برمل په راتګ پښېمان و، خو څه یې په وس کې نه و، په نیمايي کې یې واده پرېښودلی نه شو، ولې بیا هم په تمه و چې که نور نه وي، په شپه او ورځ به یې یو څو لټه اتن وشي.

که پرون نه و نن شپه به وي، سبا خو به ضرور وي، واده دی، دوه ناوې دوه زومان دي، د مړي په څېر به کله تېر شي.

زړه یې تنګ و، بر سر ته څو بوډاګان په خبرو وو، ده ته یې خبرې بې خونده وې، زوړ پکی لکه ګوزر وهلی بوډا رېږدېده او یو بل خوا تاوېده چې د خلکو په مخ، ملا او څټ روانې مړې مړې خولې وچې کړي، د ځوانانو پته نه لګېده، فکر یې کاوه، په کوم بل مېلمستون کې به یې بنډار جوړ کړی وي، د څادره په پیڅه یې د مخ خولې پاکولې، په مېلمستون کې یواځیني او مخامخ ناست هلک ته یې اشاره کړه، چې د یوه زوم ورور د بل اوښی و، هغه یې څنګ ته ورغی.

ـ ترورزیه څه اتڼ ماتڼ شته

ـ ټول خلک غمجن دي

ـ څوک

شمال له ګرمۍ ټټر پرانیستي و، د سینو په منځ کې یې نوي وېښتان راټوکېدلي و، ببوزی یې ورته واهه، همدا ببوزی یې د کونچ په لور ونیوـ دغه بر سړی ګورې

ـ په کونج کې سور ږیری ښیې؟

ـ هو له وزیرو سره یې د موټر په سر لانجه وه، دوه زمن یې ناوې ډنډ ته لاړ چې طالبان یې اواره کړي.

ـ ښه نو بیا؟

ـ بس د خدای کړه و، په هغه ورځ جاسوسې بمبار وکړ، دوی یې هم له طالبانو سره ووژل.

ـ اوس یې وژلي دي؟

ـ تېره جمعه یې  څلوېښتي وه.

برمل چې اف اف کول، سړی په کوټه را ننوت، لاسونه یې شاته نیولي او ملاکوپی روان و، لکه ماته خوړلی سرتېری، چې په ډېر زور له خولې غږ باسي، سلام یې واچاوه.

ـ دا سړی خان نومیږي، زموږ د لوی کاکا ترور زی دی.

ـ هغه مازیګر یې چې د ښځې پیشار جګ شوی و، ډاکټر ته یې یووړه.

ـ هو، لمسی یې پکتیا ته تللی و، ماما یې له سعودي مخابره ورته رالېږلې وه، د ماماګانو له کور سره نږدې غونډۍ کې ناست و، له ځان سره یې په مخابره کې خبرې کولې، طالبانو نیولی و اول یې ګوتې ترې پرې کړې وې بیا یې وژلی و.

ـ ولې؟

ـ ویل یې جاسوس دی.

ـ اوس د دوی لپاره تاسو خوشالي نه کوئ،

ـ کلیوالي ده، څه وکړو.

ـ بیا واده ولې کوئ؟

ـ ورځ له بلې بدتره وي، سبا به له دې بدتر حالت وي.

برمل سر د سینې لورته ښوراوه،  شمال له څنګ سره ورسۍ نه بېرون وکتل، اسمان روڼ شوی و، باران ونه ورېد، هسې دوی یې کوټې ته ننوېستل، ښه یې ګڼله چې بېرون ووځي، توره تیاره و، په غره سپوږمۍ را پورته کېدله چې د اتلسو نولسو ورځو به وه. پښه یې له چلمچي او چینک سره ولګېده، کړنګ کړونګ یې شو، اوبه توی شوې، خو دی بچ شو ونه غورځېد.

ـ  ګور ته خو یې نه وړئ، یو دوه ګروپونه به مو بېرون لګول، پیسې خو د همدې لپاره سړی ګټي.

شمال له  ځان سره وخندل، ځواب یې ور کړ ـ اوس هم شته، خو پوځ بندیز لګولی دی چې بېرون به ګروپ نه بلوئ.

ـ ښه! د شپې چشمو کې ګوري؟

ـ بس پیره پخپله ښه پوهېږې

توشکونه یې اوار کړل، څنګ په څنګ کټونو کې وغځېدل، د شپې په ګرځبندیز، د پوځیانو په ګزمه او د څارګرو الوتکو په خبرو کې شمال د وېښو له نړۍ بېل شو.

برمل له ګرمي او پښېماني اسوېلي باسل، د ټغ ټغني اواز یې په غوږ ښه لګېده؛ په اسمان کې یې یو بل خوا پسې کتل، خو رڼه ستوري وو، بل شی په نظر نه ور تلو، ایله دومره پوهېده چې ټغټنی له دوی لرې کیږي، او د جنوب لوېدیځ لور ته په غوړګو او سرګړو پوښلې غونډۍ ته نږدې کیږي.
لږ وروسته پاڅېد، ځواب چي ته روان شو، د سپوږمۍ رڼا او نرمې هوا خوند ور کړ چې د کیکر پاڼې یې ایله بیله خوځولې.

د نږدې دوه متره لوړ پاڼ بېخ ته ورسېد. سیوري ته د دوو پښو په سر کېناست، د څنګلو سرونه یې د ټټکیو په سترګو اېښي وو، سر یې په پنجو کې نیولی و، د ډول او سندرې غږ یې واورېد، ور سره به د ځوانانو غږونه او شپېلي په هوا کې خواره شول.

غوښتل یې شمال خبر کړي، د لارې ملګری به یې وي، خو که هغه نه ځي او یا وايي چې پوځ به یې په نښه کړي، نو دی به هم دا مستانه اتڼ ونه ویني.

***

لمر د څنګ په څنګ پرتو غرونو په سر راپورته شو، داسې اېسېده لکه سړی په کټ کې سر پورته کړي او پا څیږي، ور سره له هغې خوا د بېګني باران له برکته یخه هوا لګېدله، چې په ګرمي ځپلو زړونو کې یې هوس پیدا  کاوه.

شمال له پیالو ډک پتنوس په لاس چوترې ته روان و، د سړیو په منځ کې یې برمل ونه لید، اول یې مېلمستون ته له کړکي سره ور ښکاره کړ چې ممکن سهر خوب به کوي، خو تشه کوټه وه،  د ترور مېړه پاینده خان ته یې وویل ـ برمل څه شو.

ـ د شپې دولس بجې به وې مامازی دې په کټ کې نه و، چې ګهیځ پاڅېدم بیا هم نه و.ا

شمال یې کټ ته ورغی، سور توشک ګورنج شوی نه و، په بالښت کې هم د سر اېښودلو نښه پاتې نه وه.

ـ ځای یې داسې دی لکه په کټ کې هیڅ ویده شوی نه وي

په لنډ وخت کې دا پوښتنې پیل شوې چې هلک خو به څه اثري نه وي، پیری خو به نه لري. د پوځیانو ګزمه به اوس په لار نه تېریږي. له دې پوښتنو سره ښه دا وبلل شوه چې پل پسې ووهل شي.

پاینده خان په څوکړې ږیره لاسونه تېرول ویې ویل ـ د شپې پل پاتې کیږي، هرو مرو برمل د ژورې لور ته کوز شوی دی، له هغه وروسته باید پل ووهو.

شمال او یو بل ځلموټی هم ور سره ملګري شوو، د برمل د چارسدې څپلۍ نښه له ورایه په شنګلي کې ښکارېدله، د ژورې لورته چې لاړل د پاڼ سیوري ته د تشو متیازو نښه وه، بیا همدا پل مخ په وړاندې د جنوب لور ته په ژوره کې تللی و، چې خوړ(توی) ته وځي.

لږ وړاندې پل له ژورې وتلی و، یو بل خوا پسې تاو شول، اخر یې وموند، د لمر خاته لورته په توره خاورینه غونډۍ کې پورته شوی و

برمل اوس وېرېده چې هسې نه د ځوان ګرمي شوې وي، د لامبلو لپاره خوړ ته تللی او اوبو وړی نه وي.

د غونډۍ سر ته چې وختل، لاندې شنې اوبه روانې وې، د خوړ په دواړو غاړو شنې شولې وې، په منځ کې یې په دنګو سپېدرو کې کاغان داسې ټیټېدل او پورته کېدل لکه ماشومان پټ پټونی کوي.

هلکانو پل ته سرونه ټیټ کړي وو، پل ورک شو، یو بل خو پسې تاو را تاو شول، ویې موند، خو د خوړ په ځای د غونډۍ په تیر غځېدلی و، چې وروسته په څو سوه متره ډګر بدلېده او دریو خواوو ته یې له شلو مترو جګ پاڼ و.

شمال چې ستړی و، خوله یې پرایستله

ـ ضرور څه و، چې په نیمه شپه وتلې، که له پاڼ غورځېدلی یې اوس به مردار یې؟ که د مړو او ژوندیو ترمنځ به د پمن سپي په څېر چمېږې.

ګل خان وویل ـ دې خواته کله در سره راغلی و؟

ـ نه نه! ، واده یې را په غم کړ.

ـ پېری خو به نه لري؟

ـ پېریان ترې څه غواړي، خو اوښ دی، سوچ کوي چې دا هم پنجاب دی، دا خو ټل دی ټل. هلته پرتوګ په سر واړوه، د شپې ځې که د ورځې بې غمه ګرځه دلته خو سل خطرې دي.

لږ وړاندې یې په اوار میدان چې هلکان پکې لوبې کوي اوږد غځېدلی سړی ولید، ور چټک شول، برمل وازه خوله پروت و، څنګ ته یې څپلۍ پرتې وې، داسې خرېده لکه په پالنګ کې چې پروت وي.

شمال د څپلۍ په تلي ورو د پښو ګوتو ته وواهه – شپون همداسې وي چې وچ ډاګ هم ورته پالنګ وي.

برمل نه د دی په خبره او نه هم له پښې سره د څپلۍ له لګېدلو خبر شو، شمال لږ نور زور څپلۍ ته ور کړ- پورته شه مردګوه، موږ خو دې له اندېښنې مړه کړو.

برمل چې سترګې پرانیستلې، پورته یې ټوپ کړل، غځېدلې پښې کېناست، سترګې یې موښلې.

ـ دا څه دي خوب وینم، هه، که رښتیا دي؟

دواړه ورته مسک شول

ـ زه خو په واده  کې وم، هلته مې شپه کړه، دلته چا راوړی یم.

شمال – چا راوړې یې، که پخپله راغلی یې، جټه( پنجابیه) په موږ دې مرګ تېر کړ.
ـ شمالیه چې ته ویده شوې ژورې ته لاړم، د ډول او سندرې غږ مې واورېد همغسې را  روان شوم.

ـ لږ سمه پلمه خو وکړه، که واده وی موږ یې ولې غږ نه اورېد

ګل خان خو هیڅ نه منله ویې ویل ـ ترورزیه په خوب کې پاڅېدلې یې، اوس د دې لپاره واده پلمه کوې چې د خلکو د خولې خندی نشې ، دلته واده له  کومه شو، دا خو تش میدان دی، واده پرېږده، موږ د ټلوالو، بنګښو او خټکو له ټوخي هم خبرېږو او واده ته خو مو ضرور غواړي.
ـ والله واده و، نغمې ته ورته ښځه یې راوستې وه، خو ښاپېرۍ یې بلله.

ګلخان ـ نو چېرته و

ـ همدلته و یا زه دلته چا راوړی یم. ځکه د میدان ترڅنګ لویې ودانۍ هم وې، داسې ځوانان ګډېدل والله که هغه تلوېزون کې د غمي ډله یې پښو ته هم ور شي.

سترګې یې موښلې ته وا له نشې په هوش راځي

ـ اتڼ و، ما هم وکړ، زما یې ډېر قدر هم وکړ،خوب راغی، ویل یې همدلته ویده شه، د اوسپنې کټ کې په سپین توشک ویده شوم.

دوی بیا وخندل.

ـ تاسو یې نه منئ؟

جیب ته یې لاس کړ ـ ما ته یې  خونی(مېوه) هم را کړ، سپین نقل او زېړ مټايي.

له جیب یې د واړه مال تورې پچې او دوه د خره لدان راوباسل.

۲۰۱۴ جون اوله

کابل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *