انجنیر فیض الرحمن

د تېرې پنجشنبې په ورځ وسله والو طالبانو د میدان وردک ولایت په چک ولسوالي کې د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د څلورم کال یو محصل (فیض الرحمن) د جاسوسۍ په تور په خورا بې رحمۍ په دار وځړاوه.

فیض الرحمن لومړنی کس نه دی چې په ناحقه په داسي بې رحمۍ وژل کېږي. په سلګونو او حتي زرګونه نور ځوانان د طالبانو له لوري په دې ډول وژل شوي دي.

دا د وردک د یوه بل محصل خاطره ده خو که ژوندی نه وای پاتې د فیض الرحمن په شان به یې دا رازونه له ځان سره وړي وای.

ریښتینې کیسه/ رالېږونکی (ن …… ر ) 

له کابله د کلي او کور په نیت روان شوم دوه نیم ساعته د موټر مزل و، په لارو شنه له میوو ډک باغونه، ښایسته او صافه هوا، شنې روانې اوبه هر هرڅه راته په زړه پورې و، ماسپېښین لمونځ قضا و چې په کلي کې د کور تر څنګ له موټره ښکته شوم د کور په دروازه نه وم ننوتی چې له شا غږ راباندې وشو چېرته چېرته انجینره؟ شاته مې وکتل ګورم چې درې تنه طالبان را روان دي یو خو مې له سترګو وپېژاند چې د کریم کاکا زوی و دا بل هم آشنا ښکارېد خو ځان یې په څادر کې داسې پټ کړی و تا به ویل له ژرندې راوتلی. یو لاس کې مې کمپیوتر په بکس کې راسره وو بل لاس کې مې لږ مېوه او غوښه له کمپنۍ راسره وړې وه راغبرګه یې کړه؛ ستړی مشې دې نه ده زده؟ تاسو چې کابل ته ولاړ شئ خره درځنې جوړ شي.

 ما ویل ځوانه خبرو ته دې پام کوه زما دواړه لاسونه بند دي په لاره کې مو ودرولم خیرت خو دی؟ په موسکي انداز یې وویل: لکه چې کابل کې دې ښه وظیفه اخیستې، څو ډالره دې معاش دی؟ بیا یې یو بل ته په برېتو کې وخندل زه حیران وم چې دوی له مانه څه غواړي ورته ومې ویل راځئ کور ته مهمانخانه کې به کښېنو. دوی راته وویل، ځه ولاړ شه دا بکس او سودا دې کور کېږده بېرته دستي راووځه. ما سر وښوراوو له دروازې مې سر د ننه کړ پلار مې په برنډه کې چای څښو، مور مې له کوټې په منډه راووته ویې ځار زوی مې شکر راغی کوچني وروڼه او خویندې مې هم راپیدا شوې مور غېږه کې ونیولم، د پلار څنګ ته ورغلم ټول خوښ برېښېدل، وروڼو مې کتابچې او قلمونه رانه غوښتي وو خو زما هېر وو، خویندو ته مې هم کومه تحفه نه وه راوړې، دقیقه به نه وه وتلې چې د دروازې زنځير وشرنګېد کوچني ورور مې ورمنډه کړه، زه هم له ځایه ورپسې پاڅېدم پلار مې غږ کړ: کښېنه هغه ده احسان ورغی ما ویل: نه پلاره طالبان دي لږ کار یې دی ورروان شوم پلار مې هم راپسې و ما او پلار مې ستړي مشې ورته وویل پلار مې په مهربانه ژبه دوی کور ته راوبلل یو تن ځواب ورکړ ته ورځه کاکا زمونږ انجینر آصف لږ پکار دی دوی مې تر څنګ روان شول د رود غاړې خواته روان و همدا یوه پوښتنه یې کوله څو ډالره اخلې چېرته کار کوې؟ ما ویل ډالر مالر نه اخلم نه مې وظیفه پیدا کړې تر اوسه مې دریم کال د پوهنتون دی دوی په زوره یو بل ته وخندل ښه ښه نو ته ییې اوس زموږ نه پټوې؟ موږ ته راپور راغلی چې د امریکایانو په بېس کې کار کوې او 1200$ ډالره معاش اخلې. ما چې په لومړی ځل داسې سپین سترګي خلک لیدل، په تنده لهجه ورته وویل بد کوي هر چا چې درته ویلي زه وظیفه نلرم پوهنتون کې یم د پوهنتون کارت مې له جېبه راوایست چې دا دی د پوهنتون کارت مې. له دې سره په غوسه شو، ویل ښه جاسوسه نو موږ درواغ وایو؟ ما ویل تاسو ته چا درواغ ویلي بیا یې په موسکۍ خوله راته وویل: چې یو وار دې د خواج مرۍ خوا ته بوزم بیا به پخپله اقرار وکړې زما غوسه نوره هم زیاته شوه ځکه ستړی ستومانه رارسېدلی وم، دوی مې په ځورولو پیل وکړ ورته ومې ویل چې زه جاسوس ماسوس نه یم ځئ په خپله مخه په هرچا د جاسوس ګومان مه کوئ.

له دې سره یو یې په شا قونداغ راکړ له دوهم واره د مخه مې ټوپک ترې ونیو غوسه مې یو په دوه شوه، بل کس یې مخابره کې غږ وکړ: میونده ! میونده! زر راشه د فصل خوا ته د یهودو زوی راغلی، دوی دم په دم د لغتو او قونداغ وارونه راباندې کول له هغې خوا مې پلار منډې راوهلې زه لټ په لټ اوښتم او دوی قونداغونه راکول پلار مې رانېږدې شو لکه د یو مشر او سپین ږیري په څېر یې دوی ته وویل: ولې په غلا او زنا مو نیولی چې داسې یې وهئ؟ د مجاهد پلار سپینې ږیرې ته مې یې هم ونه کتل، یوه یې په سپینه ږیره دوې څپېړې وواهه پلار مې هم د څپېړې وار ورکړ هغه بل یې مرمۍ تېره کړه خو ښه و پلار مې غلی شو زما لاسونه یې هم راتړلي وو په دې وخت کې د کلي څو تنه ځوانان را ورسېدل ګاښ یې وکړ طالبان د کلي په لور روان شول زه په پوله لوېدلی وم. لږ ساعت وروسته مې پلار را پورته کړم کورته ولاړو دا شپه مې مور ایله زما هډوکي راغوړ کړل سبا ورځ کلیوال د پېښې په تړاو کور ته راغلل، په دوی کې د جومات ملاصاحب هم و، پوښتنه یې وکړه خو یوه هم دا ونه ویل چې ولې په څه ګناه یې ووهلې ټولو ویل ځه شکر چې پخیر تېره شوه خدای دې خیر پېښوي د دوی په څېرو کې د طالبانو د وحشت کیسې او وېره له ورایه ښکارېده. ملا صاحب وروغوښتلم څنګ ته یې ورغلم په غوږ کې یې راته وویل: انجینر صاحب سبا بیرته کابل ته ولاړ شه ملا فلانی… خبر شوی هغه که درپسې راغی بیا دې په آسانه نه خوشي کوي او یا خو دا ورسره ومنه چې درېیمه حصه معاش هره میاشت کمیسون ته ورکوه داسې ښکاره شوه چې ملا صاحب هم د دوی کس دی نو ملاصاحب ته مې څه ونه ویل سهار وختي راپاڅېدم او لس بجې د کابل پوهنتون لیلیې ته ورسېدم اوس راته هغه وطن هغه کلی هغه خلک هغه لارې وحشي ښکاري. له طالب مې کرکه کیږي له هغه تي خوره ماشومانو چې کونه یې په نوک نه نیول کيږي، لمونځونه یې ندي زده د جهاد احکام او شرایط یې له مخې ندي لوستي چهار عیب شرعي په غلاوو زناوو اخته دي خو دوی ځان ته مجاهدین وایی.

تر ننه بیا خپل کلي ته نه یم تللی نه به هم ولاړ شم وصیت مې هم دا کړئ چې سپیو ته مې واچوئ وردګو ته مې مه وړئ.

One thought on “وردک ته بیا نه ځم/ ریښتینې کیسه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *