نن د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو په ترڅ کې میدان وردګ د پکتیکا لوبډلې ته ماتې ورکړه او پنجشیر خپله سیالي له کونړ سره برابره پای ته ورسوله.
د بابای ملت ایلیټ جام ولایتي سیالیو په ترڅ کې د نن د میدان وردګ ولایتي لوبډلې د پکتیکا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د پنجشیر او کونړ لوبډلو خپله سیالي برابره پای ته ورسوله.
لومړۍ لوبه چې د کابل په زرملوال لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه، د میدان وردګ او پکتیکا لوبډلو ترمنځ وه. ددغې لوبې پچه د میدان وردګ لوبډلمشر وګټله او پکتیکا ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د پکتیکا لوبډلې د سیالۍ په ۳۳ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره د میدان وردګ لوبډلې ته د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې جمشید ۵۲ او زاهد ۴۷ منډې جوړې کړې. د میدان وردګ توپ اچونکو له لوري حکیم ۳، مقصود هم ۳ او قیوم د پکتیکا ۲ لوبغاړي وسوځول.
د میدان وردګ لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۲۰ اوور کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې حضرت ځاځي ۶۶ او توریالي ۲۵ منډې جوړې کړې. د پکتیکا توپ اچونکو له لوري ظاهر د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول.
حضرت ځاځی چې ۶۶ منډې یې جوړې کړې وې، د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
بله سیالي چې د ننګرهار په غازي امان الله خان نړیوال لوبغالي کې په لاره شوې وه، د کونړ او پنجشیر لوبډلو ترمنځ وه. د لوبې پچه پنجشیر لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. کونړ لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۴۷ منډې جوړې کړې.
د پنجشیر لوبډلې هم لوبه تر وروستي اووره وغځوله او د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره یې لوبه د کونړ لوبډلې له لوري ورکړل شوي هدف سره برابر کړه.
د پنجشیر له لوبډلې څخه منصور چې ۴۴ منډې یې کړې وې او درې لوبغاړي یې سوځولي وو، د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو په ترڅ کې د ځوانو استعدادونو له ځلیدا څخه خوښي څرګنده کړه. نوموړي ووییل، د سیالیو له پیل راهیسې موږ د ډیری ځوانو لوبغاړو د ښو استعدادونو څارنه کوو چې تر ډیره بریده د ډیر پرمختګ لپاره ډیر پوتنشیل پکې تر سترګو کیږي.