اورګاډي ته له راختو سره سم یې ډونګېده پیل کړل. دومره په بېړه یې خبرې کولې، چې یوه به یې ختمه نه وه، بله به یې پیل کړه.

فکر مې کاوه ورسره ماشومې ته ګواښیږي، خو هغه یې لاس نیولې نانګاره څنګ ته ودرېده.

شاوخوا ډېر نارینه او ښځې وو، خوهېچا هم ډېره توجه ورته و نه کړه، ټول خپلو فکرونو کې  ډوب معلومېدل، تنها نارینه پکې موبایلونو سره مشغول وو او ډېرو ښځو د هغو نارینه وو غورو ته غوږ نیولی و، چې د موبایلونو پر ځای دوی سره مشغولیدل.

د ډیلي میټرو ( تر ځمکه لاندې اورګاډی ) کې څوکۍ موندل او هغه هم په کاري ساعتونو کې، د مرغۍ پۍ دي، خو څنګ ته مې ناست زلمي موندلی سیټ نوې راختلې ځوانې ښځې ته پرېښود.

ښځه هماغسې ډونګېده، خو د مننې کولو په انداز یې هلک ته وکتل او ژر پر څوکۍ کېناسته، بلکې ښځې او ماشومې دواړو په هماغه یوه کوچنۍ څوکۍ کې ځانونه پر ځای کړل. ښځه غلې شوه او ماشومې یې سترګو ته په غور کتل.

په دستکول کې یې موبایل وچونګېد. ژر یې راوایست او غوږ ته یې ونیو. ښه ځنډ یې د بل لوري غږیدا اوریده او بیا یې په لوړ غږ وویل:

– پاپا، ته چې شل شوټ په بستر کې پروت وې، زما مور وه، چې پاکولې یې اوس چې دې بدن روغ شو اعصاب دې پخپله خراب کړي، سپین سرې مور مې له کوره شړې…. هو….خود… زه به یې خپل کور کې وپالم… سترګې په بڼو نه درنیږي… خو ته…هلو…اورې… پاپا…هلو…هلو!

ټیلیفون یې موټي کې ټینګ کړ. پټه خوله یې ښه ځنډ ورته کتل. شېبه وروسته یې باڼه پر بڼو کېښودل. دوې غټې اوښکې یې پر غامبرو وښوېدې.

ماشومې چې تر اوسه یې د ښځې سترګو ته سترګې نیولې وې، سر د ښځې په زنګون کېښود.

ښځې ژر سترګې پرانیستې، ناڅاپه موسکۍ شوه، شونډې یې د ماشومې پر ککرۍ کېښودې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *