(وردګ د تاریخ په بهیر کې) علمي سیمینار د روان کال د تلې (میزان) په 28 او 29 ورځو په کابل او میدان ښار کې جوړ شو. د دې سیمینار له پاره څه باندې دری کاله کار شوی و او د هېواد (کندهار، پروان، بلخ، بامیان، کابل، کنړ او وردګ) څه باندی دېرشو جیدو علماوو او پوهانو مقالې لیکلې وې چې ډېرې یې د سیمینار د دوو ورځو په څلورو علمي ناستو کی واورول شوې او بحثونه پرې وشول.

د سیمینار لومړی ورځ (چهارشنبه 9:30 سهار) د کابل په انترکانتیننتال هوټل کې د قران عظیم الشان په تلاوت پېل شوه. ورپسی د افغانستان ملی سرود وغږول شو چې ټول حاضرین ورته په پښو ودرېدل. ورپسی د سیمینار جوړونکی احسان الله آرینزی د ښه راغلاست وینا وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د دې سیمینار له پاره چاپ شوی کتابونه او د ګرانو پوهانو او استادانو مقالې به د وردګو (په ځینو مقالو کې د میدان وردګ ولایت ټوله جغرافیه او په ځینو کی وردګ قبیله) د جغرافیی، تاریخ، ژبې، انسان پېژندنی، لرغون پېژندنې، تېرو ویاړونو، شخصیتونو، اوسنیو ستونزو او حل لارو د بیانولو په برخه کې له ځوان نسل سره مرسته وکړي چې خپل ځان، سیمه او هېواد سم وپېژني او د سبانیو مسوولیتونو پورته کولو ته ښه چمتو شي.

د احسان الله آرینزی له وینا وروسته د ولسمشر محترم داکتر محمد اشرف غنی پیغام د سلاکار محترم سردار روشن له خوا ولوستل شو چې په چکچکو بدرکه شو. ولسمشر په پېل کې ویلی و چې (خوشحاله یم چې د افغانستان پېژندنې په لړ کې دا دی وردګ د تاریخ په بهیر کې علمی سیمینار جوړېږي. د بېلابېلو ولایتونو په باره کې د سیمینارونو لړۍ اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پېل کړی وه؛ خو دا ځل مدنی فعالانو او د افغانستان د تاریخ او فرهنګ مینه والو په خپلو شخصی هڅو د یوه لوی علمي سیمینار تابیا کړی ده چې د لا ډېرې مننې مستحق دي).

له دې وروسته د افغانستان د ملی شوری د ولسي جرګی مشر محترم عبدالروف ابراهیمی، د مشرانو جرګې مشر محترم فضل الهادی مسلمیار، د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشرې محترمی څېړنپوه ثریا پوپل، د کابل پوهنتون د مشر محترم پوهنیار حمیدالله فاروقی، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر محترم عبدالباری جهاني او د سرحدونو او قبایو چارو وزیر محمد ګلاب منګل پیغامونه ولوستل شول او بیا د میدان وردګو والی محترم ځنډی ګل زمانی وینا وکړه.

په دې پیغامونو او ویناوو کې په ګران هېواد کې د سولې، امنیت، ورورولۍ او پرمختګ د هیلو تر څنګ، د سیمینار جوړونکو ته مبارکي ویل شوې وه چې بې له دولتي مرسته یې، د لومړي ځل له پاره، په شخصي هڅو داسې یو علمي سیمینار جوړ کړ چې پایلې به یې د میدان وردګو ولایت او وردګ قبیلی له پېژندګلوی سره ښه مرسته وکړي.
د پیغامونو په منځ کې د ماشومانو هلکانو او نجونو تیم ستیج ته راغی او د ګران هېواد افغانستان په هکله یې یوه ښکلی ترانه واوروله. دې ټیم د احمد غیرت په خصوصي ښوونځي پوري اړه درلوده. نا ویلی دې نه وي پاته چې د ستیج د سمبالولو او انانس کارونه بی بی نسرین وردګ او بی بی محمودی تقوی مخ ته وړل.

