په بیړه راننوت، د تل په څېر په خپله چوکۍ کېناست، شين چای يې ور واخیست، په مسکا يې زياته کړه:

« تاسې يې څښئ ؟ »

ټولو نه ورته وويل . زه ورته ځير وم له چایو یې په بیړه غوړپ وکړ کمپیوټر یې چالان کړ، ماته يې وویل:

« لومړی به دا معلومه کړم چې په وطن کې څه تریږي نوي خبرونه څه وايي؟!»

د ازادي راډیو وېب پاڼه یې پرانیسته په لوستو يې بوخت شو ، يو دم يې څېره بدله شوه، له سترګو یې مړې اوښکې را روانې شوې.

ما وویل:

« څه پیښه ده؟ خیریت!»

په ژړغوني غږ یې جواب راکړ:

« په غزني کې د واده ورا د غم په ورا بدله شوې د (ورا) په موټرو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې خوښي او خوشحالي په غم بدله ده…. نهه تنه ملکی کسان شهیدان شوي او تر شلو زیات ټپیان دي.

پای ۹۴-۳-۱۶

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *