خلیل کمال –
موږ په داسې کړکیچنو شرایطو کې ژوند کوو، چې په ټولنه کې مو قومي، ژبني، سمتي او مذهبي تمایلات او درزونه/چاکونه مخ په زیاتېدو دي، بلکې دښمن هڅه کوي چې دا چاکونه هر څومره چې کېږي زیات کړي او د خلکو په منځ کې ملي باور او اعتماد راکم کړي. جنګ، بیوزلۍ، بې ثباتۍ، سیاسي او اداري فساد ددې زمینه برابره کړې ده چې دغه کړکیچ لاپسې زیات شي، خو په دې منځ کې ورزش او وسله وال ځواکونه هغه دوه مهمې برخې دي چې هر وخت یې خلکو ته روحیه ورکړې، خوشاله یې ساتلي، اعتماد او په ځان د باور روحیه یې ورکړې ده. یو مو د فزیکي امنیت ساتندویان دي او بل مو د روحي امنیت. د همدې سرتیرو قربانۍ دي چې نن مو ماشومان بیغمه ښوونځي ته ځي، اقتصادي، مدني، مذهبي فعالیتونه کېږي او د هر ډول شرارت او دښمنانو په مقابل کې لکه سپر ولاړ دي. همدا ورزشکاران دي چې په دې بدو شرایطو کې یې زموږ خلکو ته یو څو شیبې تفریح برابره کړې ده، په خلکو کې یې جوش، هیجان، خوښي او خندا را پیدا کړې ده، له روحي رواني پلوه یې د خلکو ذهنونه د جګړو نه بله خوا اړولي دي.
زموږ ورزش کارانو په نړيوالو ورزشي ډګرونو کې د افغانستان بیرغ رپاند ساتلی او وسله والو ځواکونو مو په لري پرتو سیمو او سردرو کې د خپلې خاورې او د نظام نه په میړانه دفاع کړې ده، چې کله هم ولس ددغو دوو قشرونو ورزشکارانو او سرتیرو سرښندنې او زحمتونه لیدلي، د دښمن ټول هغه د نفاق او افتراق دیوالونه یې ړنګ کړي چې ددوی ترمنځ درول شوي او یو بل ته ور تر غاړې وتي دي.
دې دواړه زموږ خلکو ته د ګډ اوسیدو او ګډ کار احساس ورکړی دی، راتلونکې ته یې هیله من کړي او په ورځني ژوند کې یې له دوی نه په الهام اخیستو هڅه کړې ده چې ټول تعصبات او کرکې یوې خواته کړي او د یو واحد او په خپل ځان بسیا افغانستان په اړه فکر وکړي.
په دې اوونۍ کې عامو خلکو، د مدني ټولنې فعالانو او ولسي مشرانو یو جالب ابتکار کړی دی، هغه دا چې دوی د وسله والو ځواکونو د ملاتړ په خاطر غونډې جوړې کړي دي او هلته یې ویناوې کړي او له خلکو یې غوښتې چې د خپلو بچیانو او ساتندویانو د کار او قربانیو قدردانۍ او شکرګزاري باید وکړي. له راډیو نه مې واوریدل چې کونړ ولایت کې همداسې یوې غونډې ته ولسي مشران وینا کوي او له خلکو غواړي چې «دا عسکر زموږ خپل عسکر دي، زموږ بچیان دي، د ټول افغانستان او هر ولایت نه په کې ځوانان راټول شوي او د ژمي دا سختې شپې او ورځې په غرو رغو کې خاص زموږ د امنیت په خاطر تیروي، ددوی دا قرباني موږ نشو هیرولی او باید ددوی ملاتړ وکړو او هر څوک چې غواړي وسله وال ځواکونه بدنامه کړي او داسې څرګندونې وکړي چې ددوی روحیه ورسره خرابه شي موږ به د هغو مقابل کې دریږو.» همدارنګه دیني علماوو او روحانینو هم څو څو ځلي دې ته ورته د وسله والو ځواکونو په ملاتړ غونډې کړي دي او دا ځواکونه یې د خلکو د ناموس، پت، عزت او مذهب د ساتلو یوازینۍ مرجع ګڼلې ده.
همدارنګه زموږ د فوټبال او کرکټ د ټیمونو وروستۍ بریاوې او سیالۍ ټولو خلکو له نږدې تعقیبولې او دغه غم ځپلي خلکو، ماشومانو، بوډاګانو او ښځو ته دومره خوشالي ورکړه چې له بلې لارې په هیڅ قیمت نشوای ترلاسه کېدای، ټولو خلکو د فوټبال او کرکټ ټیمونو ته هغه که د افغانستان د هر ګوټ و، د خپلو ټیمونو په سترګه کتل او د هغوی د بریالیتوب ارزو یې کوله.
له ۲۰۰۱کال راهیسې یو تر ټولو قوي او بریالی بنسټ چې په افغانستان کې جوړ شوی دی هغه د افغانستان ملي اردو ده، چې د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د امنیت ټولې چارې ور سپارل شوي او له سختو ازمایښتونو سره مخ ده، چې تر دې دمه له اکثرو ننګونو کامیابه راوتې ده. خو لا هم د افغان وسله وال ځواک پر وړاندې ګڼې ننګونې پرتې دي چې ځیني یې اوږمهاله او ځیني یې ښايي په لنډ وخت کې حل شي. مثلا په وسله وال پوځ کې ځیني سیاسي مداخلي یادولی شو چې یو شمېر زورواکي سیاسي شخصیتونه او سازمانونه په دې هڅه کې دي چې هلته د افرادو داسې شبکې رامنځته کړي چې دوی ته وفاداره وي، دا لنډ مهالي ستونزه ده که چیرته سیاسي اراده لکه دا اوس چې موجوده ده دوام پیدا کړي دا ستونزه ورسره حل کېږي، تر دې مخکې زموږ سیاسي رهبران تر ډېره په کابل کې په خپلو سیاسي ستونزو مصروف ول، چې د وسله والو ځواکونو حالت ته یې ډېر پام نه ور اوښت، خو کله چې په دې وروستیو کې ټول امنیتي مسوولیت ددوی په غاړه شو او امنیتي ننګونې زیاتې شوې، داسې ښکاري چې اوس ورنه دولت ښه کلک سیاسي ملاتړ کوي. اوږدمهالې ستونزه بیا د اقتصادي مرستو او پوځي تجهیزاتو ده چې تر ډېره د بلاعوضه مرستو په بڼه د نړيوالو له خوا ددوی په اختیار کې ورکول کېږي، چې دغه تجهیزاتو سره بلدتیا او د مسلکي کسانو روزل کافي وخت ته اړتیا لري، دا مهال د خلکو غوښتنه داده چې د افغانستان پوځي او سیاسي رهبران باید په وسله والو ځواکونو کې ښه نظم او دسپلین رامنځته کړي چې له یوې خوا امنیتي ننګونو سره مقابله وکړای شي او له بلې خوا د خلکو او نړيوالو اعتبار وګټي، چې نړيوال خپلو مرستو ته دوام ورکړي او زموږ په وسله وال پوځ لا ډېره پانګونه وکړي.
همدارنګه د ورزش په ډکر کې د دومره بریاوو سره سره لا هم دا سکټور ګڼې ستونزې لري، هغه امکانات چې په نوره نړۍ کې ورزشکارانو په اختیار کې ورکول کېږي افغانستان کې نشته، خو زموږ ورزشکاران وطن او خپلو خلکو سره د بې کچې مینې یو څرګند مثال دی چې په ډېرو لږ امکاناتو یې د نړۍ د ورزش ستر ستر میدانونه فتح کړي او خپل ملي سرود یې هلته غږولی او د افغانستان بیرغ یې رپولی دی. هند سره د فوټبال وروستۍ سیالۍ ته د افغانستان ولسمشر او اجراییه رییس دواړه ناست وو او دا مسابقه یې کتله، له دې معلومیږي چې په افغانستان کې د ورزش ودې ته دولت او سیاسي مشران ژمن دي، یا هم لږ تر لږه ددوی پرله پسې بریاوو سیاسي مشران دې ته مجبوره کړي دي چې زیاته توجه ورته وکړي.
سرتیرو او ورزشکارانو سره د خلکو بې کچه مینه چې سړی ګوري، هیله من کېږي چې افغانان هغه څوک چې خدمت ورته کوي او د دوی د سر لوړي لپاره د ورزش په میدان کې خولې تویوي او د جنګ په میدان کې ځانونه قربانوي پیژني او قدر یې کوي ددوی په بریالیتوب کې خپل بری ګوري، د هغوی په درد دردمن کېږي او په خوښۍ یې خوشالېږي. سرتیري او ورزشکاران زموږ د ملي وحدت او یووالي سیمبولونه دي، د دوی فداکارۍ د خلکو لپاره یو مثال دی چې څنګه کولای شي له ټولو ټولنیزو او سیاسي تفاوتونو سره چې لري یې بیا هم د یو بل تر څنګ په ورورګلوۍ او سوله کې ژوند وکړي.