تاند، پنجشنبه د چنګاښ ۲۸ مه: میدان وردگو کې د طالبانو لخوا تړلي د سویډن کمېټې ۴۲روغتیايي مرکزونه بېرته پرانیستل کېږي.

د سویډن کمېټې د برنامو مسوول خالد فهیم په دې تړاو وايي، طالبانو سره یې د ځايي سپین ږیرو په منځګړتوب خبرې کړې دي او دا مرکزونه به بېرته پرانیستل شي.

طالبانو څو ورځې وړاندې سویډن کمېټې ته ګواښ وکړ چې میدان وردګو کې خپل ټول روغتیايي مرکزونه وتړي خو سویډن کمېټې ایله ۶ ولسوالیو کې ۴۲ مراکز بند کړل او نور یې د طالبانو په تړاو شکایت امېزه اعلامیه هم ورکړه.

سویډن کمېټې وویل، هره ورځ به له دې وروسته د میدان وردګو په شپږو ولسوالیو کې د ورځې ۵۷۰۰ کسان له روغتیايي خدمتونو بې برخې پاتې شي.

خو اوس طالبانو هم یوه اعلامیه کې تایید کړې ده چې میدان وردګو کې به د سرطان له ۲۹مې څخه د سویډن کمېټې روغتونونه بیا له سره فعالیت پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *