لیکوال: سردارمحمدهمدرد

دملتونوپرمختګ اوشاتګ دهمدغوملتونوپه هوډ،عزم او استقامت پوري اړه لري، دنړۍ تاریخ که وګوروهغه ملتونه بریالي اوترخپل منزله رسیدلي دي چي په ژوندکي يې دناخوالوسره مبارزه کړېده.

ځکه چي د انساني ژوندجوړښت هم دناخوالوڅخه پیل کیږي، بیاچي دناخوالوسره څوک مبارزه وکړي هغه بیاډیرښاغلي دي.

دستونزوبرعکس چي کوم کسانوته زمینې برابري سوي دي هغوی دومره دقدر وړندي ځکه چي ددوی په کارکردګۍ کي دامکاناتو زور وو.

اوس بیاپرخپلي مخکنۍ خبري ټینګارکوم، چي باهمته اودهوډ نه ډکوانسانانوخپله ټولنه ژغورلې ده اوهغوکسانوخپل حوصله اوزړه یې بایللی دی اودټولني په وړاندي یې ځان ناکامه ښودلی دی، هغه ملتونه محوه سوي اویادوخت دظالم په وړاندي یې سرټیټ کړی دی،اوولسونویې په پېړیوپېړیودغلامۍ ژوندتیرکړی دی.

زه یوشی چي ډیرواضح یې باید ووایوزموپه ټولنه کي چي څه روان دي هغه ډیرخطرناکه دي په نړۍ کي به یوازنی هیواد وي چي د۴۰ کلني جګړې څخه تیریږي دنړۍ دوخت زبرځواکونوخپل زوردلته ازمایلی دی اودډول ډول تخریب اوددې وطن دتباهۍ لپاره یې پروګرامونه پلي کړي دي په داسي یوه ټولنه کي چي انساني کرامت ترپښولاندي وي ،جګړه وي ،لوږه وي،بې روزګاري وي نوبیاډیره ستونزمنه ده چي انسان دي خپل حوصله اومورال ونه بایلي.

یعني زه به ډیرجرات سره ویلای سم کوم حالت چي پردې ملت اوټولنه تیریږي داکه پرنوروملتونو وای اوس به هم غلامان وای اوهم به یې دیوتاریخي ملت خبره نسوه کولای.

ددې ملت یوه ځانګړنه داده چي داملت سر نه ټیټوي اودې ملت دتاریخ په اوږدوکي ثابته کړې ده چي هر زبرځواک ته یې ماته ورکړې ده اوپرځان یې تاریخي تور نه دی پرایښی.

زه نه غواړم چي ډیراوږدبحث ته ولاړسم زه دیوسپین ږیري دمیړانه اواتلولۍ کیسه کوم داسپین ږیری چي شاوخوا اویاکاله عمر لري تیره ورځ یې داراکوزیاپوهنتون په انګړکي په هغه ازموینه کي برخه واخیستل چي په لسګونه ځوانان اومحصلین موجود وه،نوموړې ازموینه داراکوزیاپوهنتون لخواددولسم ټولګۍ څخه فارغه سوي کسانودلیسانس دزده کړولپاره ترسره سوه.

اوس خبره داده چي ددې ملت په ولسونوکي مشکلات نسته ولسونه یې اوس هم دهوډ اوعزم خاوندان دي ښه بېلګه یې دنوموړي سپین ږیري ده چي په دغه عمرلادی لوړو زده کړوته ادامه ورکوي.

یعني زه یوشی بیاهم وایم په نړۍ کي داسي یوه بیلګه ماته څوک نسي ښودلای چي ملت یې له ۴۰کلني جګړې تیریږي، غربت اوبېکاري خپل حدته رسېدلې وي اودښارشاوخواسیموکي جګړه روانه وي اوبيا دي یو اویاکلن کس دومره لوړه میړانه کوي.

همیشه دیوهیواددښمنان دخپلوموخودپوره کولولپاره چي په یوهیوادکي ترسره کوي بې ضمیره خلک پرکاروګماري ځکه چي په بې ضمیره خلکودوی خپلي موخي او اهداف ترسره کولای سي، زموږدهیواددناخوالویواړخ خارجي اوبل اړخ یې داخلي دی.

خارجي خوخارجي دی پر دې زه بحث هم نه کوم زه پرداخلي اړخ خبري کوم یوڅوک چي ځان ته افغان ووایي او وطن مور وبولي هغه کله هم دخپلي خاوري سره خیانت نه کوي، نوهغوافغانانوته مي خواست دی چي په افغانستان خفه کیږي چي ولي ورانیږي نوهغوی ته په کارده چي خپلي خاوري ته ژمنه وسپاري اوددغسي حوصله مندوسپین ږیروپه حق کي دي ظلم نه کوي ځکه چي ددې سپین ږیري کیسه یوه حماسه ده.

راځئ پردې وطن نور زړه وسوځوو اوددې وطن په هغه هیلواو ارمانونولوبي ونکړو چي دهرافغان په رګ رګ کي دمیړاني، وطندوستۍ هیلي راپاروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *