په وردګو ولایت کې ورځ تربلي امنیتې ؛ اقتصادي او تعلیمې وضعیت مخ په ځوړ روان دي. دغه ولایت، چې د پلازموینې په دیرش کیلو متري کې پروت دي خو په تیرو څه باندي لسو کلونو کې هیڅ پاملرنه نده شوي د دغه ولایت اوسیدونکې د هري ورځې په تیریدو د نویو ستونزو سره مخ کیږي یو پلو امنیتې اداری دي چې د خپلو دفترونو تر مخې يې سمتې د یوالونه تاو کړي د ځوسوه متري هغه خوا نه واک لري نه تلي شي هغه پلو بیا بله پاچاهې ده د طالبانو لخوا اداره کیږي د سیمې په اوسیدونکو خپل حکومت چلوي په حق نا حق خبره خلک ځوروي شکنجه کوي په یوه او بل نامه يې وژنې بل پلو بیا افغان او بهرنې سرتیری دي، چې په ولایت کې هره ورځ ړندي بمباری کوي چې زیان يې ملکې وګړي وینې هره ورځ په یوه نه یوه کورنۍ کې د غم ټغر پروت وي یا د شخصي دښمنې ښکار شوي وي یا د یوه او بلې ډلي لخوا د جاوسوس په نامه وژل شوي وي په تیرو څه باندي یوه لسیزه کې داسي ورځ نده راغلي چې د دغه ولایت اوسیدونکو د ارامۍ ساه اخستې وي او خپل ماشومانو ته یې په مینه او ناز کتلي وي یا یې په خوښي د مکتب په لور لیږلي

خالد احمدي
خالد احمدي

وي هره هر ماشوم چې مکتب ته لاړ شي بیا يې د راتلو امید ډیر لږ وي مور او پلار يې لاره څاری چې زوي مې روغ رمټ کورته راشي هره ورځ اسمانې ټکې دي چې د دغه ولایت غریب او بی وسي کسان ورسره مخ دي .

بل پلو بیا د دغه ولایت اوسیدونکې د مافیایی کړیو ښکار شوي دغه کړي، چې اوس په کابل کې ژوند کوي په یوه او بل نامه شورا ګانې جوړي کړي د دغه ولایت په نامه د بهرنیو او کورنیو موسسو او دولتی ادارو څخه مرستې ټولوي نغدی روپۍ يې په خپلو کې سره ویشي او خوراکې توکې د غزنې په ښار کې په نیمه بیه پلوري په روپیو يې خپل عیش نوش کوي دغه مافیایې کړي چې خپل اولادونه يې په بهرنیو هیوادونو کې په زدکړو بوخت دي خو د دغه ولایت بیچاره او نا وسي ځوانان د خپلو موخو ښکار کوي .

ددغه ولایت زیاتره زرعتې ځمکه باغونه دي چې میوي يې په ټول هیواد کې نوم لري ډیري خوندوری وي خو د دغه ولایت چارواکو او مافیایی کړیو تر نن ورځې د بزګرانو لپاره یو داسي مارکیټ جوړ نکړ چې خپلې میوي په مناسب وخت کې بازار ته وړاندي کړي په ښه قیمت یې وپیري بد بختانه په دغه ولایت کې ډیره لویه د برښنا فابریکه شتون لري، چې تر نن ورځې يې چا نوم یاد نکړ په دغه را روانو ډالرو کې يې هیڅ ارګان د رغونې لپاره اقدام ونکړ څلور کاله مخکې د دغه ولایت سرک د توپ د دښتې نه تر چک والسوالۍ د یوه خصوصي شرکت لخوا قیر شوو ، چې یوه میاشت وروسته ویجاړاو ځنې ځایونه يې د طالبانو بمونو کند کپر کړل او پاتې نور د پخوا په څیر ویجاړ دي .

د دغه ولایت مافیایی کړی چې په کابل کې عصري او مجلل ژوند لري یوه ورځ د دغه ولایت د اوسیدونکو د ستونزو د اوریدو لپاره خپل وخت ځانګړي نه کړ خو نن، چې بیا د ولسي جرګي د ټاکنو وخت را نیږدي شوي یو ځل بیا د پخوا په څیر د رغونې امنیت او اقتصاد د ښه والي ناري وهې هره ورځ په رسنیو کې نه یواځې د د ولایت بلکې د ټول هیواد د رغونې لپاره ملا تړلی او د خلکو په سترګو کې خاوري شیندي کله، چې خپل هدف تر لاسه کړي او ولسي جرګه ته لاه ومومې بیا به د خلکو لپاره هیڅ وخت نه لري د ټلیفون شمیري به نوي کړي د هیچ کس زنګ ته به ځواب نه وایې دغه کسانو ته زما پیغام دا دي چې د تیر په څیر به بیا د دغه ولایت خلک تیرنوځې او نه به ستاسو په غوړو وعدو باور وکړي نور به ستاسو د چور او چپاول وخت پای و مومي او ټول خلک به هغه څوک خپل استازي وټاکې چې د هیواد خلکو او سولي لپاره رښتینې و اوسي او هره غریب او بیچاره د خپل ورور او زوي په څیر ونازوي دهغه د ستونزو لپاره منډي وکړي حل لاره ورته ولټوي نه داسي چې د هغه له حق نه د ځان په ګټه کار واخلي .