له دې وروسته د سیمینار علمي برخه پېل شوه چې په دوو پړاوونو کې دا مقالې پکې واورول شوې:

1.      پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار، لندن. وردګ، وردک، ویهارادک، ویاردک (دا مقاله محترم عبدالغفور لیوال واوروله)،
2.      پوهاند سلطان محمد انصاری، بلخ پوهنتون. جغرافیای عمومی ولایت میدان وردک،
3.      استاد حبیب الله رفیع، د علومو اکاډیمۍ. د وردګو په خوات کې خروشتي ډبرلیکونه،
4.      پوهاند لطف الله صافی، کابل پوهنتون. میدان وردګ د تاریخ په اوږدو کې،
5.      استاد محمد عظیم عظیمی، د ښار جوړولو وزارت، پلان ده ساله انکشاف اقتصادی میدان وردک،
6.      ډاکتر عبدالخالق رشید، هندوستان، د وردګو په جغرافیه کې ډېر نومونه په زړه پښتو او سانسکریت دي،
7.      استاد زبیر شفیقی، کابل. د جهاد په حماسه کې د وردګو ونډه،
8.      پوهنوال رسول باوري، خوست پوهنتون. لرغونی خروشتی لیکدود او د هغه خواتي بېلګه.
ناویلې دې نه وي پاته چې په دې مقالو دری ځلې علمي بحثونه وشول او حاضرینو له استادانو څخه څه پوښتنې وکړی.

د سیمینار لومړی ځل د مازدیګر په څلورو بجو په داسې حال کې پای ته ورسېد چې بهر ډولونه غربېدل او ځوانانو اتڼ کاوه.

د سیمینار دوهمه ورځ په میدان ښار کې وه. د ولایت مقام او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کریم خان تالار په بیرغونو او د سیمینار په بنرونو او د ملي شخصیتونو په انځورونو ښکلی کړی و. په دې ورځ دا مقالې واورول شوې:
a
3.      اورنګ مختار، میدان وردګ. غازی مومن خان او د چک لرغونی شاهی کلا،
4.      محمد حکیم رامیار، د علومو اکاډمۍ. د میدان وردګو حالات، ستونزی او امکانات،
5.      انجینر محمد عارف رسولي، نړیوال بانک. په وردګو کې د بېوزلتیا د ورک کولو لارې چارې،
6.      حیات الله حلیم، ژورنالیست. کږه بی بی یا دختر سنګ.

له دې وروسته په لوستل شوو مقالو اوږد علمي بحث وشو او سیمینار په ډوډۍ او ډولونو پای ته ورسېد.
د دې سیمینار له پاره لاندې کتابونه خپاره شوي:

1.      وردګ پېژندنه، ګل آغا احمدی،
2.      وردګ د نیکمرغی او بدمرغی ترمنځ، عبدالرحمن فرقانی،
3.      د ګوربت لمن، حبیب الرحمن رحیمی،
4.      د وردګو د ښادئ سندرې، ساره سادات،
5.      ولسي لوبې، محب الله شریف زوی،
6.      غازی محمد جان خان د وینو په لاره د شهادت تر دمه ځایه، داکتر عبدالخالق رشید،
7.      Dear Samsor, a Novella by Ahmad Zia Wahat،
8.      وردګ، وردک، ویهارادک، ویاردک، احسان الله آرینزی،
9.      په وردګو کې د انجوګانو رول، ډاکتر محمد نعیم سلیمی او کوهار دفتر.

باید وویل شي چې دا په تاریخ کې لومړی ځل و چې د وردګو ولایت (سیمه، جغرافیه او خلک) په هکله یو علمي سیمینار جوړ شو.

لکه چې په وار – وار ویل شوي، دا یو بشپړ سیمینار نه و؛ خو یو ښه پیل هرومرو و چې په دواړو ورځو کې یې کابو 250 کسانو (د کابینی غړو، دولتي چارواکو، قومي مشرانو، علماوو، پوهانو، استادانو او ځوانانو) برخه واخسته او د دې ولایت په سیمه، جغرافیه، تاریخ، لرغونو آثارو، ملي شخصیتونو، دودونو، بریاوو، ستونزو او امکاناتو هر اړخیزه خبری وشوې.

هیله ده چې راتلونکي سیمینارونه به ډېر بشپړ او په تله پوره وي انشا الله!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *