیڅ نه ده ساتلی .
همغه اصیل ، همغه د ده کوچنی ورور چې ده یو عمر په شا ګرځولی ، شل وارې یې د ده په غیږ کې میتیازې خوشې کړي ؛اوس له ده بر کیني ،بر غږیږي ،بره یې خوري ،بره یې څښی.
زړه یې ډیر ترې بد دی .
له بلې خوا دې ځوان ته ګوره ؛ په دې ځوانه ځوانۍ درته ولاړ . ناوې یې په موټر کې یوازې پریښې ،تاته راغلی . د واده ورځ یې ده ،پدې ورځ یې څنګه خپه کوي؟
نور یې نو توکل په خدای کړ، یوه لوړه لاحول ولله یې وویله ، غیږه یې ښه ارته په ټول وسعت خلاص کړه ، ستونی یې ډک ډک کیده ،په اصیل شاه یې غږ وکړ:
– راشه اصیلیه! راشه ناځوانه ! غیږ ته مي راشه چې ډیر درپسې خپه شوی یم . راشه چې بیا همغه د وړکتوب جزا دې درنکړم ته نه سړی کیږي ، چې بیا دې غوږونه سره وانه ړوم په خدای که دې پریږدم …
د اصیل ستونی لا له هغه نه هم ډک وه ، ته وایي سلګې وهي :
– لالا راکړه جزا راکړه ، په جزا پسې دې خپه شوی یم . له جزا دې کربان …له….
اصیل ور ټوپ کړل. دواړه وروڼه غاړه تر غاړې شول ، ډیرمخلوق یې سیل کاوه ، ټول اولس د دوی په خپګان خبر وو.
د اصیل شاه زوی ، نوی زوم خوشاله خوشاله شو .
نور یې دوی سره پریښودل؛ ورونه پوهیږي او کار یې !
خپله یې را منډه کړه ، ناوې یې هلته په موټر کې یوازې پریښي ، شرم ده …….
رامنډه نه چې راپه هوا شو . یو….دوه …..درې ….څلور….پنځه………….
شپږم یا اووم قدم به یې نه وه اخیستی ،چې یو ځل ……
ګړمب…ګړمب…ګړمب…ګړمب…..ګړمب…ګړمب…ګړمب…ګړمب……………
دنیا ټوله توره تیاره شوه .
* * * * *
دوهمه ورځ
د غره پدیخوا کې ، ضابط مختارساعت ته وکتل ، نژدی نیم ساعت کیږی چې دی دلته د کمپنۍ د بازار شاته د رسول ډنګی دوکان مخ ته انتظار باسي . حتی رسول ډنګی هم د جمعی په ورځ ناوخته را ځي .
ضابط مختار نور بی حوصلی شو ، زیاتی یې د بیرته تګ تکل کاوه . که ګوری چې ایله په ایله اوس رسول ډنګی راپیدا شو .
له خوبه ډک ،همسې ناوینځلی مخ ، ناولې ویښتان یې په سر تپۍ ورسریښ شوې، په زړو اوسپنو باندی ټوک ټوک داغ شوي لاسونه، ځوړند ځوړند راروان دی . لکه چا چې په زوره له کوره راایستلی وي.
د ضابط مختار په لیدو یې چرت هم خراب نشو چې د ده ډیرانتظار یې کړي .
اصلا” رسول ډنګی داسې خوارې سپږې نده خوړلي ،پداسې ضابطانو مابطانو خبر هم ندی . خپله له ټولو سره لار لري ؛ سر یې له جنایې سره ، پښې یې په امنیت (خاد)کې نښتې.
مختار د بیم -چهل خولونه له کاماز موټره ورته راکوز کړل ، څه چنه یې سره ووهله . ضابط پوهیده چې د بیم -چهل د خولونو اخیستل او سوداګری د هر چا کار هم نده ……… همدا رسول ډنګی پوهیږی او همدا د ډیرو پیسو خولونه .
ژر سره جوړ شول ، ضابط پیسې ترې وشمیرلې او په بیړه یې حرکت وکړ
دبابه سردار کور کې به دقمار میدان ګرم وي او دی پکې نه وي!
* * *
د غره هغې خوا کې ، لمر ښه را تودشوی . د څاښت لس لس نیمې بجې دي . خلک لګیا دي ، قبرونه باسي .
د قبرونو ویستل خلک ستړي کړي .
آخر یو قبر خونه ده ، دوه نه دي ، درې نه ، څلور نه …….پوره اتلس قبرونه باید وکیني .
اتلس قبرونه …..بایدد دې مبارکې جمعې په ورځ ، اتلس مړې ښخ کړي ،اتلس شهیدان .
پرون مازدیګر د اصیل شاه د زوی واده په خلاصیدو وه . ناوې یې را رسولې وه .
خلکو بیرته تګ ته ځان جوړاوه .
ټول خوښ وو. ټولو ویل ښه مست واده تیر شو . زړونه مو پکې خلاص خلاص شول ، دا لس یولس کاله چا داسې د خلکو جمع و جوش نه وه لیدلی …… …..چې………..
چې یو په یو د بیم -چهل په لسګونومرمېو د صبر خیلو کلی دړې وړې کړ .
د بیم -چهل مرمې د غره له هغی خوا را توغول شوې وي پوره پنځه ویشت کسان شهیدان کړل .
واده ته د راغلو خلکو ساه یې واخیسته. ټوټې ټوټې، پارچې پارچې یې کړل . له یوه سره …….
.پنځه ویشت کسان یې ووژل ،او لا درې چنده نور یې په سرو وینو لړلې ،زخمیان کړل .
بهر د کلا مخه په مړو په ټپیانو ، په پرې شوو لاسونو او پښو ، د خلکو په غوښو په وینو ، په ورانې شویو او بې سره لونګیو داسې ښکاریده لکه د کربلا میدان.
د کلا دننه د ښځوزرې سرې شنې جامې ټولې په یوه رنګ سرې شوې . ډیر زنانه سپین سپین لاسونه او پښې په نیکریځو سره شوي دلته هلته په انګړ کې بی څښتنه تیت په ترغې پراته وو.
اوس دغه ده د جمعې ورځ ده ، خلک لګیا دي اتلس شهیدانو ته قبرونه باسي ، چې ژر یې ښخ کړي ، ورځ پرې را ګرمه نشي .
باقی نور اووه شهیدان خو لا مسافر میلمانه وو. دسید یونس پاچا میرمن ، دري کسه کابلیان، دوه کسه له هزاره جاته له بهسودو واده ته راغلي وو، دا یو خو لا د اصیل شاه ډیر نژدی ملګری ، هان د مزار له شولګره دلته میلمه وه .
پاچا صاحب خو خپله د خپلې میرمنې جنازه کونړ ته بار کړه .
د ځینو مسافرو شهیدانو مړي یې همغه شنه سهار ورولیږل ،ځینې به لږ وروسته وروړي .
د میر زمان شاه او اصیل شاه قبرونه یې څنګ په څنګ وایستل .
د اصیل شاه دزوی ، دنوی زوم اوښکې نه په څادر کې تم کیدې ، نه په لمن کې .
په ستاینو ستاینو یې ویل :
_ دواړه لس کاله سره مرور ول ، یوبل ته به ډیرې قصې و ګیلې لري . څنګ په څنګ یې سره کیږدئ ،پری یې ږد ئ چې زړونه ښه سره تش کړي .
پای