ددغه ولایت ټولو اوسیدونکو ته پکارده که کابل کې اوسیږي که وردګو ولایت کې ټول د هیواد د سوکالي او رغونې خصوصآ د دغه ولایت د ژغورني لپاره لاس په لاس کې ورکړي نور د دغه غوړمالانو او مافیایی کړیو ښکار نشي داسي کسان د ځان استازی و ټاکې چې رښتینې واوسي د خلکو ستونزو د حل کولو لپاره شپه او ورځ په ځان یو کړي د خلکو غږ د حکومت لوړپوریو چارواکو ته ورسوي او دغه بل شوي اور چې هره ورځ بې ګناه وګړي کې سوځول کیږي نور مړ کړي مجرمین د قانون منګولو ته وسپاری زمونږ وینه نور په ګاونډیو خرڅه نکړي . د یوه ازاد او هوسا افغانستان په هیله .

0 thoughts on “وردګو! وردګ وژغورئ/خالد احمدي”
  1. یره وروره رشتیا د وویل، زه تعجب کوم په د شورګانو باندی دوی چا ټاکلی چا رایه ورکړی ده ، زه خپله د یوه وکیل نه شه خاطره نه لرم، یو ځل زما د اب او برق په وزارت که کارپیدا شو چا راته وویل چه شیرولی ته ورشه هغه به کومک درسره وکړی، خو باورمو وشه په څووار ورغلم خو ډول ډول بهانی یی کولی او ملاقات می ونه شو ورسره، نو ماته یی هغه وخت را یاد شو چه د کماین کولو، هسی خو هم شیرولی رایه نه لرله خو ورور فاروق کومک ورسره وکړ، نه زه اوس شیرولی ته وایم چه اوسه خو د ورور شاید نه وی نو معلوم شی چه ته لاره پیدا کوی که نه،

  2. ګرانو لوستونکو که رښتيا ووايم په افغانستان کی داسی وکيلانوته هيڅ ضرورت نسته،ځکه دوی دولت او خلکو ته هيڅ کار ندی کړی اونه به يي وکړی که واقيعيت نو ی ،وکيلان دی ووايي چی څو سم کارونه دوی دخلکو داقتصاد دښه کيدو لپاره کړی،دوی خپله بيچارګان په غارو ننوځی نو خلکوسره به څنګه وګوری هريو لس باډی ګارډان لری ،يو سړی چي له خپلو خلکو ويريږی،نو بيا څنګه ځان دخلکو وکيل بولی،80%فيصده وکيلان رشوت خواره،غله اوخاينين دی که نوی ولی په پيسو رأيه اخلی او اخيستي دی، بل داچي دوی د باډيګاردانو معاش دکومه کوی؟که زما مشوره که محترم جمهور ريس ومنی،پارلمان يعنی ولسی اومشرانوجرګه دی ړنګه کړی .اکثريت يي دخدمت وړ اشخاص ندی.ولس بايد خپل اصلی په وطن دردمن وکيلان له سره وټاکی .

  3. په راتلونکی ټاکنو کی هر وکيل دخپلی سيمی په هکله بايد خپل کاری پروګرام حکومت وړاندی کړی ا ودا اسناد هغه وزير ته وسپارل شی چي په پارلمانی چاروکی مسوليت ولری،اوبيا داوکيل مجبوردی چي دخپل کاری پروګرام ګذارش پارلمان ته وړاندی کړی اودهغه مسوليت جواب دی واوسی چي خلکو ته يي وعده ورکړیدوه.

  4. په راتلونکی ټاکنو کی هر وکيل دخپلی سيمی په هکله بايد خپل کاری پروګرام حکومت وړاندی کړی ا ودا اسناد هغه وزير ته وسپارل شی چي په پارلمانی چاروکی مسوليت ولری،اوبيا داوکيل مجبوردی چي دخپل کاری پروګرام ګذارش پارلمان ته وړاندی کړی اودهغه مسوليت جواب دی واوسی چي خلکو ته يي په ټاکنو کی وعدی ورکړی وی .

  5. په ریښتیا هم د دی ولایت ته پاملرنه نده شوی بزګران یی په راز راز مشکلات باغونه حاصل ته ورسوی او کله چی یی کابل ته خپلی مڼی راوړی نو د هری امنیتی پوستی کمیشن باید ورکړی دبیګلی په توکه د کمپنی چوګ ته ورشی د سهار به مخی اته دانی ترافیک فقد همدی موټرونو ته ولاړ وی او هر یو په خپل نوبت لری پیسی اخلی که باور نه کوی نو د 7 بجو شاوخوا راشی د دی وی کار وګوری ټولی لاری بندی وی او دوی فقد د مڼو موټر دروی او خپل کمشن تری اخلی ورشی او دا بد قواره ترافیک وګوری

  6. د احمدی صاحب نه زیاته مننه کوم د وردګو ولایت ستونزو ته یی کنته کړی او خو زه غواړم چی یو بل لویه ستونزه له تاسو سره شریکه کړم هغه دا چی د ودرګو ولایت د چک ولسوالی د شیخ یاسین کلی کی یو کوچنی کلینک دی د دی کلینک مسول ډاکتر د د میاشی اوه یا اته ورځی کلینک کی وی او نوره ټوله میاشت کور کی تیری یا په میلو کی وی او د ډاکتر دنده یو نرس په مخ بیایی هیله لرم چی دا مشکل د نورو سره شریک کړی او چارواکی پدی خبره باندی خبر شی او د دی ستونزی مخه ونیسی

  7. په ریښتیا سره هم په دی ولایت کی دومره زیات مشکلات دی او چارواکی ورته پاملرنه نه کوی د بیلګی په توګه د چک ولسوالی د شیخ یاسین د کلی کلینک کی یو ډاکتر دی چی د میاشتی اوه یا اته ورځی کلینک کی وی او نوره ټوله میاشت کور کی تیروی یا په میلو کی وی هیله ده چی چارواکی دی مشکل ته پاملرنه وکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *