ورزش یا سپورټ په بېلابېلو وختونو کې پر بدن بېلابېلې اغېزې لري. کومه څېړنه چې د امریکا ورزشي ټولنې کړې ده، داسې ښيي چې له خوب او سهارنۍ خوړلو وروسته ارام ورزش مو د ورځې په اوږدو کې د کار لپاره اماده کوي.

جام جېم ورځپاڼه لیکي، د سهار له خوا له ۳۰ نیولې بیا تر ۴۵ دقیقو پورې ورزش کولی شي د وخت په تېرېدو سره د وزن په کمولو کې درسره مرسته وکړي. که نه غواړئ په وږي نس ورز�� وکړئ، کولی شی سهارنۍ وخورئ او بیا ورزش وکړئ.

متخصصان په دې اند دي چې د سهار له ۶ تر ۸ د ورزش لپاره تر ټولو ښه وخت دی؛ ځکه په دغه وخت کې کورتیزول، د سټرېس هورمون په خپله لوړه سطحه کې وي. دغه هورمون د بدن د وازګو او کاربوهایدريټونو د سوځېدو لامل کېږي او پر انرژۍ یې بدلوي چې د ورزش پر مهال مصرفېږي.

پر دې سربېره هغه ورزش کوونکي چې د سهار له خوا ورزش کوي، منظم خوب هم لري. د شمالي کارولینا پوهنتون څېړونکو په ډاګه کړې چې د سهار له خوا ورزش، د شپې له خوا د منظم خوب لامل کېږي.

د سهار له خوا د ورزش بله ښېګڼه دا ده چې اشتها کموي او د هغو کسانو لپاره یې ګټه ډېره ده چې غواړي وزن یې کم شي.

حمیدالله حمیدي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *